ډاکټر ګنډا سنګ

هر څوک چې د احمد شاه ابدالي په اړه څېرنې یا لیکنې کوي، د ګنډا سینګ کتاب مطالعه ورته ضرور ده. دا په ۱۹۵۲م کې د لیکوال د “پي ایچ ډي” ( ډکټوره) مقاله وه چې دوه کاله وروسته د ” احمد شاه دراني” په نوم په کتابي بڼه ډېلي کې چاپ شو.
ګنډا سنګ په ۱۵ نومبر ۱۹۰۰م د ختیځ پنجاب په هوشیارپور ضلع یو کلي کې وزیږېدو. د مور نوم يې حکم دېوي او پلار يې جوالا سنګ و. لومړۍ زدکړې يې په خپل کلي کې وکړې او بیا په ۱۹۱۹م کې د هوشیار پور د سرکاري سکول نه يې لسم وکړو. د لاهور په ” فورمین کرسچن” کالج کې داخل شو خو سبق يې پریښود او د هند برطانوي پوځ کې برتي شو. راولپنډۍ، پیښور او عراق کې پوځي خدمتونو لپاره لاړو خو دوه کاله وروسته پوځ يې هم پریښودو او د ایران په آبادان کې د تیلو یو برطانوي شرکت کې ملازم شو. هم هلته د ګنډا سنګ په ژوند کې بدلون راغلو ځکه د دې کمپنې منیجر برطانوي عالم آرنلډ ویلسن هغه وخت د فارسي کتابونو فهرست ( بیبلیوګرافي) جوړاو او د ګنډا سنګ فارسي زده وه. د ارنلډ سره يې علمي مرسته کوله او د یورپ په سفرونو کې يې ذهن روښانه شو. د تیلو کمپنۍ سره تر ۱۹۳۰م کار کاو او د مطالعې نه علاوه د لیکلو سره علاقه پیدا شوه. بیرته تلو نه وروسته یو کال د لاهور نه خپریدونکی یوې مجلې “پهلواري” مدیر او بیا د امرتسر خالصه کالج د سیک تاریخ د څېړنو د شعبې مشر شو. شا و خوا ۱۹ کاله يې د رامپور، بانکي پور، پټنې، کلکتې او ډېلي د کتابخانو څخه يې د خطي نسخو کاپیانې جوړولې او د خپل کالج کتابتون يې پرې غني کاو. د هند له وېش څخه وروسته ګنډا سنګ په ۱۹۴۹م کې د ” پټیالې او ختیځ پنجاب د متحده ریاستونو د آرکایوز مشر وټاکل شو. ده د اتو راجواړو او نوابیو نه سرکاري فایلونه، لیکونه او نور مواد راټول کړل. د پنجاب تاریخ لیکنۍ لپاره يې باوري فارسي خطي نسخې لوستلې او د سیکانو په تاریخ کې يې ګډوډي او ابهام لیرې کړل.
د ” د سیکانو لنډ تاریخ، د ۱۸۵۷م د هند بغاوت او په دې کې د سیکانو ونډه، حکم نامه، د بنده سنګ بهادر ژوند، د ۱۹۴۷م د وېش ډایري، په نندید کې د ګورو ګوبند سنګ مړینه او د ده د وراثت جاج، د ۱۸۳۹-۴۰م پنجاب، په پنجاب د انګریزانو تسلط، د ګورو نانک د ژوند او تعلیمات سرچینې، د ده مهم کتابونه وو.
په ۱۹۵۲م کې ګنډا سنګ د احمد شاه دراني د ژوند په اړه د څېړنو لپاره افغانستان ته لاړو. هلته په څو ښارونو کې يې د سیکانو ګوردوارې ( عبادتځایونه) ولیدل. په خپلې سفر نامې کې لیکي چې هغه وخت د شپږ او اوو زرو تر منځ هندو او سیک عقیدې خلک په کابل، غزني، کندهار او جلال اباد کې اوسېږي. په ځینو کلیو بانډو کې هم هندوان سیکان شته چې ټول افغانان او د خپلې عقیدې، عبادت او د خوراک ازادي لري. تعلیم مفت دی او فارسي- پښتو زدکړه لازمه ده. د دې هیواد ۹۸ في صده خلک مسلمانان دي نو ځکه په ښوونځو کې اسلاميات هم ښودل کېږي. په کومو سیمو کې چې هندو-سیک یا یهودان اوسېږي، هلته په سکولونو کې د دغو عقیدو دیني استادان يې ټاکلي وي چې خپل دین ورته وښایی. هر هغه ځای چې سیکان اوسېږي، ورته ګوردواره جوړه ده. په کندهار کې پینځه، کابل کې اوو، په غزني، جلال اباد او سلطان پور کې یوه یوه ګوردواره موجوده ده. په څو نورو ښاریو کې هم ګوردوارې شته دی. د افغانستان سیکان په خپلې عقیدې ډېر ټینګ دي او هره ورځ سهار ډېره په مینه، اجتماعي عبادت له ورځي. خپل مذهبي ورځې ډېر په جوش او عقیدت نمانځي. ګنډا سنګ د ” افغانستان دا سفر” کتاب په پنجابي ( ګورمکهي خط) کې ولیکلو. د احمد شاه دراني کتاب په انګریزي کې و خو تر اوسه اردو او پښتو کې ژباړل شوی دی. په ۱۹۶۲م کې ډاکټر ګنډا سنګ د پټیاله په پنجابي پوهنتون کې د تاریخ د مطالعاتو یوه شعبه جوړه کړه چې پخپله يې مشر و. د پنجاب د تاریخ په اړه ده په پوهنتون کې د څېړنو څو پروګرامونه جوړ کړل چې یوه شپږ میاشتنۍ څېړنیز مجله ” پنجاب، ماضي او حال” د ده په مدیریت کې خپریده. د ده په زیار، د پنجاب د تاریخ په اړه یو کالنۍ کانفرنس تابیا کیده چې پکې د پنجابي کلچر او تاریخ په اړه مختلفو نظریو او څېړنو ته ځای ورکاو.
په ۱۹۶۳م کې د پنجاب حکومت او په ۱۹۶۴م کې د امرتسر” شیروماني ګوردوارې” له خوا ګنډا سنګ ته د ده د علمي خدمتونو لپاره انعامونه ورکړې شول. په ۱۹۶۹م کې د علیګړه پوهنتون ورته افتخاري سند ورکړو او په ۱۹۸۳م کې د هند حکومت ورته د هیواد تر ټولو لوی ” پدم بهوشن” انعام ورکولو اعلان وکړو. خو ډاکټر ګنډا سنګ د احتجاج په توګه د دې له اخیستو انکار وکړو ځکه پوځ د امرتسر په طلایی معبد برید کړی و. د ده ۲۳ نه زیات علمي مقالې چاپ شوي دي.
ګنډا سنګ په ۲۷ دسمبر ۱۹۸۷م وفات شو او د وصیت سره سم هغه ټول شخصي کتابونه، مسودې، خطي نسخې او نقشې چې پټیالې کې د ده په وړوکي کور کې پراته وو، هلته “پنجاب پوهنتون” ته ورډالۍ کړې شول.

1 Comment

Add a Comment
  1. په زړه پورې مقاله ده،
    په ۲۰۲۳کال کې زه د پتیالې پنجابی پوهنتون میلمه وه، ما د ګنډا سینګ ټول آرشیف وکوت ، یوشمیریادښتونه مې هم ترې واخیستل اویوقلمي نسخه چې دبنودنوابانوپه اړه په اردو ژبه کښل شوې هم کاپی کړه، په دغه آرشیف په رښتیاهم ډیرتاریخي مواد راټول شوي چې زیاتره یې دده خپل یادښتونه وو، اوس د پتیالې پوهنتون چې د پتیالې پنجابي پوهنتون په نامه دی دکتابتون یوه لویه برخه دده د آثارواویادښتونوبرخه ده چې له بده مرغه زیاتره آثاریې مرمت اوترمیم ته اړتیا لري چې پاملرنه نه ورته کیږي ، ما دغه ستونزه د پوهنتون له ریس سره یاده کړه او وعده یې وکړه چې پام به ورته وکړي خودهغه وخت دخلاصیدو په حال کې و، نه پوهیږم چې اوس به یی حالت څنګه وی
    مقصد دپوهنتون نوم د پتیالي پنجابي پوهنتون دی نه پنجاب پوهنتون ځکه چې پنجاب پوهنتون په چندیګرکې دی.
    مننه درناوی
    رشید

Leave a Reply to رشید Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *