د پښتو مجلې او ورځپاڼې

sarhad
په ۱۸۸۴ م کې د سوات نه د پښتو ژبې لومړۍ مجله ” اسلام ” په نوم خپره شوه چې پکې زيات د فارسي او اردو مقالو ژباړې کيدې. د دې خپروونکې د سوات يوه ديني مشرعبد الغفور ( سېدو بابا) و.
ورپسې کلونو کې دوه نورې د پښتو مجلې ” انجمن پيام حق” او ” انجمن حمايت اسلام” هم له چاپه راوتلې. انگرېزانو به په دې خپرونو کلک نظر ساتلې و چې د دوي پر ضد ليکنې خپاره نکړي. هم دا وه چې په دې مجلو کې به د حکومت په تگ لارو او يا ټولنيزو موضوع گانو ته ځاې نه ورکړې کيدو.
په افغانستان کی د ۱۹۱۹ م حکومتي ورځپاڼې ” امان افغان ” د دري سره په پښتو کې هم څه نا څه خپرول چې په اوړو کې د مالگې په حساب و.
د پښتو ” افغان” نومې پاڼه حکيم سېد عبد الله شاه په ۱۹۰۹ م کې د خېبر پښتونخوا نه په پټه او په غېر قانوني توگه خپروله. د دې د چاپولو مشين په قبايلي سيمې کې و او پاڼه لکه د شب نامو وېړيا خلکو ته ورکړې کيده.
ورپسې نورو خلکو هم دغسې د ورځپانو د خپرولو هڅې پېل کړې خو په ۱۹۱۰ م کې د هند انگرېز حکومت د خپرونو لپاره يو قانون جوړ کړو چې د چاپ نه وړاندې به سرکاري اجازه اخيستل کيده.
د خيبر پښتونخوا د قبايلي سيمو نه د پيرنگيانو پر ضد په ۱۹۱۵ م کی يوه بله پاڼه د “الجهاد” په نوم خپره شوه. د دی لگښت عبدالغفار پيښورې ورکوو او مدير يې سېدو بابا و. هغه وخت د ترنگزو حاجي صيب په دی سيمه کې د چاپ د خونې اسانتياوې برابرې کړې وې. لومړۍ پاڼې په يو مخ چاپيدې او زياتې ليکنې پکې د پيرنگيانو پر ضد وې چې ويړيا به د خلکو کورونو ته ويشل کيدې.
د پښتو يوه پاڼه په ۱۹۱۷ م کې د پېښور د اسلاميه کالج محاصلينو او استادانو د “خېبر” په نوم خپره کړه. په ۱۹۲۶ م کې يوه مجله هم په دې نوم خپرېده.
په ۱۹۲۳ م کی د “المجاهد” په نوم يوه پښتو پاڼه خپرېده چې مولوي محمد بشير يې مدير و. په دی کی هم زيات مواد د پيرنگيانو پر ضد خپريدل.
په ۱۹۲۶ م کې د “سرحد” مجله خپره شوه چې ادبي، علمي مقالو سره کيسې او ټوکې يې هم خپرولې. په ۱۹۲۷ م کې د پښتنو ملت پالو او د خداي خدمت گارتحريک مشر عبد الغفار خان د ” اصلاح افغان” له خوا ” پښتو” مجله خپره کړه. په دې کې د تولنيزو موضوع گانو نه علاوه ملت پالنې ته زيات پام و. خو ۱۹۳۰ م کې د عبد الغفار خان د بندي کېدو سره دا مجله بنده شوه. کال وروستو عبد الخالق خليق دا بيا خپروله او څو وارې په ځنډ خپرېده. اخر په ۱۹۴۸ م کې د دې مجلې په خپرولو بنديز ولگېدو.
هغه وخت د ورځپانو خپرول يو جنجالي کار و او هغه وخت په پېښور کې څو مجلې د تولنيزو او ادبي مضامينو سره خپريدې چې حکومتي اجازه يې لرله. په ۱۹۳۱ م کې ” سېلاب ” په ۱۹۳۲ م کې ” ستړې مه شې” په ۱۹۳۲ م کې ” ازاد پښتون” په ۱۹۳۶ م کې ” رهبر” په ۱۹۳۷ م کې ” جمهوريت” او د ډېلي نه د پښتو ادبي مجله ” نن پرون” چې مدير يې مولانا عبد القادر و، د دې بيلگې وې. د انگرېزانو پر ضد د خلکو کرکه اوج ته رسېدلې وه او دوي د خپلو پاليسيو پر ضد ليکنې خپرېدو ته نه پرېښودې.
په ۱۹۲۹ کی د خان مير هلالي تر څارنې لاندې “همدرد افغان” له چاپه را ووتله او په ۱۹۳۰م په لسيزه کی د پښتو ژبې ناول او کيسه ليکونکې سيد راحت زاخيلي، د ” افغان ” په نوم يوه اوونيزه پاڼه خپروله چې ادبي ليکنې يې لرلې. د دی مدير سيد عبد الله شاه کاکاخيل و.
په ۱۹۳۳م کی د زلمې پښتون په نوم دوه پاڼې له چاپه راووتلې. په دی کلونو کی يوه اوونيزه پاڼه هم خپريده چې ” وطن “نوميده او مدير يې محمد نواز خټک و.
په ۱۹۶۵ م کی افغانستان د يوقانون تر مخې مطبوعاتو ته محدوده ازادي ورکړه. هغه وخت ورځپاڼې او مجلې که څه هم د حکومت په کنټرول کی نه وې، خود ملک او ملت ، اسلام او د شاهي نظام پر ضد ليکلي شيان نه خپريدل.
د هند د وېش سره د پښتو په مجلو او ورځپانو کې ناببره يوه ولوله پيدا شوه او په ۱۹۴۸ م کې د مردان نه خپرېدونکې ” انصاف” اوونيزې د ټولنيزو مقالو سره سره د پښتنو ملي بحث ته ځاې ورکوو. د پاکستان نوي حکومت يوه پښتو مجله ” جمهور اسلام” په نوم خپروله چې وروستو يې نوم ” اباسين” شو. په دې کې لومړۍ ځل پښتنو ليکوالانو او شاعرانو ته د خپاره شوي مواد لپاره پېسې ورکړې کيدې.
د دې نه علاوه د پېښور نه خپرېدونکو اردو ورځپاڼو يوه برخه به په پښتو کې وه چې ” انجام” ” شهباز” او ” بانگ حرم ” نومېدل. د پښتو دوه مجلې ” قند” او ” پښتو” د نويو ليکوالانو د هڅولو لپاره ډېر کار وکړو.
اوس د سلو نه زياتې د پښتو ورځپانې او مجلې د نړۍ د بيلا بېلو ښارونو نه خپرېږي خو کال په تيرېدو يې شمېره راټيټه شي.

afghan mag

سرچينې

۱. د داکټر علي جان مقاله ( ۲۱ ستمبر، ۲۰۰۵ م ) خېبر وېبپاڼه.
۲. په پښتو ادب کې د ميل تيږه. شېر عالم شينوارې. ۲۶ فروري ۲۰۰۹ م . ډان وېبپاڼه.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۵ جولاي. ۲۰۱۳

1 Comment

Add a Comment
  1. Fantastic web-site. A lot of beneficial information. I’m just delivering the item to a couple of good friends. And clearly, good hard work!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *