چمن

د لرغونو زمانو راهيسې، د بولدک له دشتو چې به قافله راتېره شوه نو د کوږک غره په ډډه کې بې له يوې چينې سره پړاو وکړو. د وخت په اوږدو کې ورسره کارېز او هټئ جوړې شوې. خلکو به دغه ځای د “پړاو” په نوم ېادوو چې د انسان او څاروو لپاره پکې خواړه […]

پنجره

دا دواړه تصویرونه په ۱۹۰۵ م د جون په میاشت کی یو انګريز “ارنسټ تهارنټن” د لته بند نه جلال اباد په لاره واخیستل. په اړه يې لیکي، ” د یوې غونډې په ډبرو کی خښ لرګين ډنډې سره د مچیو د زالې په شکل ځوړنده پنجره مو ولیده. دا د غلو لپاره یو خبردارې […]

کډوال او مهاجر

د يويشتمې پېړۍ د پېل جنګونو ۱۵ ميلينه خلک بې کوره کړل او اوس په نړۍ کې ۷۵ ميلينو نه ذیات وګړي پخپل اباي ټاټوبي کی ژوند نه کوي. د دې کډوالو۸۰ في صده غريبو ملکونو کی اوسېږي. د يوژورناليسټ لپاره مهمه ده چې پناه غوښتونکو، کډوالو او معاشي کډووالو کې فرق وکړي. پناه غوښتونکي […]

د راولپنډۍ تړون

د ۱۹۱۹ م په اوړي کی د افغانستان او برطانوي هند ترمنځ د درېم جنګ نه وروسته، د اګست په ۸ نيټه دواړو غاړو په راولپنډۍ کې روغه وکړه. دغلته د خبرو لپاره د انګريزانو له خوا ۴ کسان وو چی د صوبه سرحد مشر وزیرهیملټن ګرانټ، کمشنر جان میفي ، جنرل نوبری او د […]

د خوشحال خټک مړينه

ډنبره (ډمبره) په تيراه کې د اپريدو سيمه ده. په ۱۶۸۹ م کال کې د فروري ۲۰ نيټه، د جمعې ورځ دلته د خټک قام نامتو سردار خوشحال خان مړی وموندل شو. وايي چې خپله توره هم ورسره وه او “سيلۍ” نومي اس جسد ورته نږدې پروت و. تراوسه څرګنده نه ده چې ده ته […]

اینځر

په ماشومتوب کی مو اوریدلی وو چې د اینځر ګل هیچا ته نه ښکاري. که چا ولیدو نو هغه بیا باچا شي. چا به وئيل چی دغه ګل پیریان یوسي. د دی ونې لاندی به د شپې نه تیرېدو چې پیریان به پکی وي. که داسې به ووشو نو یو منتر مو یادو، چی ” […]

څېرا- سهره

په آریاي عقيده واده د عبادت برخه وه چی د ناوې او شاځلمی به يې په منترونو او دعاګانو بدرګه کوو. د بد نظر نه د ژغورلو لپاره ناوې به خپل مخ ته شنې پاڼې نيولې وې چې جنوبي هند او بنګال کې اوس هم رواج لري. د شاځلمي د پټکي سره به بدله څېره […]

سانسکرت، په عرب خاوره

د شلمې ميلادي پېړۍ په سر کی د بابل او اسيریا لرغونو ښارونو په کيندنو کی، په “مېخي ليکدود” خټینی تختی رابرسيره شوی. په ځينو تختو “ميتاني” باچاهانواو اميرانو نومونه لیکلي وو چی يوه برخه يې د سانسکرت ژبې نه وه. لکه پوروسا(سړی) تشرتا (ټانګه لرونکې) سوردتا (خدای ورکړې) اندروتا (د اندرا په ملاتړ) سوبهاندو […]

درېم افغان جنګ

د ۱۹۱۹ م په اوړي کې دا جنګ افغانستان له خوا پېل شو او درې مياشتې روان و. کله چې ۲۷ کلن امان الله خان د کابل پر تخت کيناستو نو خپل تره نصر الله يې زندان کې واچوو. په دې خبره پوځي افسرانو کې ناارامي وه او هغوی ته قناعت ورکولو لپاره يې معاش […]

افغانستان او اسلام

په افغانستان کې اسلامي تاريخ د ۶۳۹ م نه پېل کېږي کله چې احنف بن قيس د پارس باچا يزدګرد په تعاقب کې د طبسين د لارې خراسان ته راغی او هرات يې ونيو. په ۷ ميلادي پېړۍ کې د افغانستان خاوره، خراسان، زابلستان، سيستان، کابلستان، باختر او ګندهارا په نومونو پيژندل کيده چې بې […]