په پيښور کې د سيټهيانو کورونه

د ۱۹۶۴ د ژمي يوه باراني ورځ وه او دپيښور د زاړه ښار په منځ کی جوړ زمونږ د ښوونځي ډيرې جينکۍ نه وې راغلې. په داسی ورځ د تفريح پر وخت به کله کله د نزدې اوسيدونکو جينکو خپلې ملگری له ځانه سره کورونو ته بوتلې. زمونږ ه يو ملگرې د سيټيانو د کورنۍ وه ( هغه وخت مونږ خبر نه و چې سيټيان څوک و) او په دی ورځ مونږ دری څلور جينکۍ ورسره کور ته ولاړو چې د گنټه گر په يوه کوڅه کی و.

د کورپه لويه دروازه وردننه کيدوسره مو وليدل چې دخښتو په فرش پوښلې يوپراخ انگڼ په منځ کی د اوبو فواره او تالاب جوړو. د انگڼ چاپيره دالانونه وچې محرابي کړکۍ يې لکه د لويودروازو او د پاسه پری د لرگينې جالۍ ساوانونه جوړ و. ددی محرابي کړکيوتختې چې اروسي ( عروسي ) يې ورته ويل، ديو بل د پاڅه بندواو د اړتيا پر وخت بره يا ښکته کيدې شول. د اروسي دروازو د پاسه محراب په رنگينو شيشو بند شوی و. د کړکيو نه وراخوا دننه يو بل دالان وچې پکی چيني خانې جوړی وې. دا په ديوالونوکی لوې محرابي پرانستې المارۍ وې او پکی په وړو وړو طاقچو کی لوښي او نور شيان ايښي و. هلته مو سره، شنه او نيلا رنگ غورۍ، چيني کاسې او چينکونه وليدل چې خلکو به د گردنر په نوم يادول. د چيني خانو چاپيره ښکلې نقاشي شوی وه. په چت رنگا رنگ گلونه و اوپه منځ کی د بلورو يو لوې فانوس ځړيدو. د چيني خانو سره په ديوال لويه هنداره د لرگي په چوکاټ کی لگيدلې وه. په هغه دالان کی څوک نه و او زمونږ ملگری مور پسې پخلنځي ته ولاړه چې د دی لوی انگڼ په بل سر کی وه. مونږ ته دا ټول ځاې د الف ليلا د داستانونوپه څير ښکاريدو. پر زمکه قالينې او د پاسه پرې گول بالښتونه ايښي و. يوې خوا ته د لاس وينځلو لپاره د ميسو لوټا او چلمچي واومونږ ټول وخت هغه فانوس ته کتل چې د بلورو لوې او وړې پترې،پاندونه او زنگولې ورسره ځړيدې. دبل دالان نه پوړۍ بالا خانې ته تللې وې چې د لرگي لوې تخت پرې پروت و. ددی کور انځور زما په زهن کی نقش شو. د سيټيانو کور ته به کله کله تلو ځکه ددی اوسيدونکو د کور دروازې به تل پرانستې ساتلې.
د ښارکورونه
د پيښورپه زاړه ښارکی دپخواني کورونوجوړښت دهند او د مرکزي ايشيا يوه گډوله وي. په نولسمې پيړۍ کی داد لرغون پوهانو له خواد يوځانگړي جوړښت په توگه وومنل شو. د پيښور يو عام کورد سړک يا د کوڅې پر غاړه جوړيږي او زيات وخت درې منزله وي. ددې دروازه د لرگي او ورباندې چتر کاري ( کنده کاري) شوې وه چې د گندهارا د تمدن يوه نښه وه. د نقاشۍ سره د اوسپنې وړې وړې څرخۍ به يې ورباندې تک وهلې چې د کور د خاوند شته مني به يې څرگندوله. د دروازې نه دننه کيدو سره يوه لويه خونه وه چې ورته " ډيوډۍ" واي. دا دومره لويه وي چې د ښځو لپاره ډولۍ به پکې ځايدې شوه. په ډيوډۍ کې کله يوه او کله دوه دروازې جوړيدې چې يوه به يې بيټک او بله د کور غولي ته وتله. په ډيرو زړو کورونو کې کچه ( خامه) خښته او لرگې کارول شوي دي خو د پخو خښتو کورونه هم ډيرجوړيدل. په منځ کی دغولې ( انگڼ ) د پاسه په بره پوړ کې د اوسپنې جال لگيدلې وي چې " منگ " نوميږي. ددې د لارې په ښکته انگڼ کې لمر اورڼا راتلل. د انگڼ چاپيره دالان ( برنډه ) وي چې محرابي دروازې ( کړکۍ ) لري چې د لرگي تختی (اروسي) لري. د پيښور خلک ورته " بسته" واي. کله چې اروسۍ بره کيکاږي نو هلته يوه طاقچه کی بند شي. بيا تر څو چې يوکس دا راښکته نه کړي، هم هلته بند وي. ددی کړکيو د پاسه د رنگينو شيشو محرابونه او دننه چيني خانې د مرکزي ايشيا د جوړښت يوه بيلگه ده. داسې کورونو ته به يې حويلي ويل

Sethi house
د کور د لوې دروازې سره جوښت د بره ختلو لپاره د خښتولس دولس پوړۍ وې چې د هر يوجې ( حاشيه) تل د لرگي جوړيده. د دی پوړيو په پاې کې يوه دروازه دهر پوړدالان ته وتلې وه. ښکته پوړ کی د سړو لپاره بيټک ( هوجره) وي چې دروازه يې کوڅې ته خلاصيږي. بره د لومړي پوړچاپيره دالانونوکی څوکورنۍ اوسيږي. د کوڅې دروازه به سهار خلاصه شوه ، د هرې يوې کورنۍ خلکو پری تگ راتگ کولې شواود شپې به بنديده.

په زياتو کورونوکی پخلن ځاې اوحمام د کور په چت ( بام)وي. په دريم پوړ وړې کوډلې هم جوړې وي چې د گودام په توگه کاريږي او پکې د سيزلو لرگي، سکاره او نورشيان ايښودل کيده. د کوڅې د دواړو تمبود بندولو لپاره ددې د بره برخې په چوکاټ د اوسپنې دوه لوې ټوټې چې ښکته پورته کيدې شي، لگيدلې وي. دې ته " هوړه " واي چې د راښکلو لپاره ورسره پړی تړلې وي او دپړي بل سر ټولو چتونو سره نښتې وي. کله چې دروازه بنده وي اوله بهرڅوک ورله ټيله ورکړي نو هوړه وشړنگيږي او بره نه د پړي په راښکلو د اوسپنې هغه ټوټه چې دروازه يې بنده کړی وي، لرې شي. د شته منو خلکو په کورونو کی ته خانه ( تکاوي ) هم جوړه وي چې په اوړي کی يې خلک د غرمې خوب لپاره کاروي.
اووکورونه
دپيښورد زوړ ښار په منځ کی دسيټيانو ووکورونه په پيښور کی ځانگړي نه دي او ښاي ددوي په څير پخوا نورکورونه هم وچې دوخت په تيريدويا وران شول يا اوسيدونکوپکی بدلونونه وکړل او يا د نوي سره ورباندې د سيمټوکورونه جوړ شول. خو دسيټيانودکورونو جوړښت هم هغسې پاتې دی چې له پيل راهيسې و. دا کورونه په ۱۸۸۲ م کی حاجي احمد گل نومې تجار جوړ کړي و. د خپل وخت ښايسته او گران بيعه په دی کورونو کی پخه خښته او لرگې کارول شوې دې. په دروازو يې کنده کاري شوې ده اودکوټوپه ديوالونو رنگينه خطاطي شوې ده. هرکور دولس کوټې او څلور تهه خانې لري. وو واړه کورونه د چت ( بام ) نه د لرگي په پله يو بل سره نښتي دي چې ښځو او ماشومانو پری تگ راتگ کوو. دا کورونه دوه پوړيزه دي چې يوه ته خانه ( تکاوي ) هم لري. د ښار د نورو کورونو په شان ته خانه د گودام او په اوړي کی د غرمې خوب لپاره کاريده. ددی کورونو له کبله د پيښور دا سيمه د " سېټيانو محلت " په نوم پيژندل کيږي.
 سيټيان څوک و؟
د  سيټ( سيټهه) توری په هندي کی هغه کس لپاره چې ډيری پيسې به يې لرلې،يا د تجار يا صراف لپاره کاريدو.
د اسلام اباد او لاهور په لويه لاره، د جهيلم سيند پر غاړه جوړ د بهيره لرغونې ښاريو وخت د بودا د دين منونکو لپاره سپيڅلې و. دا څو واری وران شوی او په وروستي ځل د شير شاه سوري په امر د نوي سره جوړ او اباد شو. د مغلو پر وخت دا د تجارت لوی مرکز او دلته اوسيدونکی دوه کورنۍ پراچه او  سيټيان وچې ددوي په نوم محلتونه اوس هم پکی شته. د دراني حملونه وروسته په گډ وډيو او بيا د سيکانو د برلاسي کيدو سره ددی سيمې مسلمان تجاران تری ووتل .د ۱۸۲۰ م او د ۱۸۳۰ کلونو په منځ کی د سيکانو د چور چپاو له کبله دسيټيانو يوی کورنۍ د بهيره نه کډه وکړه او له پيښور څلور ميله ختيځ کی د څمکنو په کلي کی يې واړول. په بهيره کی دوي نيل په سټه اخستل او د افغانستان له لاری مرکزي ايشيا نورو ملکونو کی يې خرڅول. په څمکنو کی دوي خپل تجارت جاري وساتلو او د چين نه يې د چايوپه راوړلولاس پورې کړ. څه موده وروسته دوي پيښور ته راغلل اود سيمې د نورو تجارانو په څير د افغانستان د لاری مرکزي ايشيا ملکونو ته د مالونو اوړلو راوړلوکار يې پيل کړو.
د افغانستان امير عبد الرحمان دوي ته په ځاځيو کی د ځنگلونو د وهلو اجازه ورکړی وه او له هغه ځايه به دوي چار تراش د کورمې، پارا چنار د لاری بريطانوي هند ته راوړل. هم دا چارتراش يې په انگريزانو خرڅول چې هغوي په هند کی د اورگاډي د پاټليو جوړولو لپاره ترې کار واخستو. دونو د پريکولو دا کار د نادر شاه پر وخت ( ۱۹۲۹ م ) پاې ته ورسيدو. هغه محال سيټيانو دافغانستان د لاری چايو، قراقل ، طلا،روسي لوښي اود اوچی ميوی تجارت کوو.په کابل کی د سېټيانو تجارتي دفتر د شور بازار د مسجد حمام سره نږدې و. په ۱۸۴۹ م کی پنجاب د انگريزانو لاس ته ولويدو او دوي د هند د چايو لپاره د چين نه دبازار اخستوهلې ځلې پيل کړی. په مرکزي ايشيا او افغانستان کی د سېټيانو د تجارتي اړيکو اغيز دومره و چې انگريز حکومت ددی کورنۍ دڅو غړونه د مرکزي ايشيا او د افغانستان په اړه معلومات اخستل.
د شلمې پيړۍ په سر کی حاجي کرم الهي سېټي انگريزانو ته د افغانستان د تجارتي او سياسي حالاتو په اړه ليکلي راپورونه ورکول. ددی خدماتو په بدل کی هغه ته د " خان بهادر " خطاب ورکړی شو. هغه وخت پيښور ته د روسيې پيسو ( اسعار) د راوړلو بنديز وخوکرم الهي سيټي د صوبه سرحد د هغه وخت انگريز کمشنرهيملټن گرانټ په اجازه د کابل نه څه کم ديرش لکه د روس روبل نوټونه پيښور ته راوړل. د ۱۹۱۷ م د روس د انقلاب سره ددوي تجارت گوزار وخوړواوپه مرکزي ايشيا کی د سيټيانو تجارتي مرکزونه بند شول. بيا هم تر ۱۹۳۰ م کال پوری دوي قراقل او پوستين يورپ ( بريطانيې )ته اوړل. د دويم نړۍ وال جنگ په پيل کی ددوي يوه بيړۍ چې جرمني ته روانه وه، په سمندرکی لاهو شوه چې سيټي تجارت ته يې لوې گوزار ورکړو. ددی کورنۍ غړودهند له ويشه وروسته خپل تجارت محدود کړوخو ددوي اباي کورونه پخپل ځاې پاته شول او اوس هم پکی دا ټبر ميشت دې.
د شلمې پيړۍ په پاې کی د سيټيانو په دی ووکورونو کی يو سيټي کريم بخش کورد پيښور حکومت په بيعه واخستوچې د پخواني اثارو په توگه خوندي ساتل شوی دې اوخلک يې اوس د ليدولپاره ورځي.
سرچينې
۱. د افغانستان د تاريخ نښلوونکي. دمستمرې په پله د تجارت اړيکې او د مملکت جوړيدنه. شاه محمود حنيفي. ۲۰۰۸ م د کولمبيا پوهنتون پريس.
۲. ثقافت سرحد.د تاريخ په رڼا کې. قاري جاويد اقبال. د پاکستان د فولکلور ملي اداره. الفيصل ناشران. لاهور. ۲۰۰۲ م. ۸۸ او ۸۹ مخونه.

صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *