Month: March 2013

ايسپ

هغه هوښيار کارغه چې د اوبو څښلو لپاره يې په منگي کې کاڼي واچول، هغه موږک چې په جال کې بند زمري مرسته وکړه، هغه سپې چې په اوبو کې يې بل سپي پسې وغپل اود خپلې خلې هډوکې ترې پريوتو: داسې بې شميره د ځناورو کيسې دي چې يو به پکې تاسواوريدلي يا ولوستي […]

پالي ژبه

ارياي ژبه ترڅو چې د هند ختيځوسيموته رسيده نوپه څو برخو ويشل شوې او نورې ژبې پکې ورگډې شوې وې. دوه نيم زره کاله پخوا د اوسني بهار په مگهدا کې د هندې ارياي ژبو يوه څانگه پالي ونومول شوه. د پالي مانا، ” متن” يا ليکنه او دا د سانسکرت څانگه نه ده که […]

بلبل او گل. آسکر وايلډ

” په دې ټول باغ کې سور گلاب نشته او زما معشوقه واي چې هله به درسره نڅيږم چې راته سور گلاب راوړې.” ځوان محصل دا خبره په زوره وکړه او د څيړۍ په ونې کې بلبل په زالې کې دده غږ واوريدو نود پاڼو نه يې خپل سر رابهر کړو. دې لگياو، ” په […]

د خراسان شپږ ښاغلي

د دسمبر د مياشتې ۱۴ نيټه او کال ۱۹۹۲ م د ترکي په پلازمينې انقره کې د شپې ښې واورې شوې وې. زه سهار اوو بجې ددې ښار د بسونو لوې اډې نه ورسيدم او د شلو نورو کسانو سره په يو بس کې کيناستم. زمونږ منزل د قونيه ښار و چې د ترکي د […]

برسنډې

د خيبر پښتونخوا په چارسده کی د اوړي په پيل کی دغنمود رنگ د گنو په شان ډانډي په بازارکی خرڅيږي چې خلک ورته برسنډې واي. دا لکه د گنډېرو پريکوي، د نورو سبو په شان ځان له، يا د غوښې سره يوځاې پخوي چې د الوگانوخوند لري. دا ډانډي د برسنډې د گل جرړې […]

ښايست- د لنډو کيسو کتاب

ښايست د لنډو کيسو هغه ټولگه ده چې په ۲۰۰۷ م کال کې د ” صحاف نشراتي موسسې” په کوټه کې خپور کړو. د کتاب کتونکې بارکوال مياخيل و او د لاهور په اکرم پريس کې چاپ شوې و. په دې ټولگه کې څوارلس کيسې شاملې دي او د انټرنيټ په پاڼو کې د چاپ […]

په کتاب تبصره

په پښتو کې اوس هره مياشت نوي کتابونه چاپيږي چې ځينې يې په انټرنيټ هم خپريږي. خو د ولوستونکو شميره هغه هومره نه ده ډيره شوې. يو علت يې دا دې چې خلک د کتاب دخپريدو نه، نه خبريږي. دا د ميډيا کار وي چې نوي کتابونه خلکو ته وروپيژني. ښه ژورناليسټ هم هغه وي […]

د شاه جي ډيرۍ

په دريمې ميلادي پيړۍ کی دچين اوهند له خوا لويديځ ته تلونکی تجارتي قافلې له پيښور ښار ته به نه و رسيدلي چې په اوښانو او اسونو ناستو کسانو به شل کلوميټر ليرې د يوې لوړې منارې سر وليدو. هغه وخت دا مناره هم هاغسی گڼل کيده لکه چې نن د پاريس ايفل ټاور يا […]

د بلخ پټه خزانه

په بلخ کې دعباسي خلفاو په وخت يو والي ټاکل شوې و چې داود بن علي نوميدو. يو ځل عباسي خليفه د بلخ خلکو ته په قهرشو چې دوي ورته ماليه او جزيه نه ورکوله. دبغداد نه يوچارواکې بلخ ته ورغلو چې د اسلامي حکومت لپاره د خلکو نه پيسې راټولې کړي. د ښار د […]

پاکستان کې پښتانه قبايل

په دې سيمو کې چرې هم سرشميرنه نه ده شوې خود پاکستاني حکومت د اندازې ترمخه په قبايلي سيمه کې درې اعشاريه يوميلين، ۳۱ لکه وگړي ژوند کوي. پخپله قبايل واي چې دوي اويا لکه، ۷ ميلينه دي. ددې قبايلود ۷۰ نه زيات لوې قامونه په دې سيمو کې ميشت دي اوپه پاکستان کې دا […]