اوراورکي

firefly
د برساتونو د ماښام په خړه کې، د رڼا يو پړک به وشو او ما به ورته منډه کړه. به هوا کې مې لاسونه غورځول چې هغه رڼا ونيسم، خو هلته به هيڅ هم نه وو.
ماشومانو به شور جوړ کړو چې هله اورکې، چا به ويل کيرړۍ ده. ما به تر ماسخوتن د اورکي په لټه منډې وهلې خو څه به مې لاس ته نه راتلل.
يو چا به اورکی ونيولو او مونږ ته به راښکاره کړو. دا به د شين رنگ، وړوکې اوږد چينجې و، خو ما پرې باور نه کوو. ما ته به دا بدرنگه ښکاريدو، ترينه به وويريدم او لاس به مې ورته نشو وړې.
د شپې به په انگڼ کې ويده کيدو او مورنه به مې وپوښتل چې اورکې ولې بليږي. هغې به راته کيسه وکړه او زه به ويده شوم. کله کله به مې سوچ کوو چې که سل اورکي راټول شي او په يو بوتل کې يې بند کړم نو د شپې به پری زمونږ کوټه رڼا شي. ځان سره مې هوډ کړې و چې لويه شم نو بيا به اورکو نه نه ويريږم او په بوتل کې به يې بندوم. اوس زه لويه يم، هر څه لرم خو اورکي نه پيدا کيږي.
ای چاپيريال ساتونکو! تاسود قطب د واورو او د اېميزون د ځنگلونوغم خورئ.
يو څوک دې زما د اوراورکو پوښتنه هم وکړي چې څه شول؟
صفيه حليم
Fire Fly

Leave a Reply

Your email address will not be published.