د زابلستان سلطنت

د زابل په نوم يو ښار په ايران کی هم شته چې ” زابول” تلفظ کېږي خو دلته د هغه سلطنت خبره کوو چې دوه نيم زره کاله پخوا د هند او د پارس ( ايران) تر منځ خپلواکه سيمه وه.
د ۵۵۰ ق م نه وړاندې د برونزو په دوره کې د زابل شمالي سيمې د لرغونې “ميډز يا ميډيا” سلطنت په لاس کې وې چې د ايران يوه پخوانۍ شاهي کورنۍ وه. بيا دا د هخاميني ټبر په لاس کې شوه. د مقدونيې اسکندر په ۳۲۰ ق م کی د هرات سره سره زابل هم ونيولو چې د ” اراکوزيا يا اسکندريه د يوې برخې په توگه اداره کيده.
په ۳۰۵ ق م کی د زابل مشر د يوناني واک نه پړې وشلوو او د هند د موريا سلطنت ملگري شول خو په ۱۸۵ ق م کی د يونان باختر واکمنو بيا ونيولو او اخر د هندي يوناني سيمه شوه.
د ميلادي پېړۍ په لومړيو سلو کلونو کې تاريخ نه دې څرگند خو د کوشانيانو په دوره کې زابل د دې پراخه سلطنت يوه برخه وه او ښاي هم هغه وخت د برهمني ( هندو) سره سره پکې بوداي دين هم خپور شو. په ځينو تاريخونو کې زابل د ” زابلستان ” د سلطنت مرکز په توگه ليکل شوی دی چې غزني ، غور او کندهار يې ښارونه و.
د لوېديځ ځينې څېړونکي لکه جوزف مارکوارټ او گريشمن په دې باور دي چې زابل او زابلستان د ” يفتليانو د ژبې توري دي. يفتليان د څلورمې او پينځمې ميلادي پېړيو تر منځ د افغانستان د شمال نه حملې پېل کړې او د کوشاني تمدن نښې يې ورانې کړې.
د هندو کش غرونوپه جنوب کی د يفتليانو د شتون خبره ناندريزه ده. څوک واي چې دوي د امو سيند نه پوزرې راووتل، د غور بند د لارې باميانو او ورپسې کابل ته ولاړل او بيا يې ختيځ ته مخه کړه. د يفتليانو په اړه دوه مهمې سرچينې د دوو چينايي سفيرانو نه پاې دي چې يو “وای شو” او بل “سونګ يون” نومېږي. دوی دواړو د باميانو او د کاپيسا په اړه يوه ليکه هم نه ده کښلې چې د تاريخونو په رڼا کې د نورو سيمو سره سره هغه وخت د يفتليانو په کنټرول کی وې. نو ځکه پوهان دا دليل وړاندې کوي چې ممکن يفتليان د تخارستان د لارې ګندهارا کی ور داخل شول چې د هندو کش ختيځه لاره وه. په داسې حالت کی دوی زابلستان ته د تلو جوګه نه و.
” وای شو” د زابلستان په اړه ليکی چې دی سلطنت په ۴۷۷ م کی خپل سفارت د شمالی وای (چين) پلازمېنې ته ورواستولې و. دوي جيچانگ، جودولو او سرواستي ته ( دا درې واړه شمال لوېديځ هند سيمې وې او کيداريان پرې حاکم و) هم خپل استاځي وروولېږل. نو دا امکان دی چې دوي د يفتليانو سره د جنگيدو لپاره د يو بهرني خواک نه مرسته غوښتې وي. د زابلستان د سلطنت پلازمېنه غزني وه.
بېلا بېل تاريخونه د دې خبرې پخلې کوي چې د زابلستان واکمن په خټه د کابل شاهانو خپلوان و. دوي د پارس په پرتله د هند سره زيات نږدې و. عرب جغرافيه ليکونکي د زابلستان باچا د ” الهند” د باچا په توگه راپېژني او وايي چې د دوي لقب ” زنبيل” و. په ۵۶۵ م کې د پارس او د ترکانو گډو ځواکونو د افغانستان زياتې برخې ونيولې نو زابلستان لومړې د کاپيسا او ورپسې د کابل شاهانو په لاس کې و.
په عربي خاوره د اسلام د خپرېدو نه وروستو د اميرمعاويه په خلافت کې په زابلستان څو وارې حملې وشوې خو دلته يې سخت مقاومت کيدو. د عربانو له خوا د ۶۵۰ م نه وروسته په زابلستان زور راغلو چې په سيستان کی يې د خپل پوځ يو پياوړې مرکز جوړ کړی و. د زابلستان باچا لومړې د خپل دفاع لپاره وجنگېدو او څه موده وروستو د سلم بن ذياد سره يې روغه وکړه او خپل لښکر يې اسلامي ځواک سره يو ځاې کړو.
خو د سيمې خلک تر هغې هم نه و مسلمانان شوي او د دوي په هندو او بودايي معبدونو کې عبادت هم هغسې کيدو. “هوی چاو” په ۷۰۰ م کې ليکي چې په زابلستان کی ډېر خانقاهونه او راهبان موجود و. او هلته د بودايانو لپاره حالت هم هغسې موافق و لکه چې په ګندهارا کی و. د “تنګی سفېدک” نه موندل شوې يوه لرغونې ليکنه په ۷۲۴ م کی د زابلستان په شمالی صوبه کی د يوې سټوپې په اړه معلومات ورکوی چې د “خوراس” زوې ” الخيس” له خوا جوړه شوه. الخيس د ” ګاذان” مشر و او سيمز ويليم وايي چې د “الخون” د يفتليانو نوم ښکاری.
دا هم حقيقت دی چې د زابل سفارتونو تر ۷۵۳ م پورې “تانګ” (چين) ته سفرونه وکړل چې د مسلمانانو پر ضد سياسی او پوځی اعتلاف د جوړيدو نښې وې. دا ښايي چې د دې ځاې واکمنو هغه وخت هم د بوديزم ملا تړ کوو. د زابلستان او کابلستان بودايي او برهمني عقيدو شاهان پخپلو کې ناندرۍ وهلې خو څه نا څه دوه سوه کاله دوي د اسلامي لښکرو په مقابل کې په گډه ودريدل.
په ۸۷۰ م کې د زرنج اوسيدونکې د سيستان واکمن ” يعقوب سفاري ” يو لوې لښکر سره په زابلستان حمله وکړه، باچا يې ووژلو او زابليانو اسلام ته غاړه کېښوده. په غزني کې د دې د شاهي ټبر پاتې غړي يا کابل او يا کندهار ته ولاړل.
په ۹۶۳ م کې يو ترک الپتگين د زابلستان په مرکز غزني کې خپل حکومت جوړ کړو. ده په شاو خوا سيمو حمله وکړه او دا يې پخپل قلمرو کې شامل کړل. درې کاله وروستو الپتگين مړ شو نو د واک لپاره جنگ ونښتو. ده کوماندان بلکتگين واکمن شو، خو هغه نه واک ېو مريې ” پيرايي” واخيستو.
د زابل د وروستي باچا زوې ” لاويک” يا “لوياک” نوميدو چې د کابل شاهانو يوه شهزادگۍ يې مېرمنه وه. د اسلام د منلو سره دې د ابو علي لوياک په نوم وپېژندل شو. ده د کابل شاهي واکمنو سره يو ځاې د غزني د خلکو په بلنه د هغه ځاې واکمن ” پيرايي” ليرې کړو او غزني يو وارې بيا د زابلستان سره شوه.
په يولسمې ميلادي پېړۍ کې د الپتگين يوغلام سبکتگين ځواکمن شو او يوه مېرمنه يې د زابلستان د شاهي ټبر نه وه. په دې توگه د زابلستان ټولې سيمې د ده او ورستو د ده د زوې محمود ( غزنوي) په لاس کې شوې. له هغې وروستو غزني د زابل نه بېل لکه د يو خپلواک سلطنت اداره کيدو. په شاه نامه کې د زابلستان او د سيستان توري د يو بل د متبادل په توگه کارول شوي دي او د زابلستان په ځاې زابل نوم کارېدو.
د دولسمې ميلادي پېړۍ نه وروستو زابل د هرات، کندهاراو غزني په پرتله يو نومورکې ځاې شو چې زياته زمکه ( په سلو کې ۷۲ ) يې غرونه دي. د دې شمال لوري غرونه د هزاره جاتو او د غور ولايت سره شريکې دي. زابل تر ۱۹۶۳ م کال پوری د کندهار يوه برخه وه خو اوس د افغانستان يو ولايت او کلات يې مرکزي ښار دی. په شمال کی يې اروزگان، لويديځ او جنوب کی کندهار او په ختيځ کی غزني او پکتيکا دي. د دې په غرونو کې د شاهانو سره سره د بوداي، برهمني او د بې شمېرو نورو عقيدو د خلکو نښې په خاورو کې پټې دي.
د زابلستان د لرغونو اثارو موندنه او پلټنې محدودې دی او هم دا ده چې د دې سيمې په اړه ټول تاريخونه نيمگړي دي. خو يوه خبره په هرې سرچينې کې راغلې ده او هغه دا چې زابلستان د هند او د پارس تر منځ د يو خپلواکه سلطنت و چې د باختر او خراسان سره يې هيڅ تړاو نه و.

سرچينې
۱. زابل او د زابل مشران. علامه عبد الحۍ حبيبي. شل مقالې. د تاريخي جغرافيې برخه. علامه حبيبي وېبپاڼه. کواياما ۲۰۰۲ م مخ ۱۲۸.
۲. برهمني واکمني يا هند او کابلي شاهي. احمد علي کهزاد. افغانستان د تاريخ په رڼا کې. د اورنگزېب ارشاد ژباړه. دانش خپرندويه ټولنه مارچ ۲۰۰۱ م.
۳. يفتليان او خانان. رومن گرشمېن. ۱۹۴۸ م
۴. په افغانستان کې بودايي دين. د کوواياما مقاله. ۲۰۰۲ م. برټش لايبرېرې.
۵. په باختر او هند کې يونانيان. دبليو. ډبليو. ټارن. اېډنبرا. منشي منوهرلال خپرونې. ډېلي ( ۱۹۵۱) بيا چاپ ۱۹۸۰ م.
۶. د تنگي سفيدک لرغوني توکي او ليکنې. پروفېسر سيمز ويليم او ټامس لي. ۲۰۰۳ م مقاله.
Shahnama
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه

۱۰ ستمبر ۲۰۱۳ م

3 Responses to د زابلستان سلطنت

  1. abdul Baqi khoman stanekzai
    30 October, 2014 at 10:28 AM

    ګراني خور صفیه جانی
    اسلام علیکم
    ستاسو دا لیکني ډیري په زړه پورې دی هیله ده جي دپښتنو هجرت دافغانستان جنوبی ساحه کی او نصبی معلومات د زړو متونونه معلومات او کاپی راولیږي ستانه دیړه مننه

    • admin
      6 November, 2014 at 10:36 AM

      په راتلونکي کې به نور معلومات هم خپاره شي

  2. محمد علي الهام توخي
    25 July, 2018 at 8:00 PM

    ډير ښکلي او په زره پوري معلومات دي پر لاسو مو برکت شه
    محمد علي الهام توخي دزابل ولايت څخه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *