د کوټې زلزله

په ۳۱ مې ۱۹۳۵ م نیمه شپه کې د کوټې د پوست افس دېوالي ساعت ستنې په ۲ بجې او ۳ دقیقو ودریدې. په نورو دریو مینټو کې زلزلې ښار په بل مخ واړو او شور زوږ په چیغو او ویر واوختو. هغه چې له ړنګو ودانیو ژوندي ووتل، د خپلوانو په لټون وو خو […]

ايلياډ+ اوډيسی

د یونان په “خیوس” نومې ټاپو کې د یوې تیږې په اړه روایت دی چې درې زره کاله پخوا نابینا شاعر “هومر” به ورباندې کیناستو. د ده په لاس کې ” لایره ” (بربط) ساز او د “ایلیاډ” داستانونه يې زمزمه کول. هومر په ۸۵۰ ق م کې ژوندی و او د آیونیا څو جزیرې […]

د شلۍ زور

د ۲۰۰۵ م په سپرلی کې د څو نورو همکارانو سره غزني ته لاړم. د سهارلس بجې وې نو د پلان سره سم د محمود غزنوي روضه او باغ فیروزه لیدو ته ورغلو. د تاریخ پروګرامونو لپاره هرمناسب ځای کې مې مرکې کولې او یو ټیپ راسره و. د سلطان محمود غزنوي په مقبره د […]

د میوند منګی

د لندن په برتش میوزیم کې پروت دغه منګی د میوند په یوې پخوانۍ کلا کې وموندل شو. دا په سپینو خټو جوړ شوی دی چې دننه فیروزي رنګ لري. د منګي د پاسه د ډيزاین لپاره ګول ټاپه وهل شوې ده. دغې ټاپې، په خټه کې خالونه او نقشونه جوړ کړي دي. دا یو […]

د بغلان کوتره

په دسمبر ۱۹۷۹ م کې روسي پوځونه افغانستان ته ورننوتل او ورسره د ډېرو خلکو ژوند بدل شو. په دوی کې د بغلان نهرین ولسوالۍ د تورین کلي یوه میرمنه عایشه هم وه. د عایشې ځلمي وراره د جهاد لپاره ټوپک واخیستو نو دا هم ورسره مله شوه. د نورو ښځو د کورنیو برعکس د […]

خپلواکي او لباس

په ۲۸ اګست ۱۹۲۸ م. د خپلواکۍ د جشن دا اردو راپور په “سرحد” اونیزه پاڼه کې خپور شو. ” د لوی جرګی غړي، کلی وال او په اروپای لباس اغوستو نه پوهېږی. خو باچا امر کړې دی چې هیڅوک بغیر دریشی (پتلون او کوټ) اغوستو په جشن کې ګډون نه شی کولې. نو حکومت […]

بلورې

په ځینو ځایونو کې کانچې او نورو کې ورته ګولۍ او بلورې وایی. د خټو، شیشو، اوسپنې، پلاسټیک، او د نیمه قیمتي ډبرو لکه د لاجورد یا د عقیق جوړ شوي دغه ګولۍ د ماشومانو د لوبو لپاره ډېر مشهور دي. د دې غټ والې مختلف کیدېشي خو هغه چې د شیشې نه جوړ وي […]

ایف-سي- آر

په سرحد کې د جرایمو قانون (فرانټیر کرایمزریګولېشن) یوه نیمه پېړۍ وړاندې انګریزانو راوستلو چې مخفف يې ایف- سي آر جوړېږي. په ۱۸۴۹ م کې د سیکانو سره دوېم جنګ نه وروسته، انګریز پنجاب ونیولو. هغه وخت د اباسین نه واخله تر خیبر سیمه هیچا په واک کې نه وه. په کابل کې امیر دوست […]

ایلم غر

د پښتو متل “مار چې ځوان شي نو ایلم غر ته ورځي،” ممکن حقیقت ولري. د سوات “ایلم غر” لوړه څوکه ” د جوګیانو سر” نومېږي چې ماران او چمچمار(ناګ) پکې ډېر وي. د یونان په تازیخ کې دا د ” آرونوس” په نوم یاد شوې دی. په ۳۲۷ ق م کې د مقدونيې اسکندر […]

دوه دیګونه

په ۹۷۶ ه (۱۵۶۷ م) مغل اکبر باچا له آګرې لوڅې پښې د راجستان اجمیر ته روان شو. شا و خوا ۴۰۰ کلومیټر دغه مزل د ۱۳ میلادي پېړۍ صوفي خواجه معین الدین چشتي په ذیارت د یو نذر لپاره و چې خدای ورله یو زوی ورکړي. د منښتې لپاره هغه یو لنګر جاري کړو. […]