سلاجيت يا موملاي

د تورې کلکې خټې په شان مواد چې د افغانستان له غرونو يې راټولوي او ډېر خلک يې اوس نه پيژني، سلاجيت نوميږي.
تور، سپين او په تيز نسواري رنگ کې دا مواد هماليه، التاي او قفقاز په غرونو کې موندل کيږي. په سانسکرت ژبې کې سلاجيت يا شيلاجيت هغه تيږې ته واي چې نه ماتيږي. په روسي ژبې کې ورته “موميجو” واي چې په اصل کې يوناني تورې دې.
دا مواد منرالي تيل، د تيږې غوړ او د تيږو خوله هم نوميږي. دا د تيږو له درزونو (چودونو) هغه وخت راووځي چې نمرپرې ولگي. د ارسطو اوابن سينا په ليکنو کې دا د جراثيم ضد او توان ورکوونکي دارو په توگه ياد شوي دي.

Salajeet
د هند خلک د “چندرا ورما” باچا په اړه کيسه کوي چې د ده ځواني په جنگونو کې تيره شوه او کله چې د شپيتو کالو و نو ډېر شته من او څوکاله سلطنت يې جوړ کړو، خو هغه وخت دی د ژوند د نورو خوندونو نه بې برخې شو. دی غرونو ته ولاړو او شيوا ته يې زارۍ وکړې چې د ده مرسته وکړي. شيوا د خپل وجود نه يو مواد ورله خوړلو له ورکړل چې چندرا ورما پرې بيرته ځوان شو. دا مواد سلاجيت و. چندرورما د بودا غورنيکه و. هلته داسې باورهم دې چې شادوگان خام سلاجيت خوري نوځکه دوي په ونو ځانگي او د يو غر نه بل ته ټوپ وهلې شي.
په نړۍ کې د هرې سيمې سلاجيت توپير لري . په دې کې ۸۵ في صده منرالونه په “آيونيک” بڼه کې وي. آيونيک هغه قوت دې چې دوه متضاد شيان پخپلو کې نښلوي. پخوانيو ساينس پوهانو د سلاجيت جوهرهغه وخت کشف کړو چې ټپي ځناوريې د تيږې په څټلو وليدل. هغو تيږو سره سلاجيت نښتې و. د دې نه جوړ داروگان به يو وخت په تبت کې عام کاريدل. دا په ژيړ رنگ کې هم موندل کيږي خو تور يې ډېر اغيزمن وي.
په بازار کې بدل سلاجيت هم خرڅيږي خو د اصل نښه دا ده چې په لاس کې يې واخلې نو ويلي کيږي او بريښي.
د دې بوي د تارکول په شان اوخوند يې تريخ وي. دا په اوبو کې حل شي اوهيڅ پاتې شونې يې نه وي. تصفيه شوې سلاجيت تر ډيرې مودې پاتې کيږي. تر اوسه دا څرگنده نه ده چې سلاجيت د تيږو مواد دي او که د بوټو. خو په دې کې د ډيرو وټامنونو توان موندل کيږي.
د تيرو شپيتو کالو راهيسې په روس او هند کې په سلاجيت ساينسي څيړنې کيږي او په موږکانو يې ازمويلې ده. دوي واي چې دا د بندونو د درد لپاره ، د بدن دردونو، د خيټې د تيزابيت، د ستړيا د زهني او بدني توان لپاره ښه وي. په روس کې اوس هم دا په بازار کې عادي خرڅيږي.
د هماليه په غرونو کې سلاجيت د ژمي په مياشتوکې راټولوي. زيات وخت دا په لوړو غرونو کې د داسې تيږو سره نښتې وي چې ورته رسيدل گران وي. د دې راټولوونکي په تيږه ډز وکړي او کله چې سلاجيت د تيږې نه رابيل شي او په واوره وغورځيږي نو بيا يې راټول کړي. د راټولولو نه وروسته دا تصفيه کيږي. لومړي يې په لوخي کې په اورويلي کوي، ورپسې يې تر ډيره وخته ايشوي. بيا صفا شوي سلاجيت له اوبو رااخلي، کله چې يخ شي نو په وړو ټوټو يې مات کړي.
د سلاجيت يا موملاي تاثير گرم وي او بې له ښه حکيم او طبيب چې د دې په ارزښت پوهه وي، نه دي خوړل پکار. پخوانو وختونو کې به دا زيات وخت هغه چا ته يې ورکول چې هډوکې به يې مات و. په غرونو کې چې واورې کيږي نو خلکو به د ځان گرمولو لپاره دا خوړل. پهلوانانو به د خپل توان د زياتولو لپاره له دې کار اخيستو.
د سلاجيت بدې اغيزې هم شته دې. دا په وجود کې يورک ايسډ (تيزابيت) زياتولې شي. ممکن د دې منرالونه وينه زهر ژن کړي. که په اصل حالت کې نه وي نو نور تاوانونه اړولې شي. دا په جگر بد تاثيرلري، که ډير وخوړل شي نوپه مخ دانې راخيجي او د خيټې ناروغۍ پيدا کولې شي.
اروپا ته ډيرو نورو چيناي او هندي داروگانو سره د سلاجيت راوړل هم ممانعت لري ځکه د دې امکان وي چې دا د نورو فلزونو سره که گډ شي، ياني د اوسپنې يا د پلاسټکو په ډبلي کې که بند شي نو ممکن زهرژن شوي وي.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲ دسمبر ۲۰۱۳ م

1 Comment

Add a Comment
  1. its quite awesome that so many stories rooted in one culture are taken into another culture albeit without affecting the manner as to it should have been sounding in its original set up.

Leave a Reply to hayatalishaw Cancel reply

Your email address will not be published.