زمرد

په نړۍ کې څلور قیمتي کاڼي الماس- نیلم، یاقوت( لعل) او زمرد دي. تر ۱۸ پېړۍ، دا په دې ټولو کې ګران بیه کاڼی و ځکه د ۲۰ الماس ( ډایمنډ) په بدل کې به یو زمرد کیدو. دا د خوشبختۍ سمبول او د باچاهانو په تاج کې به خښ و. یو وخت داسې عقیده […]

ګوجر

د زوړ پیښور “پې واله” دکانونو ته به سهار وختي د تازه پیو ډک مسین منګي له ټانګو ښکته کیدل. دغه سوچه پۍ به له شا و خوا کلیو ګوجرانو وړل. دوی په کورونو کې غوا میښې ساتلې او ګوجري ( هندکو) ژبه به يې ویله. په پښتو کې د ګوجر” مانا پۍ خرڅونکي” و. […]

وروستی لودي سلطان

د سکندر مشر زوی ابراهیم په۱۵۱۷م کې د پلار په مړینې د تخت وارث شو. هغه وخت دی د ۳۵ کالو و او د خپل اتالیق شیخ پرملي(فرمولي) څخه يې د عربي او فارسي نه علاوه دینی زدکړې تر سره کړې وې. په ۱۴۵۱م کې د ابراهیم نیکه بهلول لودي د خپلو تکړه سردارانو په […]

زما ژوند او ژوندون (۱۳)

د انګریز په پولیسو کې داسې کسان هم وو چې د اڅکزو سره يې زړه سوي لرله. د دې د مخ نیوي لپاره، حکومت د شپږو میاشتو لپاره د کوټې په پولیسو کې ۲۰۰ اپریدي او نور ځایی خلک د ګلستان شا و خوا غرو کې واچول. په دغو اپریدو کې د یو پیکټ (څوکۍ) […]

خوشال او اقبال

‏د پښتنو ملي شاعر خوشال خان خټک په ۱۷ میلادي پېړۍ کې ژوند کاو. داسې اندازه ده چې هغه ۴۵ زره شعرونه وکښل او د ۲۰۰ کتابونو څخه ” باز نامه، فضل نامه، دستار نامه او فرح نامه” پاتې دي. له ده ۲۰۰ کاله وروسته د هند نامتو شاعر او فلسفي، محمد اقبال ځینې شعرونه […]

سپرغۍ

په ماشومتوب کې زمونږ لپاره یوه ننداره د تبخي د بل مخ سپرغۍ وې. مور به مې ټولې ډوډۍ په شکور کې پروت سور دسترخوان کې تاو کړل او لوی تور تبخی چې تر هغې د دې لاسکی هم سور شوی و، د یو لرګي سره له انغري اوچته کړه او څنګ ته دیوال سره […]

د ایپي فقیر

په هند کې فقیر “ګداګر” یا خیرات غوښتونکي ته وایی او انګریز په هند کې د جهادي مشر یا درویش لپاره د فقیر لقب یو ډول سپکاوي او حقارت له مخې کاراو. د وزیرستان ایپي فقیر په ۲۰ پېړۍ کې د برطانوي استعمار په ضد لوی مبارز و. د ده نوم علي خان او ۱۹ […]

سواره

د ۱۹۹۱م په سپرلي کې مې د کلي په یو کور کې ښځو سره مرکې کولې. د پوخ عمر یوه ښځه له ډېر وخت هلته ناسته وه، په مخ يې لاس ایښې، د نورو خبرې اوریدې. کله چې ټولې لاړې او ما خپل مایکروفون په بیګ کې کیښودو نو هغې راته وویل، ” زما کیسې […]

چیندرو

د کور په چت، کوڅه یا د لوبو میدان کې به مو پر زمکه د سکارو یا د چاک سره څلور ګوټیزه یا ګول کورونه جوړ کړل. د پالش یا د نسوارو تش ډبلی چې خاوره پکې ډکه وه، پر زمکه واچوله او په یوې پښې په ټوپونو وړاندې ورټېله کړه. د دمې لپاره به […]

اجیت خان

په ۱۹۴۰م کې د حیدراباد یو ۱۸ کلن ځوان د فلمونو په شوق کې د کالج سبق پریښودو، خپل کتابونه يې خرڅ کړل او بمبۍ ته لاړو. دغه هلک حامد علیخان په ۲۷ جنوری ۱۹۲۲م کې د ګولکنډه یوې پښتني کورنۍ کې وزیږېدو. نیکه يې په ۱۹ پېړۍ کې له کندهاره کډه شوی او د […]