ميرزاکه

coin 1
په ۱۹۹۲ م د پکتيا په يو کلي کې چا د منگي نه اوبه راواړولې نود زړې زمانې يوه سکه هم ورسره راولوېده. اوبه د يوې کوهي (څاه) نه راوړل شوې وې. دا خبره خله په خله شوه او د کلي واړه زاړه هغه کوهي ته ورمات شول. چا د ځان سره بيلچې او کودالونه هم رااخيستي و، چا په هغې زمکې دعوا وکړه، جنگ ونښتو او څو کسان پکې ټپيان شول.
دا کلی د گردېز نه درې پنځوس کلومټر شمال ختيځ کی د سېد کرم په اولسولۍ کې دې او ميرزاکه نومېږي. ځينې يې ” ميرزاکا ” هم بولي. د پکتيا خلک واي چې “ميرزاکه” او “تخته بيکا” دوه خوېندې وې چې څلور زره کاله پخوا دلته اوسېدې او د دوي په نوم کلي جوړ و. هغه وخت دوه وروڼه ” گبر ” او ” زمر” هم و چې په نومونو يې کلي اباد دي. د ميرزاکي کلې دوه لارې لري چې يوه يې څمکنيو نه خوست او د پولې نه اخوا پاړه چنارته وتلې ده. بله گردېز ته ورځي.
په ۱۹۷۸ م د اپريل په مياشت کی د انقلاب نه وروسته، په افغانستان کی گډ وډي شوه او ډېرخلک د سيمې نه ووتل. د روسانو د وتلو سره ځينې کورنۍ بيرته راغلې. د پيړۍ په وروستي لسيزه کې د جنگ له کبله خلکو قانون پخپل لاس کې واخستو. په ميرزاکه کې قامي مشرانو جرگه وکړه اوټول په دې رضا شول چې د کوم ځاې نه سکه موندل شوې وه، هلته به اشر وکړي او هر څه به پخپلو کې وويشي. څرگنده نه ده چې څومره کسانو به کنستون کړی وي خو د ځاي کوماندان ورته د ژغورنې ډاډ ورکړې و.
د چينې اوبه يو کوهي ته راتلې چې په سرکی يې د خاورو د منگو، کټوو، کاسو او د کوزو کودړې وې. کنده پينځه ميټره ژوره وکنستل شوه نو د لرگي پخوانيو دړو لاندې په يو کوهي کی د سرو او سپينو زرو توکي اوسکې پيدا شوې. د کلي خلکو په نوي جوش کودالونه او بيلچې ورته ونيولې، څادرونه له سکو، گاڼو، مهرونو، لوښو، مجسمو او نورو زينتي شيانو ډک شول. د سرو زرو وړې پلنې ټوټې وې چې ورباندې ليکنه شوی وه. په گاڼو د پيل (هاتي)، پړانگ، هوسۍ اود ځينو داسی ځناورو نقشونه و چې په افغانستان کې اوس نه موندل کېږي. د سرو زرو ځينې مجسمې، د مار، هاتي پړانگ او د زرکې په شکل جوړې وې.
د بي بي سي پښتو خپرونو په ۱۹۹۳ م کی د دی خزانې د توکو په اړه په لومړي ځل خبرخپور کړو. ورپسې څو کسانو پلټنې وکړې خو پورا حال يې د چا له خلې نشو اخستې. په ۱۹۹۵ م کی مې خپل يو همکار نه چې د سيمې اوسېدونکې و، په دی اړه معلومات وغوښتل. هغه څو ورځې وروسته خبر راکړو چې د پکتيا د سيمې نه هيڅوک خبری کول نه غواړي او د پيښور د زرگرانو د بازار يو دکاندار له خلې يې عمومي معلومات ترلاسه کړي دي. د دی سيمې يو کس نه مې په ټيليفون پوښتنه وکړه نو راته يې ووېل چې خزانه موندل شوې خوقام پخپله د دې د ساتنې فېصله کړي ده او کله چې يو مرکزي حکومت جوړشو نو بيا به پری علمي څېړنې ووشي.
د افغانستان لرغون پوهان او د تاريخ استادان نورو ملکونوته وتلي و. د ميرزاکې هغه خلک چې پيښورته تلل راتلل، د زرگرانو په بازار کې هغه کاروباريان وموندل چې داسې توکي به يې اخستل. دوي خبرنه و چې ځينې لرغوني توکي د سرو او د سپينو زرو نه زياته گرانه بيه لري او پخپلې ناپوهۍ کې يې ډېر څه د ون ( تول) په حساب وپلورل. کله چې خبر شول چې د پيښورهټۍ وال دا توکي په بهرنيانو گرانه بيه خرڅول نوخپله د مشتريانو په لټون شول.
په ۱۹۹۴ م کې د سري لنکا يو لرغون پوهه، د سکو د تاريخ متخصص “اوسمنډ ېبوپارچي” پيښورته تللې و اوهلته په يوې هټۍ کې يې د ميرزاکي د خزانې څو توکي وليدل. دا د سرو زرو د ماتو شويو گاڼو ټوټې وې. داسې ښکاريده چې قام دا توکي د وزن په حساب سره وېشل نو ځکه يې مات کړي و. هټۍ وال د اوسمنډ بوپارچي مخې ته شپږ بوجۍ د سکو کېښودې چې د هرې يوې وزن پنځوس کيلو گرام و.

په ميرزاکه کې د سکو لومړې خزانه هم په ۱۹۴۷ م ( ۱۳۳۶ ش) کال کی تصادفي وموندل شوه. په کابل کی د فرانسې د لرغون پوهنې ډله چې استاد احمد علي کهزاد ورسره مل و، ميرزاکي ته ولاړل. په هغه غونډۍ کی يې پلټنې وکړی او د لسو زرو شاو خوا سکې يې وموندلې چې دافغانستان د بېلا بېلو باچاهانو نومونه پرې کښلي او څېرې پری جوړی وې. د دی سکو پربنسټ څېړنو کی د سيمې د لرغوني تاريخ ماتې کړۍ يو ځاې شوې. دوو فرانسوي لرغون پوهانو”ډي-شلومبرگر” او “آر-کيوريل” په دی اړه يو کتاب وليکلو او سکې د کابل په ميوزيم کی وساتل شوی. د دې موندنو نه وروسته د ظاهر شاه حکومت په دی ځاې په کنستون بنديز ولگوو.
په دې لومړي خزانه کې ۵۸۳۷ هندي او تر ټولو زړې سکې پکې د ۴۰۰ ق-م پيړۍ نه وې. په دې کې ۵ سکې د يونان، ۲۷۵۷ باختر يوناني او هندي يوناني، ۴۳۹۰ د هندي ساکايانو، ۲۹ هندي پارتيانو او ۳۷ سکې د کشان دورې وې. دا ټولې په کابل ميوزيم کې ايښې وې او د مجاهدينو د حکومت پر وخت لوټ شوې.
اوسمنډ بوپارچي د فرانسې نه لوړی زدکړی او د لرغون پوهنې په مضمون کی د مسکوکاتو تخصص لري. کله چې ده په پېښور کې سکې وليدې نود هغوي د حالت نه ښکارېده چې تازه له زمکې راوتلي او په ټولو سکو خټه او تور سلفايډ نښتې و. هغه ته وويل شول چې په لومړي سرکی د موندل شويو سکو وزن څلور ټنه ( ۹۰۰ کلوگرام ) و. په دی کی د سرو، سپينو او برونزو سکې وې چې شمېره يې پينځه نيم لکه ( پينځه سوه زره) جوړېږي. د ۳۰۰ کلوگرام وزن د سپينو او سرو زرو نورتوکي هم وچې شمېره يې نه ده څرگنده ځکه ځيني توکي لوې او ځينې ډېر واړه و. بوپارچي واي، ” د دی خزانې په اړه زما معلومات يواځې تر سکو پوری محدود دې. زما مخې ته د سکو شپږ بوجۍ ډکې ايښې وې چې د هر يو وزن پنځوس کلوگرام و.” هغه دا سکې په تادۍ کتلې ځکه هټۍ وال په وېره و. د اندازو تر مخه دلته دوه درې ټنه په وزن د سرو، سپينو او د برونزو سکې وې.
د ميرزاکي لومړي پلټونکي او کنستونکي واي چې هغه وخت سکې دوي له دوو باوليو رابرسيره کړې وې. دوي اټکل کړې و چې پخوا به خلکو د نذر لپاره په اوبو کې سکې او نور قيمتي شيان غورځول. لرغون پوهان دې نتيجې ته ځکه رسېدلي و چې زياتې سکې پکې وړې او د برونز وې او يوناني دراخمه (درهم) سکې وې چې ارزښت يې ټيټ و. بله دا چې سکې د تاريخ د يوې دورې نه بلکه د پرله پسې باچاهانواو د زمانو نه راپاتې يو ځاې راټولې وې. په هغه خزانه کې تر ټولو زړه د څلورم ق-م هندي موريه سلطنت سکه وه. نوي سکې د کشان باچا “وسودېوا” د وخت وچې د دويم ميلادي پيړۍ په وروستيوکې د افغانستان واکمن و.
بوپارچي واي چې دميرزاکه د لومړي خزانې په اړه زه هم په دې نظر ووم چې خلکو د پيړيو راهيسې يو مقدس تالاب يا چينې کې پيسې غورځولې او ټولې په يو ځاې وموندل شوې. خو د دويمې خزانې سکو ته په کتلوهغه شکمن شو. دې ليکي. ” که دوي د هرې عقيدې منونکي و، خو هيڅوک به د سرو زرو شيان، مجسمې، گاڼې او ذينتي توکي په داسې يو تالاب يا چينې کې نه غورځوي.” په دې سکو کې د “هرميوس” باچا او د دويم “ازيس ” باچا له مړينې وروسته د دوي په نوم جاري شوې سکې هم شته چې دا مفروضه غلطه ثابتوي. دريمه دا چې د سکو هغه ډيلران چې د ميرزاکي د خزانې ځاې ته ورغلي و، بوپارچي ته وويل چې هغه ځاې کې نه خو د يوې زړې يا لرغونې ودانۍ نښې وې او نه پکې څه جوړښت و چې څوک وواي هلته يو مقدس تالاب يا عبادت ځاې و.
هغو فرانسويانو چې په ۱۹۴۸ م کې د احمد علي کهزاد په ملتيا په لومړي ځل ميرزاکي کې سکې موندلې، دوي هم حيرانه و چې د سکو په ځاې کې نه د يوې لرغونې ودانۍ اثار و او نه څه داسې نښې وې چې گني دلته يو تعمير هم موجود و.
د لومړي په شان دويمه خزانه هم په يوکوهي کې وه. ځينې خلک په دې باور دي چې يو چا د شاهي ماڼيو او عبادت خانو نه قيمتي شيان لوټ کړل. په تادۍ کې يې دلته راوړل او په کوهي کې يې واچول چې يوه ورځ به بيرته ورپسې راځي. د دې يو ثبوت هغه د لرگي تښتې اودړې وې چې د کوهي خله پرې بنده شوې وه. کومو خلکو چې خزانه دلته راوړې او پټه کړې وه ممکن په تېښته واو بيا ورپسې رانغلل او نه ده معلومه چې ولې؟ بيا دا سکې او نورتوکي دوه زره کاله د اوبو لاندې پټ و.
دميرزاکي خزانه د ۱۹۹۳ م نه تر ۱۹۹۵ پوری په لوی لاس، بې له دی چې حکومت يا څوک افغاني لرغون پوهه پری خبر شوی وې، په بهرنيانو خرڅه شوه چې د پېښور په بازارونو کې لرغونو توکو پسې به گرځېدل.
هغه وخت د زرگرانو په بازار کې يو دکاندار راته وېلي و چې زمونږ ټوله گټه له دی خلکو وي. جاپانيان هر وخت راځي او ډېرې پيسې راکوي، د جرمني او فرانسې خلک هم سودا کوي. د ميرزاکي د سرو زرو سکې او گاڼې، جاپاني، بريطانوي، الماني او امريکاي سېلانيانو په ميلينو ډالرو واخيستل. اوسمنډ بوپارجي د ميرزاکي په اړه راپور وليکلو وايي چې د دی ځاې يوې سکې ته شل زره ډالره بيه ټاکل شوې وه. ” د دی توکو تر ټولو لويه برخه چې درې ټنه وزن لري، اوس په برسلز (بروکسل) کی ساتل شوی ده.” څرگنده نه ده چې دا څه وخت هلته يوړل شول.
ځينو نايابه او ښکليو سکو د جاپان ميوزيم ته لاره وکړه. د سرو زرو يوه سکه چې د اسکندر مقدوني څېره پرې جوړه ده، په لندن کې د يو کس سره پيدا شو چې هغه يې چا ته ورکول نه غواړي. خو د دې د عکس اخستو اجازه يې ورکړه. د سکو د پلورلو لپاره د لرغونو توکو کاروباريانو پخپله د نړۍ لويو او شته منو ميوزيمونو سره اړيکې ټينگې کړې. د دې لپاره چې څوک پرې شک ونکړي، دا يې وويل چې سکې د آمو د سيند نه يې موندلي دي.
د طالبانو د حکومت له ړنگيدو وروسته بوپارچي د ۲۰۰۴ م په ژمي کې پخپله ميرزاکې ته ولاړو او د ځينو سکو عکسونه چې ده د نړۍ په بيلا بيلو ميوزيمونو کې اخيستي و، څو کلي والو ته يې ورښکاره کړل. دې واي، هغو کسانو دا سکې سمدلاسه وپېژندلې او راته يې هغه ځاې هم په نښه کړو چې پخپلو لاسونو يې دا له خاورو رابرسيره کړي و.
په نړۍ کې د مسکوکاتو ماهران د دې خزانې په اړه خبر دي او واي چې ډېرو لويو ميوزيمونو سره د ميرزاکي څو سکې شته دې.
د اندازو ترمخه د ميرزاکي په دويم غونډ کې د دريو او څلورو لکو(څلور سوه زره) تر منځ سکې موندل شوې دي. د دې لوټ شوي خزانې په اړه يوه پوښتنه پاتې ده چې دا څه وخت په هغه کوهي کې پټه کړې شوه. خو دا کار هله کېداې شو چې د مسکوکاتو ماهرانو ليدلې او د هرې دورې سکې يې ترې بيلې کړې، د دوي ژبه ولوستې او بيا يې ترې نتيجه اخستې واې. د دې هر څه نه وړاندې د سکو پاکول ضرور وي او دا يواځې په اوبو وينځلو نه پاکېږي. په دوي د اوبو مالگه نښتې وي او د هغې ليرې کول يواځې هغه څوک کولې شي چې په چل يې پوهېږي.
ډاکټراوسمنډ بوپارچي واي چې د ميرزاکي خزانه په دويم ميلادي پيړۍ کې د هويشکا باچا يا د وسو ديوا پر وخت هلته اېښودل شوي وه ځکه په خزانه کې د دوي د سکو نه د وروسته دورې سکې نشته. په دې کې د ميلاد نه د وړاندې پېړيو د سکو شته والې ښاي چې دا به د وړاندې نه په هغو خزانو يا خزانه کې موجودې وې.
هم دغسې زړې سکې په آې خانم کې هم فرانسويانو موندلي و چې په ۱۴۵ ق-م بي نه هلته پراته و. په آې خانم کې د هند د موريه سلطنت ۶۷۷ سکې موندل شوې وې چې په دريم ق-م پيړۍ کې يې افغانستان په لاس کې و. په دې کې د ۳۹ پيژندل شويو باچاهانو د وخت سکې وې چې ځينو په افغانستان، پاکستان حکومت کړې دې.
د مسکوکاتو ماهرانو د ځينو سکو پر مخ ليکلې ژبه ولوسته او د تاريخونو سره يې د باختر يونان باچاهانو نومونه وليکل. هغه سکې چې د باچاهانو په ژوند او د هغه له مړينې وروسته ضرب شوي و، توپير لري.
د ميرزاکې د شپږو بوجيو د منونو سکو نه ايله ۴۱۸ سکې يو لرغون پوهه دڅيړنې لپاره واخستې. په دي خزانه کې ۱۱۲ داسې سکې دي چې تر اوسه د افغانستان په تاريخ کې ثبت شوي هم نه دي. د بېلا بېلو باچاهانو د وخت سکو نه علاوه د هغوي د مړينې نه وروسته د هغو سکو بدل ضرب شوي سکې هم شته چې ورباندې خروشتي ژبه ليکل شوې وه.
ډاکټر اوسمنډ بوپارچي ليکي، ” په خزانه کی د لرغونې هند، يوناني، يونان باختري، هندي يوناني، هندي ساکاي،هندي پارتياي،کشان اود هندي ساکاي د دويم باچا ازيس اود هرميوس باچا سکې ډېرې وې. د ميناندر نومې لومړي باچا د يوناني ډوله درهم ( تيترادراخما) سکې داسی وی چې پخوا نه وې ليدل شوی او يو نااشنا ژبه پری ليکل شوی وه. د دی سکې په يو مخ ميناندر باچا چې تاج او خولۍ دواړه يې پر سردي، په ښي لاس د نيزې غورځولو په حال دی. بل مخ ته يې د يوناني اتينا اسطوره او په نيم دايرې کی يوناني ژبه ليکلې ده.”
هغه د ميرزاکي په غونډ کی يوه نايابه تاريخي سکه وليده. واي، ” ترټولو حيرانونکې د ” ناستين ” باچا سکه وه. په هند کی د پارس د دی باچا په اړه هيڅوک معلومات نه لري. په دی سکه يوناني ژبې کی ليکلي و، ” ناستينيز خاترانو” نو دا ښاي چې د باچا نوم ناستين او د پلار نوم يې خاتران و. ناستين هندي نوم نه دې اوکېدې شي چې ايراني يا ايران باختري باچا و.”
دا پوښتنه تراوسه ځواب نشوه چې ناستين باچا څوک و؟
د سرو زرو په دړو ليکل شوې نااشنا ژبه څه وه؟
د ميرزاکي نه چور شوې خزانه نورو ملکونو ته ورسېده او د تېرو څو کالو راهيسې د انټرنيټ د لارې خرڅيږي.
که باورمو نه وي نو په گوگل کې د ” گريک بيکټريا کواين” توري وليکئ.
صفيه حليم
coins 2
سرچينې
۱. په پاکستان کې د کشان نه وړاندې دورسکې. بوپارچي، امان الرحمان. ۱۹۹۵م. مغل چاپ او خپروندويه اداره. کراچي.
۲. د سيمې د خلکو راديويي مرکې.

د خپرېدو نېټه
۲۵ جون – ۲۰۱۳

3 Comments

Add a Comment
  1. Thank you Safia dear for sharing a good information

  2. . دا ټولې په کابل ميوزيم کې ايښې وې او د مجاهدينو د حکومت پر وخت لوټ شوې.”

    Bawar pa khudai chi da daghi jumlai par lwastalo mi zra dair dard wakai!!!!!

    Da sokala Afghanistan pa hela. Manana da zarino malomato sakha!

  3. sahibzada Amanulllah Khan

    maa da zai che mirzaka wartha wai au khazana pake rasrganda da pa khpala kathali dai au de khazani toll shaian mae hum haghaltha walidal kar pe rawan woo auo qimati asar ye raisthal. zuma sara ye toll malumat shtha

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *