بفر زون

په ۱۹ ميلادي پېړۍ کې افغانستان د برطانيې او روس تر منځ بفر سيمه وه. دواړو ملکونو “واخان” د چين سره بفر ټاکلې وه. بفر جلا کوونکې او يو ځاې کوونکې زمکه وي. عادي بفر سيمه سرحدونو او يا جنګيدونکو ملکونو په منځ کې وي چې پوځي فعاليت نه پاک وي. په ځينو ملکونو کې […]

عریان الغیب

د روښان پیریوبل نادر فلسفي اثر دعریان الغیب د قلمي نسخي مشخصات په لاندي ډول سره دي: کچه : ۵/۱۲ = ۵/۲۲ کرښې : ۱۱ مخونه : ۲۸۲ خط : نستعلیق ژبه : فارسی دری د دغه قلمي اثر په اړه ما د روښاني څیړنو په ترڅ کې تراوسه څه نه دي لوستي او نه […]

د استنبول- کندهار خرقه مبارک

خرقه په عربي کې “جُبٌه” هغه اوږد وړين کوټ يا چپن ته وايي چې د سړو لباس د پاسه اغوستل کېږي. د زيړبخن نسواري رنګ يوه خرقه د استنبول په خرقه شريف جومات کې پرته ده او باور کېږي چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم يو صحابي حضرت اوېس قرني ته ورډالۍ کړې وه. […]

عبد الرحمان بې

په ۱۹۲۵ م په استنبول ښار کې د ترکي په نامتو پوځي مشر رؤف بې نامعلومو کسانو ډزې وکړې. خو وژل شوې کس د افغانستان لپاره ټاکلې سفيرعبد الرحمن بې و. د پيښورعبد الرحمن بې د خلافت تحريک پر وخت د هند نه ترکي ته تللې و. د شلمې ميلادي پېړۍ له پېل برطانيې د […]

بيګمۍ وريژې

د سوات خلک وريژو ته نشي تينګيداې او په تيره بيا “بيګمۍ وريژې” يې کمزوري ده. خو د شلمې ميلادي پېړۍ تر نيماي دا وريژې په سوات کې چا نه پيژندلې. په باغ ډېرۍ کې مېشت د يو سردار عبد الرحمن آفندي د کرکرهڼې او د ميوو سره دېره علاقه لرله. آفندي لقب ځينې بارکزي […]

ليلي

د لاهور په ميوزيم کې د مهاراجا رنجيت سنګ سپين اس هم د نندارې لپاره ايښودل شوې دی. ليلي نومې دا اس د مهاراجا ډېر خوښ و او پخپله يې ويل چې د دې د ترلاسه کولو لپاره يې د ډېرو خلکو وينې توې شوي دي. د ليلي اس خاوند د پيښور حاکم يار محمد […]

د افغانستان انځورونه

په ۱۸۳۹ م کې کله چې انګريز ځواک د غزني کلا ونيوله نو د هغه ځای لومړي انځورونه يو پوځي ډاکټر جوړکړل. دا انځورګر ډاکټرجيمز ايټکنسن د انګلستان د “درهم” ښار يو غريب پلار کره زيږېدلی و. له ماشومتوبه د ده د نورو ژبو او د انځورګرۍ سره شوق لرلو. د ده د پلار ځينو […]

سرخاب

په ماشومتوب کې به مو اوريدل چې فلاني ته څه د سرخاب وزره لګيدلې ده؟ سوچ به مو کوو چې دا به هم لکه د هما يو خيالي مارغه وي. خو سرخاب د زرکې د ټبر يو ښکلې مارغه دی. هسې خو د زرکې ۳۰ نه زيات قسمونه دي خو نر سرخاب يې تر ټولو […]

يورپي کېلينډر يا جنتري

ورځ او شپه په ۲۴ ساعتو کې د ويشلو کار په لومړي سر کې د بابل سوميريانو په ۴ ق م پېړۍ کې وکړو. لومړۍ جنتري يا کېلينډر په ۵۳۵ ق م کې د روم د سلطنت له خوا جوړ شو چې ۳۰۴ ورځې او ۱۰ مياشتې يې لرلې. لومړۍ مياشت يې مارچ وه. په […]

دوندی خان

دا انځور په ټوکر جوړ او د هند په مراد اباد کې يو کس حيات النبي سره خوندي دی. هغه دعوا کوي چې دا د روهيله پښتنو نامتو پوځي سالار او نواب دوندې خان څېره ده. دوندې خان د حافظ رحمت خان د تره زوی، په خټه برېڅ او د پښتونخوا د صوابۍ نه روهيلکهنډ […]