د هيروډوټس تاريخونه

پښتانه کله چې خپل تاريخ ليکي نود سرچينې په توگه د “هيروډوټس” نوم يادوي. د ۴۸۰ ق-م نه واخلې تر ۴۲۵ ق م. پيښې په يوناني ژبې وليکلې چې لاطيني “انکوايري” تورې يې ورته کارو اود پوښتنوگرويږنو مانا ورکوي. دده نه وروستودا ليکنې په نهوبرخو(کتابونو) کې چاپ او”تاريخونه” ونومول شول. وروستو په پارسي او نوروژبو ته واړول شو. په انگريزي کې ددې ژباړه په ۱۸۵۸ م کې جارج رالنسن وکړه.
هيروډوټس د ځينو له خوا ” د تاريخ پلار” اونورو له خوا د ” دروغجنوپلار” په لقب مشهور شو. دپيښو او خلکو په اړه د يونان او د روم نورو ليکوالانو دده نه وړاندې ليکنې کړې وې او ښاي هيروډوټس هغه ولوستې وې. خو دده تاريخ پورا پاتې شوې دې نو ځکه سوونو کاله وروستو هم خلکو ترلاسه کولې شو.
دې د يونان نه و او د “هاليکرنايسيس ” نومې جزيره کې زيږيدلې و چې اوس د ترکي يوه برخه ده. ددې ځاې خلکو د يونان د حملې پر ضد پاڅون کړې و چې هيروډوټس هم پکې و. دې د نورو خلکو په شان د ايونيا د ساموس نومې جزيرې ته يې وشړلو. وروستو دې خپل ټاټوبي ته بيرته راغلوخوده د هغه وخت معلومې نړۍ ځينې ملکونه هم وليدل چې مصر، ميسوپوټيميا(عراق، شام) او فونيشيا ( ټيونس) و. دې د يونان په پلازمينې اتن کې هم څه وخت پاتې شو او نورو ليکوالانو سره يې وليدل.

هيروډوټس د داسې ځايونو حال هم وليکلوچې پخپله ورته نه و تللې خوده خپل معلومات د څوسرچينونه اخستو اود يو بل سره به يې پرتله کول. بيا هم د حقايقو سره کله کله افسانې يې هم وليکلې چې وروستو دروغ وختلې.
” تاريخونه” د پارس د هخاميني سلطنت د څلوروباچاهانو، کوروش (سايرس) کمبوج، داريوش او د خشايارد وختونو حال دې. د هيروډوټس هدف دا وچې ديونان او پارس د اوج او د زوال پيښې خلکوته وښاي. خود پارس ليکوالانودا د خپل تاريخ او د پرتم د ښودلو لپاره يوه سرچينه کړه.
هغه څه چې د پښتنولپاره په زړه پورې ده، يو څونومونه دي چې په دريم او اووم کتاب کې لنډ معلومات دي. دا دومره لږ دي چې مونږ ورته د پښتنو تاريخ نه شو ويلې او نه له دې څه نوي معلومات ترلاسه کيږي.
دريم کتاب
د پارس کروش ( سايرس) زوې د کمبوج له خوا په يونان د حملې حال دې. دده په پوځ کې د بيلا بيلو قامونود جنگيالو په اړه ليکلې دې. دې د ” کسپاتايرس” سيمې نوم يادوي چې ممکن يا کابل او يا کشميرو. دکمبوج په واک کې وړو سيمو نهد کال باج ( ټيکس) د سرو زرود خښتو په شکل کې اخستل کيدو. دا خښتې په يوناني ژبې کې ” ټيلنټ” نوميدې او يو ټيلنټ ۲۶ کيلو گرام وزن لرلو. دا معاري وزن نه و او د هر حکومت په وخت کې يې کچ بدليدو.

گنداريان، داديکاي اواپرتاي چې ټول يوخلک گڼل کيږي، د ۱۷۰ ټيلنټ باج ورکوو. دا اوومه ستراپي (صوبه) وه. د باختري قبايلو نه ان تر “ايگلي” ۳۶۰ ټيليڼت باج ترلاسه شو. دا دولسمه ستراپي وه. د پکتيکا، ارمينيا، اودتورې بهيرې نوروملکونو نه ۴۰۰ ټيليڼت اخستل کيده چې ديارلسمه ستراپي وه.
ساکايانو او کسپيايانو ۲۵۰ ټيلنټ ورکول او دا پينځلسمه ستراپي وه. پارتيانو، خوراميانو، خورازميانو، سوغديانو او اريانو ۳۰۰ ټيلنټ ورکول چې شپاړسمه ستراپي وه.
هندوستانيان چې د نورو ټولونه يې شميره زياته ده د هرچا نه زيات باج ورکوو چې ۳۶۰ ټيلنټ و. دا شلمه ستراپي وه…….
خشايار خپل کسان انډوس (اباسين) ته ورواستول چې تمسا ( مگرمچهه) يې لرل. هغو خپل سفر د کستاپايرس نه پيل کړو چې د پکتيکا د سيمې يو ښار و. دوي په کشتيو کې دې سيند کې ښکته لوري ته ولاړل. ( د هيروډوټس غلطي دا وه چې د کابل سيند يې اباسين گڼلو).
ددوي سره سره د هند بل ډول خلک هم دي چې د کسپاتايرس ښاراو د پکتيکا د ملک سره يې پله ده. دوي د هند د نوروخلکو نه په شمال کې اوسيږي او هم هغسې ژوند کوي لکه چې باختريان يې کوي. دوي د نورو قبيلو په پرتله سخت جنگيالي دي. (هم دا سبب دې) ددوي سړي د سرو زرود راويستلولپاره ورليږل کيږي ځکه د هند هغه برخه دشته ( ريگستان) ده. …….
په ايشيا کې يوه هواره زمکه د هرې خوا نه په غرونوکې راگيره ده . په دې غرونوکې پينځه لارې دي . دا زمکه د خورازميانو، هرکانيانو، پارتيانو، سرانجيانو او تمانيانود ملکونو په منځ کې ده. پخوا دا د خورازميانوپه لاس کې وه. خو کله راهيسې چې پارسيانود ايشيا واک ترلاسه کړې دې، دا د لوې باچا ( کروش) ملکيت ده. يولوې سيند چې اسيس ( اکيس) نوميږي ددې د غرونو نه رابهيږي اوهغه پينځه لارې چې پخوا مې زکرکړې دې، د هغوي نه راتويږي، دې پينځو ملکونو ته چې نومونه يې واخستل شول، دخلکو زمکې خړوبوي.
کله چې پارسيان راغلل او دا زمکه يې ونيوله، نوهغو خلکو ته يې نيت بد شو . د لوې باچا له خوا د غرونو هغه ټولې لارې په بندونووتړل شوې چې اوبه بهرته وونه ځي. هغه اوبه د غرونو په منځ کې راټوليدې، د بهروتلو لاره يې نه موندله او هغه هواره زمکه سمندرشوه.
له هغې راهيسې د پينځو قامونوخلک چې دا اوبه يې کارولې، په سخت مشکل کې دي. په ژمي کې دوي د نورو خلکو په شان دباران اوبه لري خو په اوړي کې کله چې دوي د جوارواو د کونځلو(کونجتو) دانه کرلې وي نو تل د سيند اوبو ته اړوي. کله چې اوبه نه وي نوددوي ښځې اونرټول پارس ته ځي اود باچا د ماڼۍ په دروازه په زوره زوره ژاړي. د باچا په امرهرهغه ملک لوري ته چې د اوبو اړتيا يې ډيره وي د بند دروازه پرانستل شي. په دې اوبو د هغوي زمکې خړوبې شي نو هغه لوري ته دروازه بيرته وتړل شي. بيا بل لورې چې اوبو ته اړ وي بند پرانستل کيږي. راته دا وويل شول چې باچا ترهغې د بند د خلاصولوامرنه کوي ترڅو چې د باج نه علاوه ورته هغوخلکوډيرې پيسې نه وي ورکړي.

( دا هواره زمکه او ددې پينځه لارې يوه افسانه ده خوکيديشي چې هيروډوټس هغه وخت د اوبود ويش خبره يې اوريدلې وي. په تيره بيا د هري رود اوبه چې څو بندونه يې لرل.)
په يونان دخاشايار د حملې پر وخت هيروډوټس ليکي….
” اريانو د ميديانوپه څيرليندې لرلې، خونورد باختريانو په شان په وسلو سمبال و. ددوي مشرسياسميز، د پلار نوم يې حايدرنيزو. پارتيان، خورازميان او داديکاي په هرلحاظ د باختريانو وسله لرله. د پارتيانواو د خورازميانو کوماندان ارتابازوس و چې پلار يې فارنيسيزنوميږي. د سغديانو سالارازنينس چې د ارتيوس زوې و، د گنداريانواو داديکاي سالارارتيفايس دپلار نوم يې ارتبانس و. پکتيانو د تورپوستين چپنې(کوټ) اغوستې او د خپل ملک ليندۍ او خنجر ورسره و. ددوي سالارارتينتيس د ايتاميتريس زوې و”

اووم کتاب
” د کوچيانو قبيله چې سگرتيان نوميږي، ژبه يې پارسي ده او جامې يې نيمې د پارسيانواو نيمې د پکتيانو په شان وي. ددوي په پوځ کې اته زره سپاره دي. دا خلک د برونزو يا د اوسپنې وسله نه لري، فقط يو خنجر ورسره وي. خو دوي ځان سره يو پړې گرځوي چې د مزو په پئيلو يې جوړ کړي وي اوډيرپرې باورکوي.
ددوي د جنگ طريقه داسې ده. کله چې د دښمن سره مخامخ شي نو سمدلاسه خپل پړې ورباندې وغورځوي. د پړي سر په يوه حلقه کې وټه شوي وي اوپه دې حلقه کې هرڅه چې ونښتل که انسان وي او که اس، دوي يې ځان ته راکاږي. دښمن چې په دې پړي کې راگير شي نو ورسره راښکل کيږي او ووژل شي.”

سرچينه
تاريخونه. هيروډوټس. د جارج رالنسن ژباړه، ۱۸۵۸ م د ټام گريفت د سريزې سره چې په ۱۹۹۶ م کې د نړۍ د ادبياتو د ورډزورت کلاسيک خپرونوبيا چاپ کړو.
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *