پاک او پليت

زما ياديږي چې د هغې په زنه يو وړوکې شين خال و او کله چې دا به ستړې شوه نو خال به يې په ورغوي ومښلو. انا راته ويلي و چې د هغې سره په کوڅه کې لوبې کوه خوکورته يې مه زه. پلارمې سرکاري نوکري کوله او د نوښارنه يې پيښورته بدل کړې و. زمونږ کورد پيښورد زاړه ښار په يوې وړې کوڅې کې و.
زه به د شپږو يا اوو کالو وم اويو وړوکې ورورمې هروختې د مور په ډوډه سپورو، هر وختې په يې ژړل. ما ته ښارداسې ښکاريدولکه د کلي هديره. چې هيڅوک پکې نه ښکاريدل. پلارراته يو پړې راوړې و چې په دواړو سرونو يې د لرگي لاستي واود خپل کورمخې ته به مې په دې پړي اخوا ديخوا توپونه وهل. دا لوبه “رسۍ ترپ” نوميده. په کلي کې به مې هم دا لوبه وله خو هلته رسۍ لوې لوې وې او څوجينکو به پرې لوبې کولې.
يوه ورځ مې په دې پړي ټوپونه وهل چې دوه کورونه وراخوا په بارۍ کې يوه څيره وليده، د ماشومې جينۍ څيره….د هغې سترگې غټې او تورې وې او زما چې ورته پام شو نوپټه شوه.
زما انا به د کوردروازه پرانستې ساتله او ددې نه بهرجوړد زيړمرمرپه تخته ناسته وه. د ښارخلکو به دې تختو ته “تلۍ” ويل. د ورځې به دا ټولې کوڅي خوشې وې، کله نا کله يوسبزي وال به ورته پيښه وکړه او په زوره زوره به يې چغې وهلې. سهاربه يو مشکي خداې خبر له کومه ځايه د اوبو مشکونه راوړل او دکوڅې ځينوکورونو ته به يې وړل. انا به د مخامخ گاونډۍ سره هم په خبرو بوخته وه چې کړکۍ به يې هر وختې پرانستې اوټول کارونه يې په ولاړې کول.
زما اوس هيردي چې څه وختې هغه جينۍ چې ما يې څيره په کړکۍ کې ليدلې وه، کوڅې ته راغله. دا هم راته ياد نه دي چې د هغې نوم څه وخو ما ورته صبرو نوم اخستو. صبرو په کلي کې زما پخه ملگرې وه اوډيره مې ياديده. دې جينۍ لکه چې زما د ټوپونو غږ اوريدو او يا به يې کړکۍ د يو سوري نه راته کتل. هر وختې چې زه د کورنه به بهر راتلم نو دا به هم راغله او ما سره د “رسۍ ترپ ” په لوبه اخته شوه. په څو ورځو کې دا صبرو زما دومره پخه ملگرې شوه لکه چې د کلي صبرو وه. د انا په شان يوه ښځه د هغې د کور په کړکۍ کې کله کله مونږ ته کتل. زما انا د هغوي په خبرونه پوهيده خو ماته گوډه هندکو به يې ورسره ويله. د صبرو او زما خپله ژبه وه او مونږ ته د خبرو دومره حاجت نه و.
يو وار به ما د پړي په سرلگيدلي د لرگي دستې ونيولې او دواړو به پرې په گډه دترپ ترپ ويلوسره ټوپونه ووهل. د چا پښه چې به د پړي سره وجنگيده نوهغه به “وسوځيده” بيا به وارد بل کس و او هغه به د رسۍ دستې ونيولې. صبروله چل نه ورتلو، ما به پړې دومره ښه په هوا کې پورته کوو چې هغې به دا نشو کولې. دا به ډير زر وسوځيده او زه به خوشاله ووم. د غرمې د ډوډۍ په وخت به انا وويل، ” رازه بچيه بس دې اوس لوبې ختمې.” زما زړه به نه و خو د انا نه ويريدم نو پړې به مې د لاس نه تاو کړو او صبروهم غلې خپل کور ته ولاړه.
زمونږد کور په ښکته پوړکې يوه حوض و چې پکې نل لگيدلې و. ددې نل نه به يخې اوخوږې اوبه راتلې چې موربه مې ويل دا د باړې اوبه دي.
ما به د لوبو هغه پړې د دروازې شا ته يولوې ميخ سره ځوړند کړواو انا به راته د نل په اوبو، په زيړو صابونو لاسونه کلک ووينځل. د وينځلو په وخت به يې راباندې کليمه هم تيروله. راته به يې ويل چې څوک د هندوانو سره لاس وجنگوي نوهغه پليت شي او بيا يې پاکول پکار وي. راته يې ويلي و چې څوک کليمه تيروي نوهغه پاک وي. ما به انا نه پوښتنه وکړه چې “پليت” څه وي نوهغې به ويل، گنده. ما به بيا پوښتنه وکړه چې ما خو د صبروسره لاس نه و لگولې نو لاس مې څنگه پليت شو؟ هغه به راته په قهر شوه چې زه ولې پوښتنې کووم.
د صبروپلارچرته تللې واوکله کله به ددوي کورمخې ته پوليس هم ولاړو. ما د پلارنه پوښتنه وکړه نو وې ويل چې دا خلک به د پوليسو سره هندوستان ته ځي. زه به پلارسره د کوڅې نه بهرد نانواي دکان ته تلم او د صبرو د ليدو لپاره مې د هغوي د کور ټولو کړکيوته کتل. خو هغه به نه ښکاريده. يوه ورځ مې د پړي نه اخوا ديخوا ټوپونه وهل چې هغې راته وويل ” ميرې کورته آو” ياني زما کورته راشه. ما انا ته وکتل چې مخامخ ښځې سره په خبرو بوخته وه. د هغې پام نه و، مونږ رسۍ ترپ بند کړل او د صبروسره د هغې کور دروازې ته ولاړم. شا ته مې وکتل نو انا د هغې گاونډۍ د کړکۍ سره ولاړه وه او يو لوې څادريې کتلوچې ورباندې گلونه کښيده کړي و او هغه ښځه د کړکۍ نه نيمه بهرځوړنده وه.
په بله شيبه زه د صبرو د کور په انگڼ کې ولاړه وم. هلته لويه باولۍ او پکې د لاس پم مات ښکاريدو ځکه خو اوبه پکې نه وې. چاپيره د برنډود ستنو سره دومره ښځې ولاړې وې چې زه حيرانه شوم. ما سوچ کوو چې په هغه کورکې صبرو يواځې د خپل مورسره اوسيده. هغو ټولو ښځو خبرې نه کولې او ما ته يې کتل. يوه نرۍ نروچکې ښځه راوړاندې شوه او صبرو يې د لاس نه ونيوله. د انگڼ يو سر ته په انغري کې اور بليدو او يوې ښځې پرې ډوډۍ پخوله. هغه ډوډۍ ډيرې نرۍ او وړې وې او زړه مې و چې وې خورم. يوه شيبه تيره وه چې صبرو راته د ميسو په يوې وړې کټورۍ کې دوه زيړ لډوان راکړل. هغې پخپله هم يو لډو خوړلو اوزه خو دمټاي دښمنه وم، زر مې کټورۍ ونيوله او نيم لډو مې په خله کې کړو. د صبرو مور راته کتل اوپه نرۍ خندا کې يې وويل، ” ارام سې کهاو بيټا”
ما لا بل لدو نه و خوړلې چې زما د لاس نه چا هغه کټورۍ لکه د ټپوس يوړه. يو کړنگ ووشو او هر څه په کاشي فرش دانه وانه و. ما وارخطا بره وکتل نو يوې زړې ښځې راته په چيغه څه وويل. صبرو خپلې مور پسې پټه وه اومور يې هغې زړې ښځې ته په زوره زوره څه ويل. ما په فرش هغه مات شوي لډو ته کتل چې ناڅاپه يوې بلې ښځې هغه کټورۍ په پښه ووهله او د انغري خوا ته يې يوړه. ما نه اوس لډو هيرشو او د کټورۍ په ننداره وم. هم هغې ښځې د انغري نه راوتلې ايره واخسته او کټورۍ يې پرې ډکه کړه.
ما سوچ کوو چې اوس به راته دغه ايرې د خوړلو لپاره راکوي نو په ويرې مې منډې کړې او له هغه کوره ووتلم. د دروازې نه بهر راته انا ولاړه وه. زه يې د څټ نه ونيولم او دوه څپيړې يې راکړې، ” مردارخورې، پليتې ، هر درۍ ، ما درته ويلي نه و؟” ما په ژړا د هغې لاس نه ځان خلاص کړو اوکورته مې ځغستل. کله چې په دولسو پوڼيو وختلم نو مورزما د ” کارنامې” نه خبره شوې وه او هغې هم راته وينا وکړه. “بس په کوڅه کې دې لوبې بندې شوې، سبا به ما سره د کور کارکوې” ما په چغو چغوژړل او انا مې نه پريښوده چې رانه جامې وباسي. مورهم ورسره لاس کوو اوما لتې ټکولې. اخرزه يې هغې باولۍ کې کينولم چې د پم اوبه پکې جمع کيدې. په سختې گرمۍ کې به مې کله کله د هغې وړې باولۍ سورې بند کړو او ښه ډير پم به مې ووهلوچې هغه ډکه شي. بيا به په اوبو کې مې لامبو وهل. خو په هغه ورځ انا چې راباندې د اوبو دک منگې واړوونوله ويرې وريږديدم. هغې د وچې تورۍ په ماشوړه صابون وسولوو، ځگ يې جوړکړو اوهغه ماشوړه يې راباندې دومره کلکه ووهله چې هډوکي مې خوږيدل او ټول څرمن مې تک سورشو. خله يې راباندې څو وارې کنگاله کړه چې د هغه لډو خوند يې هم رانه يوړو.
وروسته پاکې صفا جامې مې واغوستې نولنډ ويښته يې راته ږمنځ کړل. زما په سرکې سپگې شوې وې نوپلار په تير ژمي کې راته سر خريلې واو ما ټول وخت د شنې وړۍ ټوپۍ په سروله چې په مرۍ کې يې ځونډي و. اوس مې ويښته لوې شوي وخو دومره ډيرنه و. بيا هم دا وه چې جينۍ ښکاريدم. د صبرو دوه لوې غټې کمڅۍ وې چې د رسۍ ترپ پر وخت به يې ټالۍ وهلې او ما ارمان کوو چې زما ويښته هم د هغې په شان لوې شي.
ما ډوډۍ وونه خوړه او په سلگو سلگوستړې اويو وخت ويده وم.
ماځيگرد پلار د ليدو سره مې بيا ژړا پيل کړه او هغه چې زما کيسه واوريده نوانا اومورته سخت په قهرشو. نه پوهيږم چې څه يې ورته ويل خويوه خبره مې اوس هم ياده ده چې ” هغوي هم دخداې پاک پيدا کړي دي”. انا په زوره زوره لگيا وه چې د هندوانوشې يې خوړلې و او هغه ” پليت خلک” دي. زه ويريدم چې په بله ورځ دوي به مې د صبرو سره لوبو ته نه پريږدي، خو داسې وونه شول. انا راته وويل چې په کوڅه کې لوبې کوه خو د هغوي کورته مه ځه. بيا ما او صبرو به هره ورځ رسۍ ترپ کول او انا به هم هغسې د گاونډيانو سره په خبرو اخته شوه.
څو ورځې وروستو روژه وه او تول به د غرمې په کورونو کې ويده و. ما خو روژې نه نيولې او سهار به مې ښه غته پراټه د اگۍ سره خوړله. موراو انا به مې د غرمې ډيرې تږې کيدې او د صبرو سره د لوبو لپاره راباندې اوس دومره سختي نه کيده. صبرو راته وويل چې مسلمان ” پليت ” وي نو ځکه هغه کټورۍ په ايرو څو وارې پاکه کړې شوه. ما په کور کې هيچا ته د کټورۍ حال نه و ويلې.
خداې خبراتمه که لسمه روژه وه، پلارمې ويده واو د روژه ماتې نه لږ وړاندې مورراته يوه سره پيسه په لاس کيښوده چې د نانواي نه ډوډۍ راوړم. زه په منډه د پوړيو نه ښکته ولاړم او چې د نانواي مخ ته ودريدم نو راياد شو چې د تودو ډوډيو د تاولو لپاره مې هغه سوردسترخوان نه و راوړې . هلته ډيرخلک د تازه ډوډۍ اخشتو له ولاړ وخو نانواي زه پيژندلم نو ماته يې د نورو نه مخکې څلورډوډۍ راکړې چې دومره تودې نه وې.
ما ډوډۍ په دواړو لاسونو کې نيولې په کوڅه کې روانه وم. د صبرو کورمخې نه چې تيريدم نو ناببره د صبرو د مورغږ مې واوريدو. ” نشاط بيټي” هغه پخپله دروازه کې ولاړه وه، د شيشې يو جگ يې په لاس کې نيولې واو راته وويل، ” توړا اوبه لا دو، هم پياسې هين ( لږې اوبه راوړه مونږ تږي يو) زه وارخطا ودريدم، په لاس کې مې ډوډي وې او نه پوهيدم چې اول هغه کورته يوسم او که د شيشې جگ ترې راواخلم. هغې لاس وړاندې کړو، ما نه يې ډوډۍ واخستې او جگ يې راته راکړو.
د خپل کور دروازه مې خلاصه پريښې وه او د جگ سره چې هلته ورسيدم نود څرمنې چپلکې مې د پښو نه لرې کړې. بيا وروغوندې دننه ولاړم چې بره په کور کې څوک خبر نشي. جگ مې د نل خلې پورې کلک ونيولو او ورو ورو د هغې مسينه ” ټوټۍ،مې تاو کړه چې د اوبوشورپورته نشي. هم هغه وخت د جومات ملا ازان پيل کړو او زه پوه شوم چې ټول په روژه ماتې لگيا شو.
د صبرو مور د نيمې خلاصې دروازې شا ته زما په انتظار ولاړه وه. ما نه يې د اوبوجگ واخستو او څه يې وويل چې زه پرې پوهه نشوم. خپلې ډوډۍ مې واخستې او په يوه دگړځان کورته ورسوو. چپلکې مې په پښو کړې او بره په دولسم پوڼۍ ورسيدم نوغوږ مې ونيولوچې انا او مور مې څه ويل. هلته خاموشي وه. ټولوروژه ماته کړې وه او په لمانځه ولاړو. ما ډوډۍ په سوردسترخوان کې تاواوپه شکورکې کيښودې. زما لپاره د ليمو د شربت گيلاس هم هغسې دک ايښې وچې په يوه ساه مې وڅښلو.
په هغه ماښام ما د غوښې په ښوروا کې ډير الوگان وخوړل او څوک پوهه نشول چې د تنور ډوډۍ مې ولې نه خوړه. خو د ويرې نه مې انا او مور ته نشو ويلې چې هغه ټولې ډوډۍ ډيروخت د صبرو د مور په لاس کې وې او پليتې وې. نه مې ياديږي چې صبرو دوي کله هندوستان ته ولاړل اوما د هغوي په تلو څه وکړل. خو زه يې سکول کې داخله کړې وم. ډيرکلونه تيرشول او د انا په مړينې کې هرچا ويل، ” خداې دې ورله جنتونه ورکړي او زه تراوسه ويريږم چې هسې نه انا په دوزخ کې وي.
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *