ډايري ليکل

diary
ما يو وخت پخپل کتابگوټي کې وليکل، ” بيگا د هندوستان جازونو د پيښور په ايرپورټ بمباري وکړه. مونږ شميرل. پورا اته بمونه و، اسمان به سور شو” کلونه وروسته مې هغه ډايري ولوستله نو د ۱۹۶۵ م د اوولسو ورځود جنگ حال مې داسې ليکلې و لکه چې څوک د يو فلم حال ليکي.
د خپل ژوند يو اړخ په اړه هرڅوک په اسانه خبرې کولې شي. که تاسو د ورځې يوه پېښه بل ته بيانولې شئ نودا په کاغذ هم ليکلې شئ. که څوک ليک ولوست کولې شي نوخپل ياداښتونه ليکل تر ټولواسانه کاردې. يو کتابگوټې او قلم پکار وي او که هره ورځ نه وي نو په دوېمه يا درېمه پکې هغه پيښه وليکئ چې ستاسو لپاره مهم وي. ځينې خلک د شپې ويده کيدو پر وخت د ورځې ټولې خبرې داسې ليکي لکه چې د خان سره خبرې کوي. دا هغه عادت دې چې که څوک يې ولري نود ژوند ترخې شيبې ورته اسانې شي.
دډايري ليکلو يوه گټه دا ده چې د وخت په تيريدو انساني حافظه کمزورې شي اوځينې پيښې درنه پخپله هيرېږي. يو وخت خپلې ليکنې درته د يو تاريخ په څيرښکاري. ځکه د خپل کلي او ماحول د بدلون سره هغه ماشومان چې ستاسو په وخت کې يې ژوند نه وي کړې، د خپل کلچرنه خبريږي.
ډايري څوک ددې لپاره نه ليکي چې دا به چاپ شي. زيات وخت دا د کورنۍ د غړوسره پاتې وي او د يوې سيمې تاريخ وي. ضرورنه ده چې هره پيښه د يوې کيسې په شان اوږده وي. خپله ډايري ليکل نه يواځې د وخت تاريخ ثبتول دي بلکه د کيسو د ليکلو لپاره لومړې گام وي. په متمدنو ملکونو کې د ځينو نامتوکسانوياداښتونه اوس د يوتاريخي سرچينې په توگه د تاريخ ليکونکولارښود وي.

صفيه حليم
د خبريدو نيته
لومړۍ اپريل ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.