ذابل اوس د افغانستان یو ولایت دی او په دې نوم د ايران یوه صوبه ”زابول” تلفظ کېږي.
د افغانستان او ایران د اوسني سرحدونو تر منځ، دوه نيم زره کاله پخوا ” ذابلستان” یوه خپلواکه سيمه وه. د هرات په شان دلته هم په اوړي کې ۱۲۰ ورځې سختو بادونو له کبله د شګو طوفانونه راځي او د بادي ژرندو لپاره په نړۍ کې شهرت لري. د ایران په زابل صوبه کې درې سیمې، پشت آب- شیب آب او مرکزي نومېږي. هلته پینځه ښارونه او نهه کلیوال ولسوالۍ دي. د اوبو لویه وسیله ” هریرود او د هامون ډند نه علاوه کاریزونه دي. هلته د ” شهرسوخته” لرغونی ښار د دې اهمیت په ګوته کوي. د فردوسي د شاهنامې اتل ” رستم” په ذابل کې زیږېدلی و. د ایران د ذابل خلک “دري” وایی چې د افغانستان سره د دوی د اړیکو ښکارندوی ده. د دې نه علاوه بلوڅ او نور واړه قامونه هم پکې ژوند کوي چې ځان سیستاني بلي.
په افغانستان کې د ذابل غرنۍ زمکه د غزنی او غور سره یو ځای کېږي. د لوېديځ ځينې څېړونکي لکه جوزف مارکوارټ او ګريشمن په دې باور دي چې زابل او زابلستان د ” يفتليانو د ژبې توري دي چې د څلورمې او پينځمې ميلادي پېړيو تر منځ د افغانستان د شمال نه يې هلته حملې کولې او د کشاني تمدن نښې يې ورانې کړې. خو د هندو کش په جنوب کی د يفتليانو د شتون خبره ناندريزه ده ځکه دوی د امو سيند نه پورې، د غوربند د لارې باميانو او ورپسې کابل ته لاړل او بيا يې ختيځ ته مخه کړه.
د ۵۵۰ ق م نه وړاندې ذابل د سیستان ( ساکستان) په نوم پیژندل کیدو او د دې شمالي سيمې د لرغونې “ميډز يا ميډيا” سلطنت په لاس کې وې چې د پارس يوه پخوانۍ شاهي کورنۍ وه. بيا دا سیمه “هخاميني” باچاهانو ونیوله. د مقدونيې اسکندر په ۳۲۰ ق م کی د هرات سره زابل ته هم لښکر یوړو او بیا د ” اراکوزيا” د يوې برخې په توګه اداره کيده. لس کاله وروسته د زابل یو مشر بغاوت وکړو او د هند د موريا سلطنت ملګری شو. په ۱۸۵ ق م کی د يونان باختر واکمنو ذابل بيا ونيولو.
په دریمې پېړۍ کې ذابل د کشان سلطنت یوه برخه وه او ښاي د برهمني (هندو) سره پکې بوداي دين هم خپور شو. په ځينو تاريخونو کې زابل د ” زابلستان ” د سلطنت مرکز په توګه ليکل شوی دی چې غزني، غور او کندهار يې لوی ښارونه وو.
د ذابل نوم په لومړي ځل د څلورمې پېړۍ په سکو ولوستل شو چې د هغه ځای د حاکمانو په نوم ضرب شوی وې. ښایی دوی د پارس د ساساني باچاهانو والیان وو چې د کیداریانو له حملو وروسته ځان يې خپلواک اعلان کړو.
د يفتليانو په اړه دوه مهمې سرچينې د دوو چينايي سفيرانو نه پاې دي چې يو “وای شو” او بل “سونګ يون” نومېږي. دوی دواړو د باميانو او د کاپيسا په اړه يوه ليکه هم نه ده کښلې چې د نورو سيمو سره سره هغه وخت د يفتليانو په کنټرول کی وې. نو ځکه پوهان دا دليل وړاندې کوي چې ممکن يفتليان د تخارستان د لارې ګندهارا کی ور داخل شول چې د هندو کش ختيځه لاره وه. په داسې حالت کی دوی زابلستان ته د تلو جوګه نه و.
” وای شو” د زابلستان په اړه ليکی چې په ۴۷۷ م کی دغې سلطنت خپل سفارت د شمالی وای (چين) پلازمېنې ته واستاو. دوي جيچانگ، جودولو او سرواستي ته هم خپل استاځي ولېږل ( د شمال لوېديځ هند دا درې سيمې د کيداريانو په لاس کې وې) دا امکان شته چې د ذابل حاکم د يفتليانو سره د جنګيدو لپاره د يو بهرني خواک نه مرسته غوښتې وي. د زابلستان د سلطنت پلازمېنه غزني او بېلا بېل تاريخونه د دې خبرې پخلې کوي چې واکمن يې په نسل د کابل شاهانو خپلوان و. دوی د پارس په پرتله هند سره زيات نږدې و او عرب جغرافيه ليکونکي يې د ” الهند” د باچا په توګه راپېژني چې لقب يې ”زنبيل” و. یو بل کس ” رتبیل” هم د ذابل د باچا په توګه یادېږي چې یفتلي نژاد و. دوی د ” ژون یا ژونا” هندي اسطورې نمانځنه کوله چې د ملتان ” ادیتیا” او د تبت د عقیدو سره تړلي وو. نور څېړونکي وایی چې د ذابل باچاهان نه هندوان، نه بودایان او نه زردشتیان وو، بلکه خپله ځانګړی عقیده يې لرله. په ۵۶۵ م کې پارس او ترک ګډو ځواکونو د افغانستان زياتې برخې ونيولې نو زابلستان د کابل شاهانو په لاس کې شو.
د اميرمعاويه په خلافت کې عربانو څو وارې په زابلستان حملې وکړې خو هلته سخت مقاومت سره مخ شول. د ۶۵۰ م نه وروسته عربانو په سيستان کی یو پياوړی چاوڼۍ لرله. خو د سيمې خلکو خپله پخوانۍ هندو او بودایی عقیدې نه پریښودې. په ۷۰۰ م کې یو چینای، “هوی چاو” ليکي چې په زابلستان کی ډېر خانقاهونه او راهبان موجود دي او هلته د بودايانو لپاره حالت هم هغسې موافق و لکه چې په ګندهارا کی وه. د ” تنګی سفېدک” څخه موندل شوې يوه لرغونې ليکنه په ۷۲۴ م کی د زابلستان د يوې سټوپې په اړه معلومات ورکوی چې د “خوراس ” زوې ” الخيس” له خوا جوړه شوه. الخيس د ” ګاذان ” مشر و او برطانوي لرغون پوهه ” سيمز ويليم وايي چې د “الخون” د يفتليانو نوم ښکاری.
د زابلستان سفیرانو تر ۷۵۳ م “تانګ” (چين) ته سفرونه کول چې د مسلمانانو پر ضد ملا تړ واخلي. د زابلستان او کابلستان شاهانو پخپلو کې ناندرۍ وهلې خو ډېره موده د اسلامي لښکرو په مقابل یو ځای جنګیدل. بیا د زابلستان باچا، عرب کوماندان، سلم بن ذياد سره روغه او خپل لښکر يې اسلامي ځواک سره يو ځاې کړو.
په ۸۷۰ م کې د زرنج ” يعقوب سفاري ” چې د عربانو سره یو ځای شوی و، په زابلستان حمله وکړه، باچا يې ووژلو او زابليانو اسلام ته غاړه کېښوده. د زابل د وروستي باچا زوې ” لاويک” يا “لوياک” نوميدو چې د کابل شاهانو يوه شهزادګۍ يې مېرمنه وه. د اسلام د منلو سره دې د “ابوعلي لوياک” په لقب وپېژندل شو.
په ۹۶۳ م کې ترکانو، په غزني کې خپل حکومت جوړ کړو خو هلته خلکو لاویک نه مرسته وغوښته. ده غزني ته لښکر یوړو او د هغه ځای ترک باچا “پيرايي ” له ماتولو وروسته غزني بیا د زابلستان سره شوه. په يولسمې پېړۍ کې سبکتګين پر ګدۍ کیناستو چې يوه مېرمنه يې د زابلستان د شاهي ټبر څخه وه. غزني د يو خپلواک سلطنت په توګه اداره کيدو او ذابل خپل اهمیت د لاسه ورکړو. د فردوسي په شاهنامه کې ذابل او سیستان توري د يو بل متبادل کارېږي. په ایران کې د هامون ډند او شهر سوخته له کبله څه نا څه څېړنې وشوې. خو په افغانستان کې د دې سيمې تاريخ نیمګړی او د دې په غرونو کې د بوداي، برهمني او د بې شمېرو نورو عقيدو د خلکو نښې په خاورو کې پټې دي.
سرچينې
۱. زابل او د زابل مشران. علامه عبد الحۍ حبيبي. شل مقالې. د تاريخي جغرافيې برخه. علامه حبيبي وېبپاڼه. کواياما ۲۰۰۲ م مخ ۱۲۸.
۲. برهمني واکمني يا هند او کابلي شاهي. احمد علي کهزاد. افغانستان د تاريخ په رڼا کې. د اورنګزېب ارشاد ژباړه. دانش خپرندويه ټولنه مارچ ۲۰۰۱ م.
۳. يفتليان او خانان. رومن گرشمېن. ۱۹۴۸ م
۴. په افغانستان کې بودايي دين. د کوواياما مقاله. ۲۰۰۲ م. برټش لايبرېرې.
۵. په باختر او هند کې يونانيان. دبليو. ډبليو. ټارن. اېډنبرا. منشي منوهرلال خپرونې. ډېلي ( ۱۹۵۱) بيا چاپ ۱۹۸۰ م.
۶. د تنگي سفيدک لرغوني توکي او ليکنې. پروفېسر سيمز ويليم او ټامس لي. ۲۰۰۳ م مقاله.
۷. د فردوسي شاهنامه. ( پښتو ژباړه) ډاکټر صالح محمد زېری.۱۳۹۲ ش.
دا مضمون په ستمبر ۲۰۱۳م کې لومړي ځل خپور شو.