جېپال د هستپال (هټپال) زوی د بټهنډه (ختیځ پنجاب) کهشتری (راجپوت) شهزاده و. ځینو تاریخونو کې دی د برهمن لوړی طبقې باچا ګڼل شوی دی. راجپوت واکمنو د کشمیر نه تر سرهند او لاهور نه تر کابل حکومت کوو. په کابل کې د “کلار” ټبر وروستي هندو شاه بهیم دیو، زوی نه لرلو او جېپال يې خپل ځای ناستی ټاکلې و. خو دده په مړینې ساماني (ترک) جنګیالو د افغانستان په خاوره حملې پېل کړی. منهاج الدین د جېپال په اړه لیکي، ” هغه د هندوستان تر ټولو لوی ریئس و.” په ۹۶۰م کې د ده لقب “جیاپاله دیوا شاهي” و. د سوات د بریکوټ په یو ډبر لیک د ده مکمل لقب داسې لیکلی دی. “پراما بهترکا مهاراجه دهیراجه سری جیایاپاله دیوا”.
له ۷ تر ۹ پېړۍ غزني کې د لاویک یا لویاک ټبر حکومت کوو. دوی د زابل او د کاپیسا واکمنو سره خپلوي لرله. د عربانو په حملو کې دوی اسلام منلی و خو د “هندو شاهانو” سره يې اړیکی نه وې شلولې. د ترکانو پرله پسې حملو کې ذابل ترک غلامانو لاس ته ورغلو چې الپتګین پکې برلاسی و. د ذابل د حاکم زوی، ابوعلي لویاک د پوځي مرستې لپاره هنډ (وېهند) ته ورغلو چې جیپال نه مرسته واخلي. فرشته لیکي ” کله چې افغانانو ولیدل چې د الپتګین نه د خلاصي لاره نشته نو هغوی د جېپال نه مرسته وغوښته.” راجه پوهیدو چې د هندوستان پوځ به د غرونو یخني نشي زغملی نو د ملتان “بهاطنه” (بهاټیه) راجه په مشوره شیخ حمید (لودي) د افغانانو مشر وټاکلو. د فرشته په قول، ” له هغه وخت افغانانو کې د حکومت او د سلطنت سلسله پېل شوه.”
د الپتګین له مړینې وروسته په ۹۷۷م کې سبکتګین غزني کې باچا اعلان شو. شیخ حمید ورته پیغام واستاو چې مونږ د یو دین منونکي یو او پکار نه ده چې جنګ وکړو. که د مسلمانانو(ترک یا عرب) لښکر په هند حمله کوي نو افغانانو ته دې څه تاوان و نه رسوي. سبکتګین د شیخ حمید خبره ومنله او افغانان په امن شول. د حبیبی په قول دغه روغه په ۹۸۰م کی وشوه.
د جېپال په پوځ کې د هرنسل خلک شامل وو. د هغه یوه ماڼۍ د جهلم سره نزدې په “نندره” کې وه. د ۱۰ میلادي پېړۍ یو لیکوال مبارک شاه غوری ( فخرمدبر) لیکي چې ” د راجه جیپال په دربارکی یو افغان، د “نندره” کوټوال وو. ادیرا نومی دغه افغان د جیپال نه په ویره و ځکه یو ځل يې تری پوښتنه وکړه چې تا د غوا غوښه خوړلې ده؟ ده ورته وویل چی ما نه ده خوړلي خو پلار او نیکه می خوړلي ده. نو داسی یی وګڼه لکه ما چي خوړلي وي. ادیرا، د راجه جیپال له ویري، وروسته غزني ته وتښتیدو او سلطان محمود ته یی د بګرام (پیښور) د کلا حال وویلو.”
په ۹۸۶م کی د جېپال سردارانو غزني ته د لښکر وړلو مخالفت کوو خو جېپال ورسره و نه منل. کله چې د هغه لښکر څرخ (لوګر) ته ورسیدو نو هلته سبکتګین په یو لنډ جنګ کې د هند لښکر مات کړو. جېپال د روغې وړاندیز وکړو چې د سبکتګین ځلمي زوی محمود نه منله. خو جېپال ورته پیغام ورواستاو چې راجپوت د “جوهر” دود نه وروسته جنګ ته وردانګي او د خپل ژوند تر پای توره د لاس نه نه غورځوي. سبکتګین د روغې په بدل کې ترینه ۱۰ لکه درهم او ۵۰ هاتیان(پیلان) وغوښتل. جېپال د ضمانت لپاره خپل یو وزیر (دولت) غزني کې پریښودو او پخپله د سبکتګین څو کسان يې له ځانه سره بوتلل چې بونګه ترې راوړي. په جهلم کې د جېپال برهمن درباریانو د هغو کسانو د یرغمل نیولو مشوره ورکړه چې د ترکانو قهر يې را پاره کړو.
جېپال د یو لوی جنګ لپاره د ډېلي، اجمیر، کالنجر، او د قنوج راجه ګانو نه مرسته وغوښته. جېپال د ۱۰ زره پوځ (ځینې تاریخونه دا شمیره یو لک ښایی) سره په ۹۹۱م کې د لغمان سیند پرغاړه دویم وار افغان پوځ ته مخامخ شو. سبکتګین په یوې غونډۍ ولاړ د هند لوی لښکرجاج اخیستو چې د یو سمندر په شان ورته ښکاریده. خو خپلو سردارانو ته حوصلې لپاره يې ویل چې دا پسونه دي. هغه خپل جنګیالي د ۵۰۰ کسانو په ډلو وویشل. دوی ته يې امر وکړو چې د جیپال د پوځ یوې برخې سره به جنګ کوي او کله چې ستړې شي نو شا ته به بله ډله د دوی ځای نیسي تر څو د دشمن هغه برخه مکمل ستړې او بې توانه کړي. د جېپال له لښکر په زرګونو “افغانان او خلجیان (غلجیان) د سبکتګین په لښکرو کې داخل سوه.” دا خلک تر هغې د جېپال سره مله وو. د پنجاب په تاریخ کې وایی چې د جېپال لښکر په طوفان او سیلۍ د لاسه وذپل شو، ډېر اسونه يې مړه شول. سبکتګین څو کاله په بلخ او نورو ځایونو کې بوخت شو. په ۹۹۷ م کې د ده له مړینې وروسته محمود خپل وروڼه ووژل اود پلارپه ګدۍ کیناستو. ده د هندوانو عبادت خانې ورانول خپل فرض ګڼلو. یوه حمله يې په جلال اباد وکړه او هلته نه نیم میلین دینار لوټلو نه علاوه د هډې په بودایی معبد کې د نذر سرو زرو تبرکات او لوښي هم د ځانه سره یوړل. البیروني، عتبي او جوزجاني د محمود غزنوي د لوټمار تفصیل ورکری دی.
د ۱۰۰۱ م په مني کې سلطان محمود ۱۵ زره سپارو او بې شمیره پلي پوځ سره له ګومل درې پیښور ته ورسیدو. هغه څه موده په انتظار و چې جېپال به مقابلې ته را ووځي خو هغه د افغانانو ملاتړ د لاسه ورکړی و. اخر په ۲۷ نومبر غزنوي لښکر یوه لویه حمله وکړه او په سخت جنګ کې د جېپال ۵ نه تر ۱۵ زرو پورې پوځیان ووژل شو. په زرګونو خلک چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، غزني ته يې واستول او هلته لکه د مرئیانو خرڅ شول.
جېپال د خپلو ۱۵ سردارانو سره څو میاشتې قید و. د دوی له غاړو امیلونه وشوکول شو چې یو یو يې ۱۸۰ زره دینار قیمت لرلو. د راجه ټول ټبر سلطان سره یرغمل و تر څو هغه ۲ نیم لکه درهم ( یوه سکه۱۲۰ ګرام سره زر) ورته ورکړل. د راجه ۴ لکه طلایی سکو او نورو قیمتي توکو د سلطان محمود خزانه ډکه شوه. خو د جېپال د وخت سرو او سپینو زرو سکې ورکې شوی. په دغو سکو یو مخ غویی او بل مخ په اس سپور کس جوړ و او ورسره “سمانته دیوا” توری کښل شوی و. دغه غیرتي باچا تخت خپل زوی انند پال ته پریښودو او د هندوانو د دود سره سم ځان يې وسیزلو.
صفیه حلیم
سرچینې
۱. تاریخ فرشته. محمد قاسم فرشته. اردو ژباړه- عبد الحی خواجه او ډاکټرعبد الرحمن. المیزان خپرونې.لاهور ۲۰۰۴م. ۴۷-۴۸-مخ
۲.غزنویان. سي-اي بوس ورت. د مرکزي ایشیا د تمدن تاریخ (څلورم ټوک) یونیسکو خپرونې. ۱۹۹۸م ۱۰۳ مخ.
۳.د غزنی لویاک واکمنی. د علامه عبد الحی حبیبي مقاله. له ویبپاڼې.
۴. تاریخ پنجاب- د لرغونی وخت نه تر اوسه. سید محمد لطیف ( ۱۸۹۰م) اردو ژباړه تخلیقات لاهور. ۱۹۹۴م
۵.د افغانستان پیښلیک. پوهاند عبد الحی حبیبي(لومړی ټوک) د بیهقي کتاب خپرولو موسسه- کابل د افغانستان جمهوریت.۱۳۵۳ش.۳۰ -۳۲مخ