خطاطي – د ياسمين حسين معلومات

Thuluth
يو وخت هغه خلق چې په لاس به يې ښکلې ليکنه کوله، د خطاط په نوم ياديدل.
د اسلام د خپرېدو سره د اېشيا ځينې ژبې لکه ترکي، فارسي، پښتو، بلوڅي، سندهي او داسې نور په عربي ليکدود کې وليکل شوې. ترکي ليکدود په شلمې پېړۍ کې د عربي نه لاطيني ته واړول شو.
د عربي تر ټولو پخوانې ليکدود ” کوفي” و چې د قران کريم لومړي ايتونه هم په دې خط کې وليکل شول. د اسلام د پېغمبرمهر په دې خط کې و او اوس يې لږ بېلګې پاتې دي.
کوفي په دوه ډوله ليکل کيده چې يو ته به يې مغربي وئيل او دا په شمالي افريقه او اندلس(هسپانيې) کې د څلورم هجري پېړۍ نه رواج شو. بل “ختيځ کوفي” خط و چې په دې کې څو نوي توري او زور-زېر ورزيات شول.
د کوفي خط بېلګه
Kufic
په درېم هجري پېړۍ کې د عباسيانو يو وزير “ابن مقلٌه” او د ده ورور چې دواړه خطاطان و، عربي په ” نسخ ” خط کې وليکله. دا د جيومېټري په اصول ليکلنه ده چې ټول ټکي د “الف” سره سمون خوري. مانا دا چې که الف يو سينټي ميټر وي نو “ب” او “ت” او ان تر “ی” پورې ټول ټکي به هم هغه هومره لوی وي.
نسخ به د ” الخط المنسوب” په نوم هم يادېدو او په اسانه لوستلې او ليکلې شو. هم هغه راهيسې قران کريم په نسخ کې ليکل کېږي او په کمپيوټر کې هم دا ليکدود زيات کارېږي.
د نسخ بېلګه
Naskh
کله چې د قران کريم لوې نسخې وليکل شوې نو د ولاړو او سملاستلو ټکو تر منځ د توازن لپاره د “محقق” خط جوړ شو. دا د نسخ نه لږ توپير لري.
د محقق بېلګه
Thuluth
د قران د هر يوسورة سريزه يا پېژندګلوي په ثلث خط کې ليکلي وي. زيات وخت دا په يوې ښکلې حاشيې کې دننه ليکل کېږي.
د ثلث بېلګه
غباري خط په اصل کې نسخ وي خو د ډېرو وړو قراني ايتونو د ليکلو لپاره کارېږي. زيات وخت د غاړې د زنځير لپاره د سرو زرو په وړه تخته چې کليمه يا ايت ليکلې وي، هغه په غباري خط کې وي.
د غباري بېلګه
Ghubari
“بهاري خط” په ۱۴ ميلادي پېړۍ کې د هند د مسلمان واکمنو په سرپرستۍ رواج شو. دا د قلم پر ځاې په برش او رنګ ليکل کيدو. په دې خطاطي چيناي اغېز ليدل کېږي او څنګه چې چيناي ژبه د رنګ او برش يا د مارغانو به وزرو ليکل کيده، هم هغسې به يې ليکل. د هند خطاطانو به د دې د ښايست لپاره ګلان، ونې، پاڼې او داسې نور انځورونو د تورو په ډول ليکل چې د سپرلي يادونه به يې کوله او هم هغه وه چې بهاري په نوم وپېژندل شو.
د بهاري بېلګه
Bahari
په لسم هجري پېړۍ کې د پارس خطاطانو د فارسي شعر او ادب د ليکلو لپاره عربي تورو ته نوې بڼه ورکړه چې پکې ټکو ته نوي شکل ورکړې شو. دا نستعليق خط وبلل شو چې د فارسي او وروستو د اردو د ليکدود په توګه رواج شو.
د نستعليق بېلګه
Nastaliq
شکسته هغه خط ته وايي چې د دوو تورو تر منځ به يې لنډه فاصله پرېښودله. که څه هم د دې خط د زدکړې لپاره دومره زيات زحمت نه و پکار او د زياتو خلکو به زده وه. بيا هم ځينو خطاطانو کله کله يو ايت به دې خط کې ليکلو. شکسته خط به زيات وخت د سرکاري اسنادو د ليکلو لپاره کاريدو چې لوستل يې اسانه و.
Shikasta
د خطاطي ښکلې نمونې اوس هم په اروپا کې خلک د کورونو په دېوالونه د ښکلا لپاره ځړوي خو د افسوس خبره دا ده چې زمونږ د سيمې خلک د دې هنر نه بې خبره او بې غوره پاتې دي.
د خپرېدو نېټه
۱۲ مارچ ۲۰۱۴ م

1 Comment

Add a Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *