
د کابل نه ۱۵ کلومیټر شمال کې چاریکارو ته د سړک په ګس لاس د توپ دره او ورسره په دغه نوم یو کلی اباد دی.  توپ یا سټوپا بودایی جوړښت دی چې شا و خوا ۲۰۰ کاله پخوا د عبادت او مراقبې ځای و.
د توپدرې سټوپا کاپیسا ته نزدېکت له کبله ښایی په ۲۰۰م  کې جوړه شوی وي.  کهزاد لیکي چې، ” دغه اسټوپه نژدې ۱۵ میټر لوړ او د دایرې محیط يې نژدې ۴۰ میټر دی او په ملا کې يې لکه د کمربند دوه حلقې لیدل کېږي او پلستر کاري يې په ښه توګه محافظه شوې ده.”
د سټوپا په حاشیه يې د ډول لپاره ۵۶ واړه محرابونه د طاقچو په شکل او یوناني ډول وړې ستنې هم لري او په منځ کې د وړو مجسمو د ودرولو ” بنۍ” وې.  د حاشیې د پاسه یو لوی محراب مخ ختیځ لوري ته او پکې د بودا یوه لویه مجسمه ولاړه وه چې یوه هاله د دې ثبوت و. په څنګ کې دواړو اړخونو ته  دوه وړې مجسمې په ناست حالت کې وی.  د محراب نه ښکته د بودایی راهبانو لپاره پوڼۍ وې. دا سټوپا په یو څلورګوټیزه دکانچه جوړه وه چې د هر اړخ يې ۳۶ میټر او په بیخ کې لویدیځ خوا ته پوڼۍ کلاسیک ډول او ورباندې نقاشي شوې وه.  د سټوپا چاپېره د د طواف لپاره دوه لارې وې. یو د پوڼیو نه ښکته ممکن د عامو خلکو لپاره چې بهرخوا ته د تیږې وړوکي دېوال يې لرلو او ماتې ټوټې يې ځای ځای ډېرۍ وې.  بله لار بره د سټوپا سره جوخته وه چې هلته پر زمکه د شسټ(توره) فرش و.  د سټوپا دیوالونه پلستر او د پاسه پرې رنګ وهل شوی و.  د دې په لوړه څوکه طلایی چترۍ او چاپیره ترې بیرغونه رپیدل چې د غونډې نه ښکته له لیرې به خلکو لیدای شو.
د ګندهارا ټولې سټوپې سیند یا چینو سره په لوړه او له ښارونو لیرې جوړیدل چې د راهبانو مراقبې اوعبادت لپاره به پکې خاموشي وه. د نورو ټولو سټوپو په شان توپدرې د تلو لاره هم لمرخاته او د بودایی مجسمو مخ هم ختیځ ته و.  د ایسټ انډیا کمپنۍ ملازم او جاسوس ویلیم مورکرافټ په ۱۸۲۰م کې په توپدره تیر شو او د دې ذکر يې پخپلو یادښتونو کې وکړو.  یو برطانوي چارلس میسن په ۱۸۳۳م کې د کابل شمال کې ۱۷ سټوپې په نښه کړې.  دی چاریکارو ته ورسیدو نو د توپدرې انځور يې جوړ کړو او پخپلو یادښتونو کې لیکي چې هلته د “کوری” بې شمیره ونې وې او په غونډۍ د چینې اوبه رابهیدې.  ځایی خلکو ورته وویل چې تیرکال (جون ۱۸۳۲م) په زلزله کې دا اوبه زیاتې شوې وې.
د چارلس میسن لویه اشتباه دا وه چې د لومړۍ لیدنې نه څو میاشتې وروسته، افغان مزدورانو سره هلته ورغلو او د سټوپا ختیځ او لویدیځ پوڼیو نه لږ بره دوو اړخونو ته د دې دېوال سوری کړو.  دننه د سلیټ د تیږې یوه وړه خونه چې ورباندې سور رنګ وهل شوی او پکې د هډوکي یوه وړه ټوټه (تبرک) وه.  دغو سوریو له کبله په راتلونکو کلونو کې سټوپا ژر په رژیدو شوه.
په ۱۸۴۱م کې د افغانستان ۴۸ مهم بودایی ځایونو حال د انځورونو سره په یو کیټلاګ “اریانه اینټیکوا” کې چاپ شو.  خو د زرګونو نورو اثاروپه اړه راپورونه په کلکتې کې د ایسټ انډیا کمپنۍ په ګودامونو کې پراته وو.  په ۱۹۲۲م کې د فرانسوي څېړونکی ادارې (دافا) د امیرامان الله خان نه د توپدرې د پلټونو اجازه واخیسته.  خو د دویم نړۍ وال جنګ له کبله کارونه وځنډیدل.  شا و خوا ۱۰۰نور پرې واوړیدل.  دافا له ۱۹۲۶م تر ۱۹۲۸م په هډه کې پلټنې کولې او توپدره بې غوره پاتې وه.
په ۱۹۵۳ م د “انجمن تاریخ افغانستان” مشر احمد علي کوهزاد د ۱۹۲۱م او ۱۹۲۲م کې د توپدرې په اړه د فرانسوي پلټنو راپورونه لوستل.  هغه په بګرام کې د کشان دورې اثار ولیدل او د هاتي د یو وړوکي مجسمې په اړه لیکي چې دا د کاپیسا په لویدیځه څنډه د غر ساتندوی ګڼل کیدو. د دې غر په لمنه کې د یوعبادتځای کنډوالې د چاریکارو د توپ درې سره نزدې وموندل شوې.  په ۱۹۶۷م کې جاپاني لرغونپوهه “سیچي موزینو” د توپ درې عکسونه واخیستل.  ده له ۱۹۵۹م په افغانستان او پاکستان کې د ګندهارا د پلټنو او کیندنو مشر و.   خو د توپ درې په اړه مکمل څېړنې بیا هم ونشوې.
په ۲۰۱۶م کې د افغانستان د لرغونو اثارو د ژغورنې ادارې “ان” د پخوانیو سروې ګانو په بنسټ توپدرې ته پام وکړو.  د ترمیم نه وړاندې هلته د نورو توکو د ژغورلو لپاره لټون وشو.  بیا ۳ کاله د دې د بیرته رغولو کار روان و چې په ۲۰۱۹م کې ۱پوره شو.  توپدره اوس په افغانستان کې تر ټولو لوسه سټوپا ده.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.افغانستان د تاریخ په رڼا کې. استاد احمد علی کهزاد. ژباړن –اورنګ زیب ارشاد. دانش خپرندویه ټولنه. مارچ ۲۰۰۱- کب ۱۳۷۹. ۲۸۱ نه تر ۲۸۳مخ.
2.	Antiquities and coins of Afghanistan & Northern India. 1841.
3.	Ariana antiqua. a descriptive account of the antiquities and coins of Afghanistan, H. H. Wilson. With a memoir on the buildings called topes by C. Masson.  Munshiram Manoharlal, 1997, Reprint,