د ميروېس نيکه کلا

کله چې د افغانستان او د هغه دخپلواکۍ نوم اورو، نو د ملي قايد او ستر مبارز، حاجي ميروېس نيکه نوم مو خامخا په ذهن کې راګرځي. د افغانستان د تاريخ دغه دوره لکه څومره چې ډېره مهمه ، له وياړونو ډکه او د افغان ملت د خپلواکۍ لمر څرک ګڼل کيږي، هغومره پوره نه ده څېړل شوې، بلکې ځيني اړخونه يې اوس هم ګونګ او څېړنې ته اړتيا لري.

د هوتکي دورې په باب چې څه ليکل شوي ، ډېره برخه يې په بهرنيو څېړونکو پوري اړه لري، چې دغه بهرني څېړونکي هم پر دوو برخو وېشلی شو.
يوه ډله يې هغه څېړونکي دي چې د افغانستان او افغانانو په باب عقده يي او بدبينانه قضاوت لري او دوهمه هغه ډله ده چې له سيمي ليري او د ولس، په تېره بيا د ملي قايد د کورنۍ له خولې يې څه نه دي ثبت کړي اوهغه څه چې يې ثبت کړي هم دي، نو د دوهم لاس معلومات دي ،چې ځيني يې ګونګ بريښي.
د بېلګې په ډول ډېری مؤرخينو ليکلي ،چې ملي قايد لومړنۍ لويه جرګه دکوکران په کلي کي راوغوښتله خو دا يې نه دي ليکلي چې دغه جرګه يې د چا پر ځای را وغوښتله؟
ايا هغه ځای اوس هم شته که نه ؟
ايا په کوکران کې اوس هم د ملي قايد له کورنۍ څخه يوڅوک اوسېږي که نه؟
که موږ د دې پوښتنې د ځواب لپاره لومړی د کوکران کلي ته سر ور ايسته کړو او بيا دغه معلومات له ثبت شويو معلوماتو سره پرتله کړو، نو خبره بيخي سپينه ده.
خو خير دا دی اوس موږ دغه کار کوو، لومړی د ملي قايد د اوسېدو د ځای خبره څېړو او بيا يې د کلا خبرې ته راځو.
ميرويس نيکه د اوسني زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ د مرکز لمرخاته خوا ته د سره غره په لمنه کې د ښالم خېلو په کلي کې زېږېدلى دى، چې اوس هم په دغه کلي کې يوه برجوره کلا ولاړه ده چې د ښالم خان کلا يې بولي. ملک ښالم خان د ملي قايد پلار و چې اوس هم د هوتکو د ټبر يوه پښه د ښالم خېلو په نوم يادېږي.
کله چې د ابداليانو د مشر دولت خان سدوزي او غلجيو مشرانو تر منځ شخړه پېښه شوه نو دولت خان سدوزي ملک ښالم خان له ځانه سره ښارصفا ته بوت چې بيا تر سولې وروسته همدا نژدېوالی د دې سبب شو چې، ميروېس نيکه د ابداليانو زوم او د هغوی د باور وړ ګرځي.
وروسته چې کله د هوتکو قومي مشري د ملک ښالم خان څخه ملي قايد ته پاتې کېږي نو ملي قايد سوداګرۍ ته مخه کوي او له ښار صفا څخه کوکران ته ځي.
د کوکران کلى، د کندهار په اوسني ښار پوري شمال لوېديځ خوا ته د هرات – کندهار پر لويه لار پروت دى.
د هوتکي دورې نامتو مؤرخ او ليکوال محمد هوتک په خپل ارزښتناک اثر پټه خزانه کې ليکي چې، څه مهال د کندهار خلک د ګورګين له ظلم او شکنجې څخه تنګ شول، نو په کوکران کې حاجي ميرخان، يانې ميروېس نيکه ته ورغلل او له ګورګين څخه يې شکايت وکړ.
لوى استاد علامه حبيبي صاحب ليکي چې، له پټې خزانې څخه داسي معلومېږي، چې ملي قايد په کوکران کې اوسېده. موږ مخکې په کوکران کې د لويې جرګې خبره وکړه، نو دا چې دغه جرګه د ګورګين پر ضد او د هغه د مرکز، يانې کندهار د زاړه ښار په درې کيلومترۍ کې رابللې شوې وه، معلومه خبره ده چې ډېره مهمه او له رازونو څخه ډکه وه، چې دغه ډول جرګه په ځمکه، باغ او يا داسي يو چا په کور کې نه شي جوړېدای چې د پوره باور وړ نه وي. نو ويلای شو چې دا خپله د ملي قايد کور دی چې، دغه لويه جرګه په کښي جوړه شوې ده.
اوس د کوکران په کلي کې يوه خټينه کلا ولاړه ده ،چې ټول خلک يې د ميروېس نيکه کلا بولي.
دا د هغې کلا لويه دروازه ده.
Kala gate

د کلا يو دېوال
Main Wall

د کلا لوېديځه خوا
Western side

د کلا د لوېديځې خوا دېوال او پکې وړه دروازه
Western Wall

د کلا شمال لويديځ څنډي ته دا جومات ودان سوی دی چې د کلا غوندی لرغونی او پخوانی دی. د مسجد په احاطه يا چارديواري کي يوه مخصوصه کوچنۍ حجره ( کوټه) هم سته چي ميرويس نيکه به هلته عبادت او رياضت کاوه

Mosque

د کلا دننه څو کوټې او بام ته د ختلو زينې
inside the kala

د کلا يوه پخوانۍ کوټه
an old room

په دغه کلا کې يوه کورنۍ اوسېږي چې مشر يې رحمت الله خان نومېږي. دغه کورنۍ چې ولس يې هم ملي قايد ته منسوبوي، د نسب شجره يې دملي قايد ورور، يحيی خان ته رسېږي.
Rahmatullah Hotak

د کلا لوحه
sign board
د عبد النافع همت نه په مننه
د خپرېدو نېټه
۲۶ جولاي- ۲۰۱۳

2 Comments

Add a Comment
  1. شاه مامود

    ډېر ستاينې وړ ليک او انځورونه دي. د دې تاريخي کلا د انځورو پر شريکولو له قدرمن همت صيب څخه يوه نړۍ مننه

  2. MANANA KHAGHALI SAFIA KHORE,
    DA MEER OVES NIKA KILA PA HALKA TASO LIKANA DERA MALOOMATI DA,BASS DA MALOOMA NADA CHE MEER OVES NIKA CHA PAR ZED MUBARIZA KARI WA?O DE MASHAR NIKA SA KARNAMA WA?
    TAMA KAWM CHE DE PA HALKA SA MALOOMAT RAKAI,

    Izhar,

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *