البیرونی


د جهلم سیند په ختیځه غاړه یوه غونډۍ د نندنه کلا نښې لري. شا و خوا ۱۰۰۰ کاله پخوا نامتو عالم البیروني دلته
په لومړي ځل د زمکې قطر(ریډیاس) معلوم کړو. دی یو نابغه و چې پخپل ۶۳ کاله ژوند کې په ۱۲ علومو يې ۱۰۳ کتابونه او مقالې ولیکلې.
محمد بن احمد په ۵ ستمبر ۹۷۳ م کې د خوارزم په یو کلي “کاث” کې وزیږېدو چې د آمو سیند پر ختیځه غاړه “بیرون” کې واقع او اوس ازبکستان کې دی. له وړوکي عمر نه دی به ځنګلي بوټو ته ځیر و او اکثر د “رېحان” یوه غنچه به يې خوشبویی لپاره ګرځوله. مور به ورته د مینې نه “ابورېحان” ویل.
په ماشومتوب کې د ده پلار مړ شو نو مور سره به يې له ځنګله لرګي راټولول. یو روایت دی چې په ځنګله کې ۱۱ کلن محمد د یوناني طب یو عالم (حکیم) سره وپیژندل چې د بوټو نومونه، خاصیت او د یوناني ژبې زدکړه يې ترې پېل کړل. په دریو کالو کې دی د یوناني او سریاني ژبو نه علاوه حکمت او په جغرافیه هم خبر شو. حکیم خپل وطن ته د تلو نه وړاندې ابو رېحان د فلکیات او ریاضي یو عالم ابونصر منصورعلی ته بوتلو چې د خوارزم د “آل عراق” ټبر یو شهزاده و. ابو نصر د هلک استعداد نه خبر شو نو د اوسیدو لپاره يې ورته یو بېل کور او د میاشتې وظیفه وټاکل. ابو نصر پخپله د ده استاد و خو د هغه وخت نامتو ریاضي دان، عبد الصمد ته يې وروسپارلو. له دې وروسته ابو رېحان به د البیروني په لقب یادېدو.
کله چې په خوارزم کې د “آل عراق” حکومت ختم شو نو البیروني د پارس د ګلستان صوبې مرکز “جرجان” ته ورغلو. د هغه ځای حاکم شمس المعالی د ده سرپرستي وکړه او د یو کتاب لیکلو ته يې وهڅاو. البیروني په ” کتاب الآثار الباقیہ عن القرون الخالیہ” کې نجوم، ریاضي، تاریخ او مذهبی فلسفه بیان کړل. د هغه وخت په ټولوعلومو شننه يې وکړه چې یو مستند تاریخ ګڼل کېږي. څه موده وروسته دی بیرته خوارزم ته ورغلو نو هلته په دربار کې یو بل عالم “بوعلی سینا” سره يې ملاقات وشو.
ده په لومړي ځل کشف کړل چې زمکه د لمر چاپېره د تاویدو نه علاوه پخپل محور هم ګرځي. د البیروني ساینسي تجربې د هغه وخت په جوړښتونو کې وکارول شول، لکه زاویه چې په دریو برخو يې وویشله. د ځایونو محیط او قطر. په اوبو او نورو مایعاتو د فشار اندازه او حساب يې جوړ کړو. دغه میکانزم په باغونو کې د “فواری” په جوړولو کې وکارول شو. البیروني د سلطان محمود نه ۲ کاله کشر و او د ۴۵ کالو په عمر کې دی غزني ته لاړو نو هغه ورته د څېړنو او پلټنو اسانتیاوې ورکړې. البیروني یو لوی ساعت جوړ کړو چې منځ کې يې د مقناطیس ستنه وه. دغه ستنه به هر ځای د قطب لوري ته تاویده چې د نړۍ لومړی اصطرلاب یا قطب نما وه.
د البیروني نه وړاندې هم دوه عرب ساینس پوهانو د زمکې قطر د معلومولو هڅه کړې وه. په ۱۰۱۷ م کې البیروني د سلطان محمود سره هند ته لاړو نو په نندنه کلا کې يې خپله لیبارټري جوړه کړه. ده د اسطرلاب په مرسته د غر او هوارې نه د افق فاصله او بیا د زمکې قطر معلوم کړو چې ۶۳۳۵ کلومیټړ کېدو. په ۲۰ پېړۍ کې د امریکه د ناسا ادارې دغه قطر ۶۳۷۱ ټاکلی دی چې د البیروني د پیمایش نه لږ توپیر لري.
البیروني د عربی او فارسی نه علاوه، په یونانی، سریاني او عبرانی هم پوهیدو او په نندنه کلا کې يې سانسکرت ژبې په زدکړه پېل وکړو. دا ګرانه ژبه ده او بله ددې زدکړه یواځې د برهمن حق ګڼل کیده. البیروني شا و خوا ۱۷ کاله په هند کې د خلکو ژوند ژواک په اړه لیکنې کولې او اخر د ۶۰ کالو په عمر کې يې “کتاب الهند” پوره کړو. د یو بهرني له خوا دا لومړی کتاب و چې بې له تعصب پکې د هند کلچر، دین، تاریخ او جغرافیه بیان شوي وو. د کتاب په سریزه کې د نورو خبرو نه علاوه لیکي چې هندوان پخپلو دیني اختلافاتو کې د یو بل سره جنګ نه کوي. د دوی جګړه تش تر ژبې محدود وي او هیڅوک په مذهبی اختلاف کې ځان یا بل څوک نه وژني. په تېرو ۱۰۰۰ کالو کې دغه کتاب د هند د تاریخ لیکونکو لپاره تر ټولو لویه سرچینه ده.
البیروني د خپل ژوند پاتې کلونه په غزنی کې واړول. د ده یو بل نامتو کتاب “قانون مسعودی” د فلکیات او ریاضی په اړه کیتلاګ دی. د دې کتاب له کبله البیروني د یو لوی ساینس پوهه او ریاضی دان ګڼل کېږي. ده په ریاضی، تاریخ، جغرافیه، کیمیا، فزکس، تمدن، د ستورو او سیارو د علم او په بوټو د ۱۰۰ نه زیات کتابونه او مقالې ولیکلې. ډېر کتابونه يې په عربي کې او ځینې يې په عربی او فارسي دواړو کې ولیکل. زیات يې اوس نه موندل کېږي. په دوی کې د ستورو په اړه معلومات. د نړۍ د تمدنونو تاریخ چې ورسره د هرې سیمې جغرافیه او کلچر تاریخ لیکل شوي وو. د قیمتي کاڼو، معدنیاتو او طب په اړه يې هم ولیکل. البیروني په ۱۰۵۰ م د ۷۷ کالو په عمر کې وفات او په غزني کې خاورو ته وسپارل شو. په څو سوو کالو کې البیروني د سیمې له خلکو هیر شو خو کتابونه يې په یوناني وژباړل شول. کتاب الهند تر ټولو زیات ترجمه شو.
په ۱۹۷۳ م کې د دې نامتو عالم ۱۰۰۰ کلن تلین د لمانځنو په وخت د ده د قبر لټون وشو. د غزني بالاحصار په ختیځ کې “بهلول باغ” کې د ده د قبر شناخته هم ورکه وه. د نوی شناخت سره دا مقبره جوړه شوه خو بیا د کورني جنګونو سره بې غوره پاتې شوه.
د ایران په ویانا کې د البیروني یوه مجسمه ودروله او روسانو د پوسټ یادګاري ټکټ چاپ کړو. خو د البیروني د علم نه اروپایی ساینس پوهانو ګټه واخیسته. د یونان نه د ده کتابونه په نورو اروپایی ژبو وژباړل شول او د اوسني ساینس په پرمختګ کې يې ترې کار واخیستو. د دې نابغه انسان په ویاړ په سپوږمۍ کې یو غر “البیرونی کریټر” ونومول شو.
په ۲۰۱۳ م کې د امریکې حکومت له خوا ۲۲ میلینه ډالرو په لګښت دغه مقبره بیرته جوړه شوه او ” البیروني باغ” نوم يې ورته ورکړو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۲ اپریل ۲۰۱۹ م

1 Comment

Add a Comment
  1. له بده مرغه چې د البیرونی مزار تراوسه هم په هغه شان چې وران اوګنډواله ،و اوس هم دی ، هیڅ جوړشوی نه دی اونه پرې چا ۲۲ ملیونو ډالره خرڅ کړي دي . اوس هم دهغه قبر ترماتو ډبرو لاندې دی هیچایی هم دجوړیدو له پاره هڅه اوتکل نه دی کړی . درناوی یوه یادونه وه .
    رشید

Leave a Reply to رشید Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *