اناهیتا

د کویت په ملي میوزیم کې د ” اناهیتا” یوه مجسمه نندارې ته ایښې ده. دا په ۳۳۰ م کې ایران کې له برونزو څخه جوړه شوی وه. د زردشتي دین په صحیفو (اويستا) کې د اناهيتا د یوې مجسمې انځور داسې کښلی دی. ” د سرو زرو عبا يا چپنه يې په غاړه ده […]

لومړۍ مسلمانه نرسه

په ایرلینډ کې هر کال د بحرین پوهنتون د “رفيدة الاسلمية ” په نوم مشهور انعام بااستعداده نرسې ته ورکوي چې لوړې زده کړې وکړي. رفیده (تلفظ – روفاېده) بنت سعد په اسلامي تاریخ کې لومړۍ مسلمانه نرسه او جراحه وه. دا په ۶۲۰م کې په مدینه کې زیږېدلې وه. د هغې پلار سعد الاسلمي […]

بغره خان

په ۹۳۴م کې د کاشغرستوق بغرا خان ( بوغره خان) لومړی قامي مشر و چې په خپله خوښه مسلمان شو. د اوومې پېړۍ تر نیمایی په سغدیه (مرکزي ایشیا) کې ترک قبایلو په وړو سیمو کې ښاري حکومتونه جوړ کړي وو. د دوی مشر به خان یا “قاغان” په لقب پیژندل کیدو. هلته د پارس […]

ذابل

ذابل اوس د افغانستان یو ولایت دی او په دې نوم د ايران یوه صوبه ”زابول” تلفظ کېږي. د افغانستان او ایران د اوسني سرحدونو تر منځ، دوه نيم زره کاله پخوا ” ذابلستان” یوه خپلواکه سيمه وه. د هرات په شان دلته هم په اوړي کې ۱۲۰ ورځې سختو بادونو له کبله د شګو […]

جمدهر

دا په سانسکرت کې دوه اړخیزه نیغ خنجر ته وایی او ” کټار” هم بللې شي. د هند په لویه وچه جمدهر د پوځي وسلو یوه برخه وه. د فولادي “جمدهر” عمومي اوږد والی به څه د پاسه یو فټ او پلن والی نیم فټ و. دا یوه خطرناکه وسله وه ځکه د دې دواړه […]

د طارق کشتۍ

په اسلامي تاریخونو کې د طارق بن زیاد له خوا د کشتیو د سیزلو ذکر اوسني محقق یوه افسانه ګڼي. په ۶۷۰م کې عرب مسلمانانو، له مصر او لیبیا شمالي افریقه ته پښې وغځولې او ” قیروان” (ټیونس) د دوی انتظامي مرکز و. په ۷۰۵م کې شپږم اموي خلیفه، ولید بن عبد الملک ( لقب […]

غني ډېرۍ

د نومبر ۲۰۲۴م په یوه غرمه د چارسدې غني ډېرې او ورسره جوخت د پشکلا وتي میوزیم لیدو ته ورغلم. غني ډېرۍ د هغه کتابتون نوم دی چې په ۱۹۹۷م کې يې د جوړیدو خبر خپور شوی و. هغه وخت صوبایی حکومت د لرغونپوهنې څانګې د پښتو شاعرعبد الغني خان (۱۹۱۴-۱۹۹۶) په ویاړ د دې […]

د باجوړ صحيفې

په کال ۱۹۹۹ م کې د پيښور پوهنتون د لرغون پيژندنې شعبې ته چا د گتې يولوې ډبې راوړو چې پکې رژيدلې پاڼې ايښي وې. دډبي خاوند ويل هغه پاڼې يې په باجوړ کې د “مهال” نومې بوداي خانقاه نه رابرسيره کړي و. دا ځاې د باجوړ سيند ښې لاس ميا کلي ته مخامخ په […]

خښتې

شاوخوا لس زره کاله کيږي چې انسان د غارونونه راووتلو، وحشي ځناوريې خپل ملگري کړل اود اوبو په غاړه يې ځان له د خټو اولوښې نه کورونه جوړکړل. هغه کور به يوه کوټه و اودغار په شکل گول چتونه او يوه تنگه دروازه يې لرله. کوم ځاې چې تيږې موندل کيدې، هغه يې هم کارولې. […]

د آموتمدن

د بغلان په يو کلي کې دوه کروند گر دنورکله په شان د زمکې په اړولو بوخت و. د نږدې غونډۍ د لمنې نه به يې کله کله خاوره راوړه چې د سرې په توگه يې کاروو. يو وخت د خاورې سره د سرو زرو څو توکي هم راووتل. خپلوکې يې سره وويشل او فيصله […]