د ایران (پارس) څلورم لوی سلطنت په ۳ میلادي پېړۍ کې واک تر لاسه کړو او ۲۲ باچاهانو يې د ۴۰۰ کالو نه زیاته موده حکومت وکړو.
ساسان د اصطخر(شیراز) ذردشتي ملا و چې بازنګی صوبې د امیرلور سره واده کړې و. د ده نمسي اردشیر په ۲۲۴م کې یو بغاوت د لارې پارتيانو نه تخت واخیستو. تر ۲۷۲ م د ده زوی شاه پورد عراق او سوریا زمکې رالاندې کړې خو د ده زامنو تر منځ مخالفت کې هرمز د یو کال واک نه وروسته د بهرام په لنډ باچاهۍ کې د یو نوي دین مبلغ “ماني” ووژل شو.
په ۲۷۵م کې (دویم) بهرام د نیکه ګټل شوی خاوره روم او ساکایانو ته وبایلله. دریم بهرام ۴ میاشتې حکومت نه پس مړ او دده ورور “نرسی” باچا شو. په ۲۹۷م کې ده خپلې ۵ صوبې روم ته وبایللې نو زوی “هرمز” تاج په سر کړو. د ۴ میلادي پېړۍ تر پېل د دربار په سازش “اذرنرسی” څو میاشتې باچاهۍ نه وروسته قتل شو. ورپسې شاهپور راغلو. دی د مور په خیټه کې د تخت وارث اعلان شوی و او د ۱۶ کالو په عمر کې يې د حکومت واګې ونیولې. وروسته يې مور د ده لپاره باچاهي کوله. دی دومره ځواکمن و چې په ۳۶۴م کې د روم ورته خپلې سیمې بیرته ورکړې. په شیراز کې د ساساني دور د تیږو نښې د باچاهانو د فتوحاتو او روم سره د دوی د جنګونو حال وایی.
له ۳۷۹م کې څلور باچاهان “اردشیر (دویم) شاهپور (دریم) بهرام (۴) او “یزدګرد” پرله پسې لنډ وخت له حکومت وکړو. ساساني باچاهان به په وریښمینو جامو طلایی کمر بند تړلې، غوږوالۍ، کړی، امیلونه په غاړه، په لاس زرین امسا، پرتخت کیناستل. د تخت نه ۱۰ قدم وراخوا دربار امیران به ولاړ وو. د خلکو دعوی به په دربار کې اوریدل کیده خو باچا به يې په سترګو نه لیدو ځکه د تخت مخې ته به یوه وریښمینه پرده ځړیده.
په ۴۲۰ م کې د یزدګرد مشر زوی بهرام چې د یو عرب سردار په کور کې لوی شوی و، پر تخت کیناستو. دی د ښکار شوقین و او په تاریخ کې د بهرام (۵) ګور په نوم شهرت لري. ساسانی مملکت هغه وخت په ۴ انتظامي برخو ویشلی و چې ” پاوګس” نومیده او د هر برخې پاوګسبان د باچا نه وروسته ځواکمن کس و.
په ۴۴۰ م کې “یزدګرد (۲) باچا شو او دده له مړینې وروسته په زامنو فیروز او هرمز د یو بل سره ونښتل. هرمز دوه کاله باچاهي وکړه او فیروز د ده په وژلو واک ته ورسیدو. دی په بلخ کې د یفتلیانو سره جنګ کې سر وخوړو نو کشر ورور “بلاش” راغلو. د “قباد” په حکومت کې “مزدک” د نوی دین تبلیغ شروع کړو چې اشتراکیت ته نزدې و. په ۴۹۸م کې قباد بندیخانې کې او د ده ورور ” زماسپ” پر تخت کیناستو خو قباد وتښتیدو او د یفتلیانو په مرسته بیرته باچا شو.
په پارس کې د ساساني ټبر نه علاوه د پخوانیو باچاهانو د نسل ۷ نورې کورنۍ هم پاتې وې. په دوی کې ۴ د “اشکانی” ټبر او نور۳ پارتی شهزادګان وو. دوی “دیس پوران” نومیده چې لوی موروثی زمکې ورسره وې خو د خرڅولو حق يې نه لرلو. د دوی خپل القاب وو لکه نهاوند کې “قارن” سیستان کې “سورن” ری کې ” اسپندیار” ګرګان کې “اساسپه بذ” او پارس کې “مهران”. دوی به خپل پوځ ساتلو چې د اړتیا په وخت به باچا ته يې ورکاو. په ساساني دوره کې د زمکې حاصل ۳ نه تر ۶ برخه مالیه حکومت اخیسته چې “خراک” (عربی خراج) نومیده. یهودانو او مسیحیانو به بیله مالیه ورکوله چې “جزیات” (عربی جزیه) نومیده. د دې نه علاوه په ولسی میلو کې به “نذرانه” هم اخیستل کیده.
د قباد کشر زوی خسرو د نوشیروان عادل په لقب مشهور دی خو دده لاسونه د خپلو وروڼو او نورو شهزادګانو نه علاوه “مزدک” او د ده ۱۰۰ زره مریدانو په وینه ککړ وو. ده په ۵۳۳ م کې د روم سره روغه وکړه او په ۵۶۲م کې د ترکانو “ایل خان” په ملاتړ یفتلیانو نه د افغانستان تر شمال سیمې ونیولې. د بغلان په یو غونډۍ د هغه وخت نقش “شاهمرک” اوس هم لیدل کېږي.
په ساساني دور کې “پهلوی ژبې پرمختګ وکړو او په سکو او کتیبو به يې دغه ژبه کښله. د سپرلي نوروز او د خزان ” قهرګان” جشن به يې په شان نمانځلو.
نوشیروان د عربانو په مرسته د یمن حکومت نسکور او هلته يې خپل ګوډاکی باچا کینولو. په ۵۷۹م کې د ده زوی هرمز خپل یو پوځي جنرل د لاسه قتل او خسرو پرویز باچا شو. ده ته د اسلام پیغمبر جضرت محمد ص په ۶۲۷ م د اسلام بلنلیک وراستاو نو په قهر يې هغه لیک څیرې کړو. هم هغه کال دی د خپل زوی سره درباریانو ووژلو.
ساساني سلطنت په ختیځ او لویدیځ کې یوه پراخه سیمه لاس کې لرله. د دوی د حکومت مرکزي ادارو ته به يې “دیوان ” او د دې مشر به ” صاحب دیوان” و. د هر اقلیم مشر ته به يې “فرماندار بزرګ” ویل. د ملایانو مشر ” موهزان موهزه” نومیدو چې د قاضی دنده هم سر ته رسوله. د پوځ مشر “سپه بذ”، د ښار کوتوال “دبیربذ ” نومیدو. د باجګذار صوبو مشر “شترتاران یا “شهر واران” نومیده. د ساساني ټبر شتر واران به د ” شاه” لقب هم کارولې شو. پوځ د اس سپارو، غشي ویشتونکو، او د توری د ماهرانو نه جوړیدو. خود- زره- جوشن، ګرز- تبر- توره او سنګین د جنګ توکي وو. د ۱۵ نه تر ۵۰ کالو سړي به د جنګ په وخت په زوره وړل کیده. پوځ سالار په هر جنګ کې “درفش کاویانی” بیرغ ځان سره وړلو.
د خسرو زوی قباد (دویم) خپل ټول وروڼه ووژل او روم سره يې روغه وکړه. دی د طاعون په وبا مړ شو او دوه خویندی يې پرله پسې باچهي پر تخت کیناستې. په پارس کې د لور زیږیدل عیب و او باچاهانو به د خپل خور یا لور سره واده روا ګڼلو. په ۶۳۴م کې د خسرو پرویز نمسی کیخسرو باچا شو خو دری کاله وروسته د قادسیه میدان د ساساني واک ته لوی ګوزار و. یزد ګرد په ۶۵۱م کې د مرو (ترکمانستان) سره نزدې ووژل شو او په ۶۴۲م کې نهاوند جنګ د ساسانیانو وروستۍ سلګۍ شوه.