لونګ او لونګين

SAMSUNG CAMERA PICTURES
لونګ د ګرمو ساحلي سيمو يوه ميوه ده چې د ونو نه راټولول کیږي. د هند د جنوبي ساحلونو او د ملايا د جزيرو دا ميوه يوه ډېره قيمتي مساله وه چې د وريښمو د لارې به يې مرکزي ايشيا ته وړله. لکه د لاچي او نورو خوشبو لرونکو توکو، لونګ ګران بيه وو نو ځکه خلکو د عطر په توګه کارول.
بيا يو وخت انسان دا معلومه کړه چې په کوم صندوق کې لونګ پراته وي، هلته وريښمينې جامې د چينجو نه محفوظ وي. وروسته پښتنو مېرمنو څو دانې لونګ په تار کې وپیيل او د هغه ورېښمين کميس پرغاړه به يې وټومبل چې صندوق کې به يې ساتلو. هم دغه لونګين او يوه ګټه يې دا شوه چې په کميس کی به د لونګو خوشبو جذب شو. لونګين د ښځو پرغاړه ځړېدو نو څوک چې به ورته ډېر ګران وو، هغه يې لونګين بللو. مېندو به خپل نازولی زوی او مېرمنو به عاشق ته لونګين نوم اخيستو.
لونګين د ناوې د پسول يوه لازمي برخه شوه. په پېښور کې د ناوې د سپينو زرو ګاڼو کې يو لونګين امیل هم و. دا دود د هند په پښتنو کې تر اوسه پاتې دی او ناوې ته لونګين ورکول ضرور وي. اوس پوښتنه دا ده چې په ولسي سندرو کې د لونګو د لو ذکر څنګه راغلی دی؟
لو ګډ شو- د لونګو لو ګډ شو
هغه سيمه کې چې نه د دې ونه کېږي او نه يې چا د کرلو هڅه کړی ده. د لونګو لو څنګه کېدی شي؟
يا خو دا چې يو وخت پښتانه په جنوبي هند کې د سمندر سره نږدې مېشت وواو هلته يې لونګ راټولول. د هغه ځای نه يې کډه وکړه او دا سندره ورسره پاتې شوه. دویم دا چې يو شاعر ممکن دا ارمان کړی وي چې د پېغلې د غاړې لونګين وشکوي او دا يې د لو سره تشبيه کړو. په پښتوشعر کې هر څه امکان لري. خو لونګين يواځې د پښتنو د کلچر برخه نه وه بلکه ټولو قبايلي ټولنو کې د ډول سينګار يو ضروري توکی و. د دې مضمون سره مل عکس د الجزاير د بربر قبيلې لونګين دی چې اوس يې په يو ميوزيم کې ايښی دی.
د خپريدو نيټه
۱۸ مې ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

2 Responses to لونګ او لونګين

  1. john england
    4 September, 2016 at 7:13 PM

    Rahmatullah Safi was a general in a mujahideen group fighting the Russians. I was deputy head teacher of a primary school in England. We were neighbours in the UK and in 1988 Safi invited me to visit him in Pakistan and to go ‘inside’ Afghanistan. The book, with photographs, is the diary of that journey: from Peshawar to Gardez and back again.

    As you are interested in Afghanistan and its history, I thought you might like to know about this publication.

    http://iconnection.co.uk/books

    John England.

    • admin
      5 September, 2016 at 4:40 PM

      Thanks for the information.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *