Month: February 2013

د قاتل علاج

په سپرلي کې د باغبانۍ خپل خوند وي اويو کال مې ډيرښکلي گلونه هرې خوا ته وکرل. هوا چې لږه گرمه او نمژنه شوه نوغټ غت چينجي به ماښام کې راووتل او زما بوټي به يې خوړل. دا هغه دغه چينجي نه دي، په انگريزي کې يې “سلگ ” بولي، د کټې گوتې نه هم […]

يفتليان څوک و؟

د څلورمې ميلادي پيړۍ په نيماي کې دا سيمې د مرکزي ايشيا د کوچيانو تر بريدونو لاندې و چې په گډه يفتليان يا په انگريزي کې ” هن” نوميږي. دکوچيانو لومړۍ څپه د خاقان خلکو وه چې په ۳۵۰ م کې راپيدا شول. دوي پسې ديرش يا څلويښت کاله وروستو کيداريان راغلل. د پينځمې پيړۍ […]

د رازونو سپړونکې

“زما ارمان دې چې کابل ته ورشم او د اسکندر مقدوني د پوځي کمپاين په اړه معلومات راټول کړم.” دا جمله د بريطانيې هنگري نژاده لرغون پوه، چارواکو ته څو وارې وکړه چې په ۱۹۴۳ م کی افغانستان ته دده د ورتگ مخالفت يې کوو. مارک اورل شټاين هغه وخت د يو اتياوکالوپه سن کی […]

د هډې چور

د ۲۰۰۴ م کال په مني کی زه د خپلو همکارانو سره د هډې د هغو بوداي کنډوالو ليدو ته ولاړم چې دوه زره کاله پخوا د چين او د هندبوداي زيارت کوونکي ورته په جوپوکی ورتلل. اوريدلي مې و چې دلته ډيرلرغوني توکي غلا شوي دي خود خاورو د ډيريو په ليدوراته اندازه وشوه […]

جان فشان

د نولسمې ميلادي پيړۍ په پيل کې د سيدانو ټبرپه پغمان کې زمکې لرلې. ددې تبرمشرهغه وخت قطب شاه نوميدواو ولس به ورته په درنه سترگه کتل. دده يوزوې سيد محمد شاه و او کله چې د انگريزانو د افغانستان په خاوره گام کيښودو نوهغه ورته د ملگرتيا لاس وغځوو. د انگريزيواستاځې اليگزانډربرنزيې د مرستې […]

انسان لپاره د گل پيغام

کله چې د باران څاڅکي د برسنډې د گل پر پاڼو راوريږي نو په لمنه کی ونيسي.  کله چې دا لمنه ډکه شي او نور ځاې چې پکی پاته نشي نوگل کاسه ورو غوندې دا رڼې اوبه په ډنډ کی واړوي.   دبرسنډې د گل دا عمل انسان لپاره د ژوند کولو لومړې درس دې.  هغه […]

ايسټ انډيا کمپني

په ۱۵۸۸ م کی د بريطانيې له خوا د هسپانيې بحري ځواک ته د ماتې ورکولونه وروسته د لندن د تجارانو يوې ډلې د هغه وخت مليکې لومړۍ الزبت نه په بحر هند کی د بيړيود اوړلواجازه تر لاسه کړه او په ۱۵۹۱ م کی د انگلستان درې بيړۍ په عرب سمندرکی ورداخلې شوې. په […]

چارسده يا پشکلاوتي

د پيښور شمال ختيځ کی ديرش کلوميټر په واټن دچارسدې ښار دې. د دريو سيندونو، کابل، سوات او جيندي په غاړو اباد دا سيمه د لرغونو وختونو راهيسې يوه ښيرازه سيمه وه. درې واړه سيندونه وروسته د اباسين سره گډ شي. په لاره تيريدونکو مساپرو به دشيخانو ډيرۍ کې کنډوالې ليدلې چې ځاې خلکود “حصار”په […]

ويد څه وي؟

ويد په سانسکرت ژبې کې علم يا معلومات ته واي. دا د زاړه سانسکرت ژبې هغه په زرگونو بېتونه دي چې په هند کې د لرغونو زمانو راهيسې برهمنانو زمزمه کول او ځيني يې وروستو و ليکل شول. ددوي په عقيده دا د خدايانو سندرې وې چې سپيڅلو انسانانو واوريدې اونورو ته يې وروښودلې. ويدونه […]

سانسکرت د ژبو مور

د نولسمې ميلادي پيړۍ په ورستيو کې يو انگريز ژبپوه ويليم جونز په کلکتې کې خپل ليکچر کې وويل سانسکرت ، ” د يوناني ژبی نه زياته مکمله ( پورا) د لاطيني نه زياته پراخه او ددی دواړو نه زيات په لطافت سوچه کړی شوی ده. خوبيا هم ددی دواړو ( ژبو) سره کلک تړاو […]