په وړکتوب کې به مونږ د کتابونو په دکان کې رنګا رنګ هجري کیلنډړ( جنترۍ) لیدل. په ځینو به الوتونکی اس جوړ و چې مخ يې
د یو ښکلی ښځې او په سر به يې تاج و. خلکو به ویل چې دا ” براق” اس دی او حضرت محمد (ص) ورباندې د معراج سفر کړی و. خو څوک خبر نه وو چې د براق مفکوره له کومه ځایه راغله ځکه په قران کې د دې زکر نشته.
په عربي کې “تالنده” یا اسماني رڼا، ځلا، پړک ته په عربي برق او صفت يې براق (بوراق) وي. د نړۍ لرغونو تمدنونو کې د داسې اس افسانه موجوده وه. د یونان په کیسو کې الوتونکی اس “پیګاسس” نومېږي. د مصر کنعان، فونیقیا او په سوریا کې د ۱۴۰۰ ق م کې جوړ مجسمې د انسان مخ او د اس وجود ښایی. د هندوانو په عقیده کې د ښکلی ښځې مخ، په سر يې تاج، دغوا وجود، طاوس یا مار لکۍ چې اژدها سر لري، په پښو کې پېکړی، جوړیدل. په مصر کې وجود د زمري او مخ د انسان و چې یوه بیلګه يې “ابوالهول” (سفنکس) دی.
د شمالي عراق په نمرود کې وزر لرونکی زمري د عاج څخه جوړې وړې مجسمې رابرسیره شوې. په الهامي دین لکه یهودیت کې عقیده وه چې یو الوتونکی اس به حضرت ابراهیم ( ع) سهار په کنعان کې د حضرت ساره له کوره، مکې ته بوتلو چې هلته بي بي هاجره او اسمعیل سره ورځ تېره کړي. ماښام به دی په هم هغه اس بیرته راتلو. مسلمانانو ترې دا روایت واخیستو او په بیت المقدس کې یو جومات “البراق” په نوم يې جوړ کړو.
داسې ښای چې د فونیقیا (ټیونس) خلکو د الوتونکي اس نقشونه جوړول. له هغوی دا یونان د مایسینیا خلکو ته کډه وکړه ځکه هلته پخوانیو هدیرو کې د داسې اس مجسمې رابرسیره شوې. د یونان نه دا روایت مصر او پارس ته ورسیدو. په پارس کې خلکو خپل پخواني روایات د اسلامي واقعاتو سره ورګډ کړل. لکه د د پنجې (لاس) نښه يې د بي بي فاطمه( رض) لاس وګڼله. د هخامیني وختونو الوتونکی زمری يې اس کړو او هندوستان ته يې یوړو چې هلته د مغلو په وخت يې شهرت وموندلو.