د قاتل علاج

په سپرلي کې د باغبانۍ خپل خوند وي اويو کال مې ډيرښکلي گلونه هرې خوا ته وکرل. هوا چې لږه گرمه او نمژنه شوه نوغټ غت چينجي به ماښام کې راووتل او زما بوټي به يې خوړل. دا هغه دغه چينجي نه دي، په انگريزي کې يې “سلگ ” بولي، د کټې گوتې نه هم غټ وي او د ځينو پرملا ټوپۍ هم وي.
د چينجو دارو مې راوړل خو هيڅ گته يې ونکړه. دفتر کې مې يوې همکارې ته وويل نو هغې هم فرياد وکړو چې ښايسته گلونه يې په بله ورځ نيم خوړل شوي وي. له دې وروستو هم دا يوه موضوع وه چې په لاره به مو پرخبرې کولې. خپل معلومات به مو يو بل سره شريکول. د خوږ شربت گيلاسونه ډک د چمن په منځ کې ورته لومه کړل چې دوي به يې خوړلو ته راځي او پکې به ډوبيږي به، خو يو چينجې هم ورته رانغلو.
زمونږ په لاره دوه درې ښکلې باغونه و. يوه ورځ ترې تيريدونو څوباغبانان مو په کار بوخت وليدل. همکاره مې ولاړه ترينه يې پوښتنه وکړه چې د چينجو لپاره دوي څه کوي؟ يو کس ورته وويل چې د اگۍ پوستکې وټکوئ او د بوټو شاو خوا يې وشيندئ. هغې لږ نورهم ځان پوهيولو. پوښتنه يې وکړه چې په دې به څه کيږي؟ هغه باغبان ورته وويل، “سلگ” به دا پوستکي خوري، په ستونې کې به يې ونښلي او مړبه شي. هغه په خندا خندا راغله او ټوله کيسه يې تيره کړه. د ويلو حاجت نشته چې په هغه ماښام به مونږ په ډوډۍ کې څه خوړلي وي…..اگۍ!
ما د څلورو اگيو پوستکي ميده کړل او د بوټو چاپيره مې وشيندل. د “سلگ” پوټکې نرم وي او د کلک موادو نه ليرې تښتي. په بل سهار مې باغ معاينه کړو خو زما د گلونو فصل بيا هم خوړل شوې و. همکارې راپورراکړوچې هغې ته يې هم گټه نه وه کړې.
يوه ورځ د غرمې د ډوډۍ پروخت موځينوهمکارانو ته دچينجو سره د خپلې مبارزې کيسه کوله. يو کس چې نوې د کابل نه راغلې و، وويل، ” تاسو اينجه ولې نه کاروئ؟”
د اينجې د بوي سره زما د ماشومتوب ورانه وه. په کلي کې چا کورني دارو جوړول او اينجه يې کارولې وه. ټول ماشومان ددې د بوي د لاسه له کوره تښتيدلي واو تر بلې ورخې چا ډوډۍ نه خوړله.
اينجې ته په انگريزي کې “اسافيټيډا” واي . ددې بوټې د افغانستان په غرونوکې د سپرلي په وخت د واروې ويلي کيدونه وروسته پخپله شنه کيږي. ددې ډنډرد رواش د بوټي په شان وي.
هغه کروندگرچې ددې ځايونه ورته معلوم وي، په ډنډريې د چاقو نښې لگوي. هم هغسې لکه چې د کوکنار په ډوډه (غوزه) کې د ترياقو لپاره لگوي. بيا دا بوټې په لويو تيږو پټ کړي چې د لمر وړانگې يې وونه سيزي. څو ورځې وروسته په ډنډر هغه شيره چې راوتلې او کلکه شوي وي، راټوله کړي. دا شيره په هوا کې وچيږي اود غټۍ په شکل په بازار کې پلورل کيږي چې ډير گران وي. په دې کې د زمکې سلفر گد وي نو ځکه بد بوي لري. د افغانستان شمالي او مرکزي غرونو کې سلفر دير وي نو ځکه هلته دا بوتې ښه کيږي.
ددې غټۍ ډيرې کلکې وي او يواځې په تيږه ټکول کيديشي.
په هند کې د لرغونو وختونو راهيسې اينجه په ځينو خواړو او په تيره په دالو کې ډيرکاريږي چې د خيټې د باد او د نورو ناروغيو مخه نيسي. په بنگالي اوتامل خواړو کې دير کاريږي ځکه دوي غوښه نه خوري او په دې خوند زياتيږي. اوس دا په ټکيدلي شکل په اوړو کې گډ خرڅيږي چې بوي يې تيز وي. د اروپا ډير لوړ اشپزان اوس اينجه د خوند لپاره په خوړو کې کاروي.
په افغانستان کې ځينې کروند گر کله چې سابه کري او دې ته اوبه ورکوي نو لږه اينجه په يو ټوکرکې وټړي او د لښتي په سر ورته کيږدي. له هغې ورتلونکي اوبه ټول چينجي وژني او ترکاري هم ورباندې ښه کيږي. دا خبره راته همکار وکړه نو مونږ په لندن کې د اينجې په لټه شو. د مسالو په يو دکان کې مې پوښتنه وکړه خو هلته هم دغه ټکيدلې اينجه وه چې ډير نور شيان پکې گد و. اخر يو کس راته ثابت اينجه وموندله، راته يې وويل چې د اوبو په فواره کې يې گډ کړم او بوتي پرې اوبه کړم.
په هغه ماښام کله چې مې د اينجې اوبه په بوټو شيندلې نو زمونږ گاونډيان چې بهر په چمن کې ناست و، دننه ولاړل او په زوره يې دروازې وتړلې. خو په بل سهار په چمن کې د “سلگ” ټول پوځ هلاک پروت و.
صفيه حليم
enja

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *