سوغاتونه

څوک نه پوهيږي چې زمونږ ټولو په سفري بکسونوکی ايښي شيان به د چا پکاريدل که نه؟  مونږ سره ملوبهرنيانوبه د افغانستان دهرښارکی سوغاتونه اخستل اوهدف يې داسې شې وچې بل چا سره نه وي.  يوې ميرمنې لوې تمبل (چمبه) په لاس کی نيولې و، بلې د ټيم جوړ شوې صندوق اودريم تاو شوې نمده […]

دصفيه حليم ليکنوڅخه ځنى لرغونى لغتونه او پشه يي

زه يو پشه يي ويونکى په توگه دلته يوازى هغه ټکو لغوى او اصطلاحى معنا ته اشاره کول غواړم. چې د پشه يي ژبې لرغونى او اوسنى شاعرانو کلام، متلونو، ادب، کولتورسره او همداسې په عامه محارو کى څومره ونډه او نږديکت لرى. گائيو مارتيان : (اريه مقاله. گائيو د پشه يي ژبې د جمع […]

پزیرېک قالین

د مرکزي ایشیا یو پخوانی قالین چې تر اوسه پاتې دی، په ۵۰۰ ق م کې جوړ شو. د ساکای کوچیانو د تمدن دا نښه په ۲۰ پېړۍ کې د قزاقستان د التای غرونو “پزیرېک” په یوې هدیرې کې رابرسیره شوه. له ۶ تر ۴ ق م پېړۍ ساکای قامونو خپلو مړو سره د ژوند […]

ډینډت

په تصویر کې یو سړی د ستار ساز په شان لوی ډانګ په اوږه وړي. د دې یو سر کې غاښ لرونکی پلنه تخته ده. دا د څرمنې یوې تسمې سره بل سر کې تړلی ده. یو لوی کمان ( لینده) او د مضبوط لرګي موګی يې هم په څټ ځوړند دی. دا ” دینډیچ- […]

د نورستان جنګونه

د ۱۸۹۶م په پېل کې د امیر عبد الرحمن د باچاهۍ وروستی جنګ د کافرستان په درو کې پای ته ورسیدو. د هندو کش په غرونو کې پخواني آریایی قامونو تر ۱۹ پېړۍ هم خپل دین” کلاسه”، ژبه او دود دستور ساتلي وو. لوی سبب يې د دوی لږ شمیر او له لویو ښارونو لیرې […]

د تعلیم سفر

تر ۲۰۲۰م په افغانستان کې د تعلیم یافته سړو شمیره ۴۵ في صد او د ښځو ۱۷ في صد اټکل شوی ده. د ۱۵او ۲۴ کالو تر منځ عمر ځوانانو کې یواځې ۴۷ في صد لوستي دي. په ۱۹۰۳م کې د کابل حبیبیه لېسه لومړۍ عصري (موډرن) تعلیمي اداره وه چې څو لوستو افغانانو سره […]

سموسه

په ۲۰۱۱م کې د سومالیه حکومت یو قانون تر مخې، د سموسې په جوړولو او خوړلو بندیز ولګاو. هیڅوک خبر نه دي چې سموسه (سمبوسه) د کوم ځای ښځو په لومړي ځل جوړه کړه. اوس په ټولې نړۍ کې سموسې ته ورته خواړه په مختلفو شکلونو موندل کېږي. اوړه، غوړي او اوبه یو ځای کړي […]

هیپي

د ۱۹۶۹م په سپرلي کې د کالج له خوا یوې مباحثې او لیکوالۍ د مقابلې لپاره نورو جینکو سره لاهور ته تلم. د خپلې استادې په بدرګه د شپې ټرین کې مو سفر کاو. د ښځو په ډبه کې يې راته بکسونه کیښودل نو یوه ځوانه اروپایی جینۍ هم راغله. بهر یو ځوان ورته لاس […]

د ډېلي ډبرلیک

په ۱۵۹۳م ( ۱۰۰۲ ه) کې کښل شوی د سنګ مرمر کتیبه د دلي د خواجه نظام الدین اولیاء سره نزدې په ۱۹ پېړۍ کې وموندل شوه. تر ۱۸۵۸م په هند کې د مغلو واک ختم او انګریزانو حکومت پېل کړو. د ډېلی په لال کلا کې د مختلفو دورو د چور څخه وروسته هم […]

زما ژوند او ژوندون-۸

په ۱۹۳۰ م کې عبد الصمد خان لاهور کې د کانګرس په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړو. هغه وخت د هند مسلمانانو هم د خپل لومړۍ لوی کانفرنس تیاري کوله. دی بېرته ګلستان ته لاړو نو د خپل ورور عبدالسلام خان په ملاتړ يې یو سياسي ګوند جوړ کړو. انګرېز دغه ګوند غير قانوني وګرځاواو […]