ایدهي


د ۲۰۱۶م جولای میاشت، د کراچي په سرکاري روغتون کې د ۸۸ کالو یو مرګی حال سپین ږيری وصیت کوي. که غړي مې روغ او د بل انسان پکاریدل نو له خښولو وړاندې رانه وباسئ. په ۸ جولای دغه بوډا عبدالستار مړشو نو سترګې يې یو نابینا ته ولګول شوې.
عبد الستار په ۱۹۲۸م کې د هند ګجرات په “بنتوا” کې وزیږېدو. کله چې ښوونځي کې داخل شو نو مور به ورله یوه پېسه ځان له او بله د خیرات لپاره ورکوله. دی د ۱۱ کالو و نو مور يې فلج شوه. عبد الستار د هغې خدمت لپاره سبق پریښودو. بیا ۸ کاله يې د مور ډوډۍ، لمبا، جامې بدلول او د نورو اړتیاو خیال ساتلو. په ۱۹۴۷م کې مور يې مړه شوه او هند وویشل شو. عبد الستار هم د زرګونو مهاجرو سره کراچي په یو بې وزله سیمه کې ژوند شروع کړو. ده په لارو کوڅو کې ټوکرخرڅول او ماځیګر د “میمن خیریه ټولنې” سره رضا کار په توګه کار کاو. میمن د سندهه کاروباري خلک دی او خپلو جماعتخانو نه یواځې میمن بې وزلو خلکو ته پېسه ورکوله. د عبدالستار دا تعصب خوښ نه شو او ټولنه يې پریښوده.
ده د خپل محلت خلک راټول کړل او د هغوی په چنده ( بسپنه) یو مفت کلینک يې جوړکړو. یوه ورځ عبد الستار خبر شو چې په ګنده ناله کې مړی موندل شوی و. دی هلته لاړو نو د مړی خپلوان هم موجود وو خو هیڅوک خوسا اوبو ته نه ورتلل. عبد الستار نالې ته ورښکته شو، مړی يې راوویستو، کورته يې یوړو. بیا يې د غسل، کفن او د جنازې نه علاوه قبر يې هم پخپله وکیندلو. یوه ورځ بازار کې يې د خلکو ګڼه ولیده چې پر زمکه زخمي حالت کې پروت یو سړي ته راټول وو. سړی هم هغسې مړ شو نو ده ته احساس وشو چې که یو ایمبولانس وای نو زخمي به يې روغتون ته رسولی وای.
په ۱۹۵۷م کې د چین د والګي (فلو) وبا ټولې نړۍ کې خپره شوه نو د کراچي په سړکونو به ناروغه او مړي پراته وو او حکومت ورته هیڅ نه کوو. ده په چندو، د لرګي بنچونه يې جوړ کړل او د طب پوهنځي نه يې ځوان محاصلین راوستل چې د خلکو علاج وکړي. ده د خیرات په پېسو ۹ مربع میټر کوټه د خپل دفتر لپاره واخیسته. مخ ته يې د اوسپنې یو ډبی کیښودو چې خلک پکې چنده واچوي. ماښام به يې له هغې څو پېسې راټولې کړې او اخر یو ایمبولنس يې واخیستو. په هغې يې خپل نوم عبد الستار ایدهي او ټیلیفون نمبر ولیکلو او په کراچي کې د زخمیانو او ناروغانو سره مرسته پېل کړه. دی پخپله ډرایورهم و او په دفتر کې د شپې ټیلیفون به يی د کټ سرته پروت و. هر وخت چې دا وغږیدو، ده به د زخمي د ځای پته ولیکله او پخپله به روان شو. مریض یا زخمي به يې روغتون ته ورساو او بیرته به راغلو. ده “ایدهي فاونډیشن” خیریه اداره جوړه کړه او په مرسته کې به يې د مسلمان او غیرمسلمان فرق نه کاو.
د هند نه د ده څو ملګري یورپ ته تللي وو او د هغوی په مرسته دی یورپ ته لاړو. د چندو راټولولوسره يې د یورپ “سوشل ویلفیر” سیسټم ولیدو. بیرته لاړو نو ۲ لکه روپۍ ورسره وې چې په هغې ایدهي فاونډیشن يې رجسټر کړو. د بې وزلو ښځو لپاره يې زیږنتون پرانستو چې یوه نرسه يې بلقیس نومیده. دی د خپل دفترسره نزدې په یو وړوکي اپارټمنټ کې اوسیدو او داسې رضا کاران يې اخیستل چې د خلکو په خدمت خوشاله وو. بلقیس هم دغسې خدمتي نرسه وه او په ۱۹۶۵م کې هغې د عبد الستار د واده خواست ومنلو، سره له دې چې هغه ترې ۲۰ کاله کشره وه. د ده څلور اولادونه دوه زامن او دوه لوڼې دي. یوه ورځ د سهار لمونځ لپاره جومات ته ورغلو نو هلته په دروازه چا نوی زیږېدلی ماشوم پریښې و. یو کس د ماشوم وژلو لپاره تیار شو نو ایدهي يې لاس ونیولو. هغه ماشوم يې یوړو او د خپل اولاد په شان يې رالوی کړو.
د ۱۹۷۰ په لسیزه کې دی د پاکستان ټیلویژن مشهور پروګرام ” نیلام ګهر” کې ښکاره شو نو د یو مړي جامې يې اغوستې او په پښو کې يې د ربړ څپلکې وې. خپله کیسه يې وکړه چې یوه ورځ ایمبولنس په سره اشاره په چوراهي کې ولاړ و. شیشه مې خلاصه وه چې یو کس په منډه راغلو، غوټه يې راته په زولۍ کې وغورځوله او ورک شو. وروسته چې مې هغه غوټه پرانسته نو پکې د سرو زرو ګاڼې وې. ایدهي فاونډیشن د یورپ نه علاوه عرب ملکونو نه هم چنده راټولوله. په ۱۹۸۰م کې دی په سړک د سوریا نه لبنان ته تلو نو د اسرایل عسکرو ونیولو. ډېر وخت له توقیف وروسته يې پریښودو. ایدهي به چرې اوزګار نه کیناستو او د ښار په کوڅو کې د پېسو راټولول ورته شرم نه و. عبد الستارد کراچي په سختو شخړو کې هم بې له ویرې هغو سیمو ته ورتلو چې ډزې به پکې کیدی. دده په ورتلو به ډزې بندې شوې او ده به مړي او زخمیان راټول کړل. په پاکستان کې هر ځای د ده څېره پیژندل کیده.
میرمن بلقیس وایی چې یوه شپه دوی کره څوک راغلل او د سمندر پرغاړه شته منه سیمه “کلفټن” کې جوړ د دوو لویو کورونو چابیانې (کیلي) يې راکړې چې دا زه ایدهي فاونډیشن ته خیرات کې ورکوم. دغه نوي جوړ شوي کورونه دومره لوی وو چې پکې مو د جینکو مدرسه او وړکتون جوړ کړل.
د فاونډیشن پېسې په بیلا بیلو برخو، ایمبولنس، د لاوارث مړو کفن او خښول، د سیلاب زلزلو او نورو افتونو په وخت مرسته، د بوډاګانو او یتیمانو لپاره خوندي کورونه او لیونتون لګښت پوره کوي. د دوی ۱۸ خوندي کورونه دي.
بلقیس په یو مرکه کې وایی چې دوی سکهر ته د چا په موټر کې د شپې یو واده ته تلل. په لاره بیدیا کې وسله وال ډاکوانو د دوی موټر ودراو او یو خوشی ځای ته يې د تلو اشاره وکړه. هلته زمونږ په شان د څو موټرو له خلکو غلو سامان شوکاو. یو کس زمونږ ډرایور او ایدهي له ګاډي بهرکړل. د دوی جیبونه يې تش کړل. د یو ډاکو ایدهي مخ ته ځیر شو او یو جیپ ته ورغلو. هلته نه یو بل ډاکو راغلو او د چورباتۍ ( ټارچ) رڼا يې پر مخ واچوله. بیا يې پوښتنه وکړه چې ته عبد الستار ایدهي يې؟ ده ورته وویل چې آو. هغه کس وارخطا خپلو ملګرو ته امر وکړو چې ټولو ته لوټ شوی سامان واپس کړئ. بیا د عبد الستار لاسونه يې ښکل کړل او بخښنه يې ترې وغوښته. کله چې ټول ګاډي له هغه ځای روانیدل نو ډاکوانو ایدهي ته ۲۰ لکه روپۍ ورکولې. هغه له اخیستو ډډه وکړه نو ډاکو ورته وویل،” کله چې زما په شان ګناهګار د پولیس سره په مقابله کې ووژل شي نو خپلوان مو هم زمونږ مړی د خښولو لپاره نه اخلي. دغه ایدهي دی چې زمونږ مړی لمبوي او کفن دفن راته کوي.
ایدهي ټول ژوند د حکومت نه پېسه نه غوښتله نو ځکه په سیاسي او دینی ګوندونو يې په ډاګه نیوکې کولې. دی پخپله د شرع پابند مسلمان او د ملایانو منافقت لیدلی و چې ټوله ورځ په نصیحت تېر کړي خو په عمل کې ټولنې ته څه ګټه نه رسوي. ایدهي د کټاس ملایانو له خوا وګواښل شو چې د نورو مذهبونو خلکو سره ولې مرسته کوي. خو تبلیغي جماعت او نورو د ده ملاتړ کاو. د پاکستان نه بهر هم د ایدهي فاونډیشن مرستو لپاره وړاندې وي. په ۱۹۸۵م کې د ایتهوپیا د وچکالۍ ذپلو لپاره مرسته واستوله. په ۱۹۹۰ م کې دی د پاکستان مدر ټریسا په لقب مشهور شو خو د ټریسا کارونه تر کلیسا او ترهند محدود وو او ایدهي د مذهبي تعصب نه بغیر د نړۍ هر ګوټ کې د خلکو مرستې ته تیار و. ده عرب ملکونو، قفقاز، ختیځ یورپ او امریکه کې هم د لویو فاجعو په وخت مرسته لیږلې ده. ایدهي فاونډیشن تر اوسه ۲۰ زره بې سرپرسته ماشومان ژغورلي، د ۵۰ زرو نه زیات یتیمانو ته سرپرست او کورنې موندلي دي او ۴۰ زره نرسان يې روزلي دي. ذهني او فزیکي معذور کسانو لپاره کلینکونو او نشیانو د تداوي مرکزونو نه علاوه په کلی والو سیمو کې د دوی ۳۳۰ ځایونه هره ورځ بې وزلو ته مفته ډوډۍ ورکوي.
په ۲۰۰۰ م کې ایدهي فاونډیشن ” گنیز بک آف ورلډ ریکارډ” په نړۍ کې تر ټولو لوی شخصي ایمبولانس سروس ( ۱۸۰۰) لپاره نوم وګټلو. په ۲۰۰۵م کې دوی د “کټرینه طوفان” زپلو لپاره امریکا ته ۱۰۰ زره ډالر چنده ورکړه. په ۲۰۰۶م کې دی د ټورنټو په هوای میدان ۱۶ ساعته او په جنوري ۲۰۰۸م په نیویارک هوای میدان کې ۸ ساعته توقیف و. د ژورنالیسټانو په پوښتنه يې وویل چې یواځینی سبب کیدایشي چې زما ږیره او جامې وي. ده سره ټول ژوند د دوه جوړه جامو نه زیات څه نه وو او د فاونډیشن نه يې معاش نه و اخستې. د ده ژوند لیک ” ترټولو شته من بې وزله سړی” نومېږي.
په ۲۰۱۴م کې د ایدهي په یو دفترد مهاجر قومي مومنټ (الطاف حسین) ډلې حمله وکړه او هلته نه ۵ لکه ډالر يې چور کړل. د ایدهي یو قول دی چې “خلکو تعلیم وکړو خو انسانان نشول.” د ده په ژوند ورته
۱۶ نړیوال انعامونه او ۱۳ پاکستاني اعزازونه ورکری شول. تر ټولو لوی ” ګاندهي امن” انعام و. ایدهي اوس په ۸ ملکونو کې مرکزونه لري چې امریکه کاناډا او برطانیه هم پکې شامله ده.
په ۲۰۱۶م کې دی د کراچي په “ایدهي کلی” کې په پوره پوځي درناوی خښ کړې شو. د پاکستان ملي بینک د ۵۰ روپو یوه سکه د ایدهي د نمانځنو لپاره جاري کړه او د د سمندر یوه غاړه هم د ده په نوم نومول شوه. د ده میرمن بلقیس او اولادونو يې د فاونډیشن کارونه جاري ساتلي دي. د ایدهي یو قول دی چې په هره ټولنه کې ۳ ډول خلک وي. وژونکي، نندارچیان او مرسته کوونکي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *