ارزاني خیشکی


د ۲۰۰۳ م په لومړي میاشت کې زه د د بهار د پښتنو په اړه پلټنو لپاره پټنې ته لاړم. استاد عبد الخالق رشید راسره مل و چې کال وړاندې هلته د بایزید روښان یو خلیفه ارزاني مقبره کشف کړې وه.
ارزاني د تصوف د نقشبندي طریقې منونکی او په وحدت الوجود يې باور کوو. د لاهور نه ۳۲ ميله جنوب لوېديځ کې د بياس سيند پر غاړه اباد “قصور” یا کسور د خیشکو پښتنو ټاټوبی ګڼل کېږي. دلته یوه پوځي چاوڼۍ جوړه وه او د اسونو تجارت لپاره يې نوم لرلو. ښایی ارزاني هم دلته ژوند کوو. د شیر شاه سوري او همایون د لنډ حکومت نه وروسته، د بابر نمسي، اکبر، په هند کې خپلې پښې ټینګې کړې. د دې لپاره هغه د ټولو وړو صوبو او قامونو سره وجنګیدو. د هندوانو سره خپلولي نه علاوه هغه د دوی رواجونه هم خپل کړل. ده یوه نوی عقیده “دین الهي” خلکو ته وروپیژندله چې د برهمني، مسیحیت او اسلام یو ګډوله وه. د هند علماو د دې مخالفت کوو چې حضرت مجدد الف ثاني يې مخکښ و. په پښتونخوا کې د بایزید روښان ( ۱۵۲۵ م نه تر ۱۵۸۵ م) په ولس کې د اسلام د پوهاوي لپاره هلې ځلې پېل کړې. ورو ورو د روښان غورځنګ دومره زور وموندلو چې اکبر باچا د دې د ختمولو لپاره پوځ ورواستاو.
د بایزید لوی عقیدوي مخالفان د بونیر شیخ علی ترمزي (پیربابا) او د پیښور اخوند دروېزه و. درویزه د غندنې لپاره د مشاجرو نه علاوه لیکنې هم کولې. وايي، ” څرنګه چې ارزاني تيز فهمه او فصيح ژبی شاعر و، په فارسۍ، هندي او عربي ژبې يې د بېلا بېلې ګمراهۍ او بدعت شعرونه ويلي دي. او ددې لعين (روښان) د کتاب (خيرالبيان) په بشپړتيا کې يې مرسته کړېده. څه وخت چې پير تاريک لارې وهل او مسلمان وژنه پېل کړه، ارزاني ترې بېل شو، او بېرته هند ته ولاړ.”
د بایزید روښان په حالنامه کې وایی چې، ” خليفه مودود او ملا ارزاني له هندوستانه راغلل. مريدان شول او خپل مطلب ته ورسېدل. بيا يې ملا ارزاني هندوستان ته رخصت کړ چې د خدای ج بندګان ترې د ذات معرفت او د توحيد علم زده کړي.”
د ارزاني په اړه لږ معلومات د مولوي نور احمد چشتي د اردو “تحقيقات چشتي” کتاب کې لیکلي دي چې په۱۸۲۹م کې خپور شو. ” حضرت حسين ته شاه ارزاني وويل، چې راځه د باطن پر ځواک زور ازمايي وکړو. پدغې باطني او روحاني سيالۍ کې حضرت حسين غالب شو، تر دې چې شاه ارزاني يې باطني زور ومانه. بيا يې ورته وويل، چې هند ته لاړشه، خو ارزاني ترمرګه ورسره پاتې شو. حضرت حسين ورته وويل، چې که ته چېرې د پير روشن ضمير علمبردار نه وی، نوسزا به مې درکړی وای. ارزاني ددې حکم له مخې د هند پټنې ته لاړ. هلته يې ډېرعزت او شهرت پيدا کړ، تر دې چې په څو ورځو کې يې د مريدانو شمير دوو لکو ته ورسيد. چې تر اوسه يې قبر د خلکو زيارتګاه او له زايرينو نه ډک وي.”
د ارزاني دوه وروڼه ملا علي او ملا عمر هم د روښاني غورځنګ غړي وو. ملا عمر خيشکی د روښان له نومياليو خلفاو ګڼل کېده چې د ۱۶۱۹- ۲۰ م) په لوی غزا کې شهيد شو.
د اکبر له مړینې سره دین الهي هم ختم شو. هند یو پراخ ملک دی او د دې زرګونو کلومیټر خاوره کې په لسګونو نورو عقیدو منونکي میشت دی. ملا ارزاني د قصور نه اجمیر، ډېلي، بنارس او عظیم اباد کې خلکو د اسلام پوهاوی ورکاو. بیا په بهار (پټنې) کې “مدرسة الاسلام” جوړه کړه چې پکې دیني زدکړې تر سره کیدې. د ده شهرت تر لیرې ورسیدو او یو ایراني عالم، شاه عبدالله کرماني د ده بيعت نه وروسته بنګال ته ورغلو. د جهانګیر زوی شاهجهان چې پلار نه باغي شوی و، د ارزاني شهرت نه خبر شو او د ده لیدو ته ورغلو. هغه ورته وویل چې دی به یو وخت د هند باچا کېږی.
شاه ارزاني په ۱۰۲۸ ه ( ۱۶۱۹م ) کې ومړ. شاهجهان په ۱۶۲۸ م کې د ډېلي پرتخت کیناستو. هغه په پټنې کې د ارزاني مقبرې، ورسره یو مدرسې او د خانقاه جوړولو لپاره زمکه وقف کړه.
د ارزاني د مقبرې په اړه د استاد رشید له څېړنو وروسته ځینو دا شک څرګند کړو چې دا ممکن “حکیم ارزاني” وي چې ۱۸ پېړۍ کې ژوندی و. نورو دعوه وکړه چې د ارزاني مزار ډیلی ته نژدي په خورجه کې دی. استاد رشید وایی چې، ” خورجه ما کوڅه په کوڅه او هدیره په هدیره ولټوله خوڅه مې په دغه برخه کې نه له چا واوریدل او نه مې ولیدل.”
د زیارت اوسنی خلیفه شاه حسین وایی چې هر کال د شاه ارازني عرس درې ورځې او يوه ورځ د ښځو لپاره وي. د خلکو شمير ۴۰ زرو نه زيات وي چې د هرې عقیدې خلک پکې شامل وي. ده راته د ارزاني د کتابونو معلومات راکړل چې یو دیوان، بل “مرأت المحققين” کتاب و چې په هند کې په نورو نومونو چاپ او خپور شو. ارزانی لومړنی شاعر دی چې په پښتو کې یې الفنامې لیکلي دي
یو الف دی کلیات کې
محیط شوی لور په لور دی
کل‌ ‌‌ذرې الف پیدا کړي
دی په کل ذرې کې نور
دا احد په ميم احمد دی –
احد يو دی له احمده
دا د ميم برخه کثرت شو –
له احده شوه عدده
د ده پښتو ديوان ډیرې څلوریزې لري.
ارزاني پښتو خبره
ته يې مه ګڼه هلکه
دا خبره که پښتو ده
څوک دې نه کا ځنې کرکه
شاه ارزاني په هند کې د پښتنو لومری نثر لیکونکې ګڼلې شي. د ده د بسم الله تفسير ځينې برخې هم چاپ شويدي. نزدې ورځو کې د لاهور سعود الحسن روهیله په زړو کتابونو کې د ارزاني یو کتاب ولیدو او په خپل فیسبوک کې د هغې عکس خپور کړو.
صفیه حلیم
سرچینې
۱. د ستر افغان عارف بایزید روښان یو بل نوی اثر. پروفیسر عبد الخالق رشید. د جواهرلال نهرو پوهنتون د ژبو، ادبیاتو او کلتور پوهنځي د فارسی ـ پښتو او مرکزې آسیا د څیړنو د مرکز استاد.
۲. د بايزيد روښان د ستر خليفه ملا ارزاني په باب نوې څېړنې- استاد فضل ولي ناګار. ۲۰۱۴ م – آنلاین مضمون.
۳- مهجور خويشکی، ډاکتر پرويز، ۲۰۰۵، د ارزاني ديوان، پښتو اکيډيمي.
د خپریدو نېټه- ۲۸ مې ۲۰۱۹ م

2 Comments

Add a Comment
  1. په زړه پورې اونوې لیکنه ده ، دحکیم اوطبیب ارزانی اوخیشکی ارزانی دمړینی ترمنځ دسلوکالو توپیردی ، دحکیم ارزای قبرمعلوم دی ، هغه زموږ له ارزانی سره هیڅ تړاو نه لری ، د ملانوراحمد چشتی لیکنه زماله پاره جالبه وه اوښه شو چې یوبل ماخذ هم موږ ته راپیدا شو چې دهیوادمل صاحب ټینګارپه زغرده ماتولی شی ، زموږ ارزانی له شکه پرته په پټنه کې وفات شوی اوهلته ښخ دی .
    که دتحقیقاتی چشتی کتاب اویای یونقل ما ته راولیږئ ځکه هلته زما له حسین هم جالب شو ، ځکه عریان الغیب هم د حسین په غوښتنه بایزید روښان لیکلی که دا هماغه حسین وی ، نوکیدای شی په دغه اړه څه نورې نوې خبرې هم سره ولرو .

    مننه لیکنه مو د ستاینی وړ ده
    رشید

    1. مننه استاد. د چشتی کتاب پوښتنه به د سعود روهیله نه وکړم.

Leave a Reply to رشید Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *