امير کروړ

Archerد اتمې ميلادي پېړۍ په نيماي کې د غور د سوريانو د ټبر مشر “امير کروړ” نوميدو. دې په ۱۳۹ هجري کې د غور او څېرمه زمکو واکمن شو.
ښاي په وجود تکړه او د جنگ مېړنې و او له دې کبله ورته خلکو “پهلوان” لقب ورکړې و. د دې سره هغه شاعر او پخپل ځان ډېر غاور و.
امير کروړ ته واکمني د خپل پلار”امير پولاد” نه پاتې شوې وه چې د “سهاک يا ضحاک ” باچا له کورنۍ نه و. دی د سوريانو د “شنسب” قام نه و چې په تاريخ کې د شيناسپ په نوم هم ياد شوی دی.
د سوريانو تر ټولو پخوانې تاريخ وايي چې غور، بالشتان او بست د پېړيو راهيسې د امير کروړ د مشرانو په لاس کې و. د اوسني افغانستان د جنوبي برخو نه علاوه د کسې (سليمان) د غره په لمنه کې پرته يوه پراخه سيمه هم دوي سره وه.
امير کروړ په “مندېش” او په ” زمينداور” کې ماڼۍ يا کلاگانې لرلې. په دوبي کې به ” زمينداور” ته د ښکار او د تفريح لپاره تلو. زمينداور د هلمند د سيند پر غاړه هغه سيمه ده چې په يويشتمې پېړۍ کې د امريکايانو او د طالبانو د جنگ مورچې پکې جوړې دي.
په اتمې پېړۍ کې اسلامي خلافت د اميه کورنۍ د لاس نه په وتلو و او ابو العباس صفا واک ته د رسيدو لپاره غيرعرب ځواکونو ته د مرستې غږ کړې و. په دې کې ابو مسلم خراساني يو ځواکمن پوځي و چې د غور واکمنو ته يې هم د جنگ بلنه ورکړې وه.
امير کروړ په هغو جنگونو کې د خپل پلار امير پولاد په لښکر کې په ډېره مېړانه وجنگيدو. بيا پخپلې ستاينې يې دا بيتونه وويل، چې “وياړنه” نومېږي او د پټې خزانې د لارې مونږ ته راورسېدل. دلته د دې اصل چاربېت اوسنۍ پښتو او وضاحت سره تاسو ولوستلې شئ.
وياړنه
زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشته.
په هند و سند و پر تخار او پر کابل نشته
بل په زابل نشته
له ما اتل نشته
د غشی دمن مې ځي برېښنا پرميرڅمنو باندې
(دمن= هغه چې دم لري. میرڅمن= دوښمن)
په ژوبله يونم يرغالم پر تښتېدونو باندې
(يونم= تېرېږم. يرغالم= گوزارونه)
پر ماتېدلو باندې
له ما اتل نشته
زما د بريو پرخول تاوېږي هسک په نمنځ و په وياړ
( خول = تاج يا ټوپۍ. هسک = اسمان. نمنځ = نمانځنه)
د آس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لټاړ
( سوو= سم يا د اس پښې)
کړم ايوادونه اوجاړ
( اوجاړ = ويجاړيا تباه)
له ما اتل نشته
زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات و جروم
( شپول = دايره. جروم = گرمسېر)
غرج و باميان و تخار بولي نوم زما په اودوم
( غرج =غور.اودم= احترام)
زه پېژندو يم په روم
( د ترکي ارز روم صوبه)
له ما اتل نشته
پر مرو زما غشی لونی ډاری دښن راڅخه
( مرو= د ترکمانستان ښار ماري. لونې = ورېږي. دښن = دښمن)
د هر يوا لرو د پرڅنډو ځم تښتي پلن راڅخه
(هريوا= هرات. لرود = له رود ياني له سيند. پلن = ليرې يا وسيع)
رپي زړن راڅخه ( زړن = زړه ور)
له ما اتل نشته
د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه
( مخسور = ممکن محصور)
په بادارۍ مې لوړاوی د کول د سور وکړه
(کول = ټبر)
ستر مې تربور وکړه
له ما اتل نشته
خپلو وګړو لره لور پېرزوينه کوم
( لور= لورېینه )
دوی په ډاډينه ښه باسم ښه يې روزنه کوم
( ډاډينه= په داډ)
تل يې ودنه کوم
(ودنه = وده ورکول)
له ما اتل نشته
پر لويو غرو مې وينا درومي نه په څنډو په ټال
( څنډوپه ټال= د خپلې خاورې بريد)
نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دريځ ستايوال
(دريځ=منبريا لوړځاې. ستايوال=ستايونکې)
په ورځو، شپو، مياشتو و کال
له ما اتل نشته

امير کروړ پينځلس کاله د باچاهۍ نه وروستو په کال ۱۵۴ هجري ( ۷۷۱ م ) د “پوشنج” په جنګونو کې ووژل شو.
په پنجاب کې د ملتان سره نږدې يو ځاې “کوټ کروړ” نومېږي چې ښاي د سوريانو وختونو نه پاتې دې. څرگنده نه ده چې د امير کروړ سره يې څه تړاو شته که نه؟
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۶ ستمبر ۲۰۱۳ م

.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *