Month: February 2013

گندهاري ژبه

گندهاري ژبه د افغانستان په ختيځو او د پاکستان په شمال لويديځ کې ويل کيده.  دا د ويدي سانسکرت يوه څانگه او يا يې ورسره نږدې تړون لرلو.  دا ژبه په خروشتي ليکدود، د ښي لاس نه گس لاس ته ليکل کيده.  گندهاري ژبه د پراکريت يا د هندو ارياي ژبې يو ډول و اوددې […]

سوغاتونه

څوک نه پوهيږي چې زمونږ ټولو په سفري بکسونوکی ايښي شيان به د چا پکاريدل که نه؟  مونږ سره ملوبهرنيانوبه د افغانستان دهرښارکی سوغاتونه اخستل اوهدف يې داسې شې وچې بل چا سره نه وي.  يوې ميرمنې لوې تمبل (چمبه) په لاس کی نيولې و، بلې د ټيم جوړ شوې صندوق اودريم تاو شوې نمده […]

خپړه

په زيارت کى د د دوو ستنو په منځ کى د سپينو جوړ د لاس په پينځوپرانستو گوتو د اسلام د پيغمبر، د هغه د څلورو خلفاو او د لور نومونه په ښاېسته رېحان ليک ليکل شوى و.  زيارت کوونکي کله چى د لوى دروازى نه را دننه شى نو دى نقرۍ لاس ته سرټيټ […]

د تخيل حق

تاسو فکر وکړئ چې د ژورناليسټ په توگه په يو موضوع موکار وکړو، رپورټ موجوړکړواو خبري اژانس په هغه شپه دا رپورټ خپور کړو خوستاسو نوم يې ياد نه کړو. څه احساس به لرئ ؟ که د رپورټ په سر او پاې کی اژانس د يو بل ژورناليسټ نوم ياد کړي، نو بيا به څه […]

د هيروډوټس تاريخونه

پښتانه کله چې خپل تاريخ ليکي نود سرچينې په توگه د “هيروډوټس” نوم يادوي. د ۴۸۰ ق-م نه واخلې تر ۴۲۵ ق م. پيښې په يوناني ژبې وليکلې چې لاطيني “انکوايري” تورې يې ورته کارو اود پوښتنوگرويږنو مانا ورکوي. دده نه وروستودا ليکنې په نهوبرخو(کتابونو) کې چاپ او”تاريخونه” ونومول شول. وروستو په پارسي او نوروژبو […]

حلاله ډوډۍ

” ودروه موټر…هله …هله ” زما په چيغه خالد په برېک پښه ټينگه کړه، ” څه بلا وهلې يې، اوس به مې موټر جنگولې واې” خو ما د هغه خبره نه اوريده، د سکاټ لينډ په دې وړوکي ښاريې کې په يو دکان د” حلال گوشت ” نښه زما تلوسه راپارولې وه. دا د نولس […]

سوما

  سومابوټې چې په سوات کی ورته سوميانه واي په حقيقت کی اوس هم شته دی. ځينې خلک ورته د ماهو بوټې وايي او د پيښور د حکيمانو په هټيو کې په وچ شکل پيداکيږي. دسوما نوم د اريايانو د تاريخ سره تړلې دې او هغه لرغونې سندرې چې "ويد" نوميدل د سوم رس د […]

د خوات مرتبان

د مسوجوړ، دا مرتبان په ۱۸۳۶ م کې يو انګريز چارلس ميسن د وردګو د خوات په يوې سټوپا کې وموندلو. دا د دويمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې چا د نذر په توګه هلته ايښې وه چې د کشان سلطنت د څو باچاهانو سکې يې لرلې. هغه وخت “هويشکا” باچا (۱۴۶ م نه تر […]

شړوهي لونگينه

زمونږ يوه ولسي سندره وه چې په دې باړه کې اوبه گډې وډې ځينه شړ وهي لونگينه، شړ وهي لونگينه ځينو سندرغاړو به دا “شړوايي لونگينه ” کړو. يو وخت د شړ وهي پر ځاې سندر غاړي شينواري وويل او ورپسې نورو ، بې له دې چې پوښتنه يې کړې وې، سندره يې واړوله.  د […]