منجیله


د کلي هر کور کې به یوه خیرنه منجیله د ګړونج یا د چاټۍ سره نزدې پرته وه. ښځو به د منګي یا منګو د ټینګولو لپاره دا په سر ایښودله.
د مومندانو جینۍ وکړه
چې په یوه منجیله درې منګي راوړینه
په سر دروند بار (پیټی) وړل یو طبعي انساني عمل دی. تر څو خلکو څاروي د خپل خدمت لپاره روزل، له ځنګله سوند لرګی، میوه او دغسې نور خوراک په اوږه یا په سر وړلو. ښایی کله چې د اوبو راوړلو لپاره له خټو منګي جوړ شول نو ورسره منجیله به هم جوړه شوی وي. له افریقه تر ایشیا هغو ملکونو کې منجیله زیات د ښځو په برخه شوه چې دروند پیټې به يې په سر وړلو.
د پښتو منجیله د منګي سره نزدې تړاو لري خو ” څادر، لوپټه یا لونګۍ منجیله کول” محاوره ښایی چې دا یو ګول شکل او منځ يې سوری وي. د پیښور په مصروف سړکونو ماشومان ” منجیلی واخلۍ” په غږ د لاروو پام ځان ته اړوي. د دوی په لاس کې یوه نرۍ لښته کې هغه خوږه ډوډۍ ( د انګریزي ډونټ) وي چې منځ کې سوری لري.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.