مصنوعي ذهانت

Data Science and Big Data Analytics concept. Analyst uses AI technology for Complex Data Analysis, Data mining, and Business analytics. Data flow,machine learning automation, and AI analytics system.


ځینې ورته “مصنوعي ځیرکتیا” وایی. د ای- آیی یا آرټیفیشل انټیلیجنس اوس یو عادي نوم دی.
د کمپیوټر ایجاد سره د انسان لپاره د تخلیق او د نویو هنرونو دراوزې پرانستې دي. پخواني مسلکونه په ختمیدو او نویو ته لاره پیدا شوی ده. یو ماشوم د چېټ جي بي نه پوښتنه کوي او هغه ورته پوره معلومات ورکوي.
مصنوعي زهانت زمونږ د تاریخي اسناد د خوندي کولو لپاره لویه مرسته ده. د نړۍ په لویو کتابخانو کې هغه پخوانۍ صحیفې چې د لوستلو لپاره به زما په شان څېړونکو ورته په ساعتونو سفر کاو، اوس په کور کې د دې کاپي تر لاسه کیدای شي. د تاریخي اسناد، پخواني عکسونه، لیکونه، د اخبارمضامین او هغه سرکاري اسناد چې د څېړونکو لپاره لومړۍ سرچینې وې، اوس ای- آی درته پیدا کوي.
خو ورسره دغه ټیکنالوجي د غلو لاس ته هم ورغلی ده. د بیلګې په توګه، د اورنګزیب باچا لاس لیک، یو پخوانی سند په ای- آیی کاپي کېږي او کټ مټ بل سند ترې جوړېږي. بیا دا په سوشل میډیا خپروي او نوي لیکوالان چې د ریسرچ په اصولو ناخبره، کتابونه يې نه وې لوستي، دا مستند وګڼي.
د پښتنو یوه ستونزه د کتابونو نه لوستل دي او زیات معلومات اوس د سمارټ فون نه تر لاسه کوي. په دې چاپیریال کې د تکړه ژورنالیسټ دنده نوره هم سخته شوی ده. په سوشل میدیا د یو ویډیو خپریدل، نړۍ وال مطبوعات ته لوی جنجال وي. د داسې ویډیو یا عکس سپیناوي لپاره ډېر وخت تیرېږي.
د جعلي اسناد، عکسونو او ویډیو خپرونکي اکثر نا لوستي کسان وي او د دوی له خوا لیکلی جملو کې يې تعلیمي معیار ښکاره شي. له نیکه مرغه هم دغه مصنوعي زهانت د دوی دروغ افشاء کولی شي. هغه عکس یا سند چې غلو ته يې جوړ کړی وي، د یو بل پروګرام د لارې په یوه شېبه کې يې سپیناوی وشي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *