عریان الغیب د روښان پیریوبل نادر فلسفي اثر دعریان الغیب د قلمي نسخي مشخصات په لاندي ډول سره دي: کچه : ۵/۱۲ = ۵/۲۲ کرښې : ۱۱ مخونه : ۲۸۲ خط : نستعلیق ژبه : فارسی دری د دغه قلمي اثر په اړه ما د روښاني څیړنو په ترڅ کې تراوسه څه نه دي لوستي او نه […]
د استنبول- کندهار خرقه مبارک خرقه په عربي کې “جُبٌه” هغه اوږد وړين کوټ يا چپن ته وايي چې د سړو لباس د پاسه اغوستل کېږي. د زيړبخن نسواري رنګ يوه خرقه د استنبول په خرقه شريف جومات کې پرته ده او باور کېږي چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم يو صحابي حضرت اوېس قرني ته ورډالۍ کړې وه. […]
عبد الرحمان بې په ۱۹۲۵ م په استنبول ښار کې د ترکي په نامتو پوځي مشر رؤف بې نامعلومو کسانو ډزې وکړې. خو وژل شوې کس د افغانستان لپاره ټاکلې سفيرعبد الرحمن بې و. د پيښورعبد الرحمن بې د خلافت تحريک پر وخت د هند نه ترکي ته تللې و. د شلمې ميلادي پېړۍ له پېل برطانيې د […]
بيګمۍ وريژې د سوات خلک وريژو ته نشي تينګيداې او په تيره بيا “بيګمۍ وريژې” يې کمزوري ده. خو د شلمې ميلادي پېړۍ تر نيماي دا وريژې په سوات کې چا نه پيژندلې. په باغ ډېرۍ کې مېشت د يو سردار عبد الرحمن آفندي د کرکرهڼې او د ميوو سره دېره علاقه لرله. آفندي لقب ځينې بارکزي […]
ليلي د لاهور په ميوزيم کې د مهاراجا رنجيت سنګ سپين اس هم د نندارې لپاره ايښودل شوې دی. ليلي نومې دا اس د مهاراجا ډېر خوښ و او پخپله يې ويل چې د دې د ترلاسه کولو لپاره يې د ډېرو خلکو وينې توې شوي دي. د ليلي اس خاوند د پيښور حاکم يار محمد […]
د افغانستان انځورونه په ۱۸۳۹ م کې کله چې انګريز ځواک د غزني کلا ونيوله نو د هغه ځای لومړي انځورونه يو پوځي ډاکټر جوړکړل. دا انځورګر ډاکټرجيمز ايټکنسن د انګلستان د “درهم” ښار يو غريب پلار کره زيږېدلی و. له ماشومتوبه د ده د نورو ژبو او د انځورګرۍ سره شوق لرلو. د ده د پلار ځينو […]
سرخاب په ماشومتوب کې به مو اوريدل چې فلاني ته څه د سرخاب وزره لګيدلې ده؟ سوچ به مو کوو چې دا به هم لکه د هما يو خيالي مارغه وي. خو سرخاب د زرکې د ټبر يو ښکلې مارغه دی. هسې خو د زرکې ۳۰ نه زيات قسمونه دي خو نر سرخاب يې تر ټولو […]
يورپي کېلينډر يا جنتري ورځ او شپه په ۲۴ ساعتو کې د ويشلو کار په لومړي سر کې د بابل سوميريانو په ۴ ق م پېړۍ کې وکړو. لومړۍ جنتري يا کېلينډر په ۵۳۵ ق م کې د روم د سلطنت له خوا جوړ شو چې ۳۰۴ ورځې او ۱۰ مياشتې يې لرلې. لومړۍ مياشت يې مارچ وه. په […]
دوندی خان دا انځور په ټوکر جوړ او د هند په مراد اباد کې يو کس حيات النبي سره خوندي دی. هغه دعوا کوي چې دا د روهيله پښتنو نامتو پوځي سالار او نواب دوندې خان څېره ده. دوندې خان د حافظ رحمت خان د تره زوی، په خټه برېڅ او د پښتونخوا د صوابۍ نه روهيلکهنډ […]
د اس قرباني د اريایي عقيدې له مخې پر زمکه يو لوی طوفان راغلو او د شاربلو سمندرونو له تل نه يو سپين اسوا (اس) راوتلو چې دوه وزرې يې لرلې. د ديوانو باچا “اندرا” دا اس جنت ته يوړو، وزرې يې ترې پرېکړې چې پر زمکه پاتې شي او دا يې انسانانو ته ډالۍ کړه. په سانسکرت […]