څلوېښتي- قرنطین


په اطالوي ژبې کې “کورانټه ژیورني” څلویښت ورځو یاني څلویښتي ته وایی.
د پښتنو په کلچرکې د مړي څلوېښتي او د ماشوم زیږولو نه وروسته، نوی مور تر څلویښتو ورځوکور کې ساتل ضرورګنل کېږي. د هندو سادهوانو، مسلمان پیرانو، بودایی او مسیحي راهبانو “چله” هم دغه څلوېښتي یا قرنطین وي . په عیسایی او مسلمان عقیده کې د نوح کشتۍ ۴۰ ورځې په اوبو کې راګیره وه. حضرت عیسا(ع) کله چې دشتو ته ووتلو نو ۴۰ ورځې روژه و او داسې نور.
په ۱۳۴۸م کې د اطالیی لوی ښارونو، میلان او وېنس کې د ” طاعون”وبا په لکونو انسانان ووژل او لوی شمیر نورو ښارونو ته وتښتیدل. هغه وخت هیڅوک د وایرس او بیکټیریا نه خبر نه وو. خو دا يې ولیدل چې ناروغي د یو انسان نه بل ته ژر کډه کېده.
د وېنس ښار هغه وخت د نړۍ وال تجارتي مرکز و نو حکومت امر وکړو چې د بېړۍ مال به په بندر کې پاکولو نه وروسته، خلکو ته ورکوي. مسافرو لپاره د وېنس سره نزدې یو ټاپوګي کې يې روغتون جوړ کړو چې بهر نه ورغلي خلک ۴۰ ورځې له نورو لیرې پاتې شي. په ۱۳۷۷م کې د ایډریاتیک بندر “راګوسه” کې دا قانون جوړشو چې بېړۍ به یوه میاشت د “مرکن” نومې ټاپوګي کې لنګراچولې و. دغه میاشت “ترنتیونو” نومیدو. خو اطالوي ډاکټرانو او چارواکو دا موده به پخپله خوښه لنډه یا اوږده کړله.
د کورونا زپلو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړې کېږي چې ځان له نورو خلکو ګوښه کړي. خو بیا هم ورته د ” قرنطین” ټکی کاروي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *