په ۱۹۹۲ م کې د کرکټ نړي واله ( ورلډ کپ) لوبه په دې تاریخي وه چې په لومړي ځل لوبغاړو ته د سپین نه علاوه رنګین یونیفارم د اغوستو اجازه ورکړې شوه. په لومړي ځل لوبه د شپې لویو رڼاګانو کې وشوه او په لومړي ځل د “سپین” رنګ غونډوسکي سره لوبه وشوه. په لومړي ځل جنوبي افریقه ته د ۲۱ کالو له بندیز وروسته بیرته لوبو کې د ګډون اجازه ورکړې شوه. په لومری ځل و چې د کرکټ ورلډ کپ په جنوبي کره کې دوو ملکونو آسټریلیا او نیوزي لینډ کې تر سره شو. په لومړي ځل د لوبې ۸ غړو ملکونو، آسټریلیا، انګلینډ، سری لنکا، هند، پاکستان، نیوزی لینډ، ویسټ انډیز او جنوبي افریقه ته دا شرط کیښودل شو چې دوی به د نورو ټولو ټیمونو سره لوبه کوي چې ۲۸ لوبې کیدی او “راونډ رابن” نومیده. د باران په حالت کې د بیټنګ ټیم د منډو اصول بدل شو او د یو په ځای دوه سیمي فاینل او یو فاینل میچ و. زمبابوی هغه وخت یو معاون ټیم په توګه پکې ګډون کاو.
د ۲۲ فروري نه تر ۲۵ مارچ دغه لوبې د کرکټ مینه والو هم هغسې په شوق لیدل لکه چې اوس په افغانستان کې ورته د خلکو تلوسه وي. په ۲۱ مارچ پاکستان نیوزیلینډ ته او انګلینډ جنوبي افریقه ته په ماتې ورکولو فاینل ته ورسیدل. د پاکستان صدر ضیاءالحق عمران خان ته بیا د لوبې او د ټیم کپتاني ورکړې وه او په ۲۵ مارچ د ده ټیم په ۲۲ منډو انګلستان ته په ماتې ورکولو ورلډ کپ وګټلو .
د بی بی سی نړۍ وال خبرونو بولیټن ساعت په ساعت بدلېږي او تر نیمې ورځې د کرکټ خبر په سر کې و. زه چې په هغه ورځ د خبرونو کوټې کې پخپل میز د خبرونو ژباړې لپاره کیناستم نو ایډیټر راته وویل، که په نړۍ کې څه بله مهمه پیښه ونشوه نو کرکټ به د سر خبر وي. زه وارخطا شوم ځکه زمونږ په شعبه کې د افغانانو که د یوې لوبې نه بد راتلل نو هغه کرکټ و. هر چا به کوشش کوو چې د نورو مهمو خبرونو په پلمه د کرکټ خبر ایسته کړي. زمونږ مشر پروډیوسر به ویل چې ” افغانستان کې څوک کرکټ نه پیژني.” کله کله به يې پیغور راکوو چې ” تاسو د انګریز غلامان یئ.” زما د پاره د تکلیف خبره دا وه چې د کلونو راهیسې مو د کرکټ لوبه په ټیلویژن لیدله. دا ټیلویژن نه وړاندې په ریډیو به مو د لوبې حال اوریدو. ورور سره به مې په دې بحث و چې ظهیر عباس “ایل – بي ډبلیو” و او که نا. په ژبه کې د “چهکا” ( شپیز) او چوکه ( څلوریز) ټکي عام وو. د کور کار به مۍ پوره کړو نو مور ته به مې ویل، ” یو اوور وشو.” جاوید برکی، ماجد خان، انتخاب عالم، سرفراز نواز او ظهیرعباس زمونږ اتلان وو.
د خبرونو بولیټن مې پوره شو نو د سر خبر په اړه راته ایډیټر وویل چې د کرکټ خبر به ارو مرو اخلې. ما د دوو نورو نړۍ والو خبرونو سره دریمه سریزه د کرکټ د نړۍ وال لوبو واخیسته. سټوډیو ته لاړم، خبرونه مې وویل او چې بیرته دفتر ته راغلم نو ټول همکاران د میز چاپیره راته د غونډې لپاره ناست وو. دغه غونډه به هره ورځ د خپرونې د “ارزیابي” لپاره وه چې د ژبې د تیروتنو، مرکو د سوال جواب او د یو خبر د اخیستو یا نه اخیستو په اړه به بحث کیدو. په ۲۵ مارچ ۱۹۹۲ م غونډه د کرکټ د خبر په اخیستو وه. دغه خبره بیا بیا وشوه چې په افغانستان کې څوک کرکټ نه پیژني نو ولې مې دا خبر واخیستو. ما پخپل دفاع کې ورته یاده کړه چې د پښتونخوا په مهاجر کیمپونو کې ځوانان کرکټ کوي. د ناصر باغ او کچه ګړۍ په کیمپونو کې دېوالونو په چونه لیکل شوی “افغان کرکټ کلب” ما پخپله لیدلي و. خو همکارانو راسره نه منل. اخر مې ورته وویل چې د نیوز روم ایدیټر راته ویلي وو. هغه مشر پروډیوسر لاړو د خپل میز نه يې نیوزروم ته ټیلیفون وکړو او ښایسته انګریزي کې ورته وویل چې د کرکټ خبر زمونږ لپاره مهم نه دی. افغانستان کې جنګ دی او څوک دغه لوبه نه پیژني.
څه موده وروسته هغو مشرانو تقاعد وکړو او زه مدیره شوم. د ځوانانو پروګرام مو شروع کړو او د دې یوه برخه “سپورټ” به اوونۍ کې یو ځلې د کرکټ نه علاوه د نورو لوبو حال هم ورکاو. سمیع یوسفزي به د جلوزو، کچه ګړۍ او د ناصر باغ د کرکټ ټیمونو د لوبې راپور ضرور رالیږلو.
د کرکټ ورلډ کپ د یوې ورځې لوبه وي چې په لومړی ځل ۱۹۷۵ م کې انګلستان کې وشوه. څوک څه خبر وو چې په ۲۰۱۵ م کې د دې ۱۱ لوبه کې به د افغانستان ټیم هم ګډون کوي. یو پخواني همکار چې سن يې اوس ۴۰ شا و خوا دی، څو ورځې وړاندې راته وویل چې ” زه د کرکټ په لوبه نه پوهیږم خو د دې لپاره ګورم چې زمونږ ټیم يې ګټي او که نا؟” یو ملګرې راته د امان الله خان د وخت تور او سپین عکس راواستاو چې ” وګوره مونږ د پاکستان نه وړاندې په کابل کې کرکټ کاو.” په عکس کې یو کس په لاس د “بېس بال” د لوبې لرګی دی چې افغانستان کې ورته “توپ ډنډه” وایی. د افغانستان د کرکټ لوبغاړو ډېر په سختو شرایطو کې د نړۍ کرکټ ته ځان رسولې دی. پکار ده چې د دوی مشقت او زحمت ومنو. په لوبه کې ګټه او بېلات مهم نه وي، برخه اخیستل او ښه لوبه کول ضرور دی.
کله کله سوچ کووم چې هغه مشر پرډویسر به اوس د افغانستان د کرکټ ټیم لوبه ګوري او که نا؟
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۲۳ جون ۲۰۱۹ م