مياشتې او کلونه

مياشتې او کلونه

 هندي  د نړۍ ترټولو لرغونې جنتري د آريايانوله وخته رواج شوې وه. دې ته بکرما ( وکرما) جنتري هم واي او ۵۶ ق. م نه پيل کيږي. دا دهوا او د موسم سره تړاو لري اود هند د ويش نه وړاندې په پښتونخوا کې هم خلکو دا نومونه کارول. ددې نهه مياشتې د ديرشو ورځو،…

Read more »

تاکشاشيلا

تاکشاشيلا

د هند په شفاهي کيسه راماين کې تاکشا د بهرت اود ماندوي زوې و. وروستو دې د تاکشاکهنډا نومې سلطنت باچا شو او تاکشاشيلا يې پلازمينه شوه چې اوس ټيکسلا نوميږي او د اباسين په ختيځه غاړه يې کنډوالې په سترگو کيږي . خونورلرغون پوهان واي چې تاکشلا دهندد يوې ډلې خلکوتاکا په نوم اباد…

Read more »

سټوپا يا توپ

سټوپا يا توپ

  دنولسمې ميلادي پيړۍ په سرکی کله چې انگريزپوځيانو په پنجاب کی اړولې (سرچپه) کاسی په څيرجوړښت وليدو نودا يې د مصر د اهرام غوندې مقبره وگڼله. د پنجاب په مانکيال کی داسی ودانۍ په لوړوځايونو کی جوړې وې. د۱۸۳۰ م په لسيزې کی په افغانستان کی په لومړي ځل د المان ، هونيبرگراو د…

Read more »

د پښتو ټايپ نښې

د پښتو ليکلو ( ټايپ) په وخت ځينې نښې د جملو رواني د ولوستونکو لپاره ضرور وي.  هغه وخت چې مسلکي کاتبانوبه په لاس ليکل، د وقفې او د پيراگراف جوړول ددوي په اس کې و. هغوي به يوبد خط ته هم ښکلې ترتيب ورکړو چې د ولوستوکي په سترگو ښه ولگي.  اوس د کاتبانو…

Read more »

د خپرولوحق

په زياتو کتابونو به تاسو د پوښتۍ دننه دا جمله ولوستې وي چې ددی کتاب حقوق د ليکوال سره خوندي دي. مانا دا چې که څوک هغه بيا چاپول غواړي نو بايد د ليکوال نه اجازه واخلي. هم دغسې هرهغه څه چې د يو کس د زهن تخليق وي ، هغه د ولوستلو نه پرته…

Read more »

سقراط

سقراط

په نړۍ کې لږ کسان داسې دي چې پخپله يې هيڅ نه وي ليکلي خوهغه علم چې دوي لرلود شهرت سره د نړۍ هرگوټ ته رسيدلې وي. په دې کې يونوم د سقراط دې. ده پخپل ژوند کې د ليکلوهڅه هم نه وه کړې. دده علم دده شاگرافلاطون په ليکنو کې نوروته ورسيدوچې د يوډايلاگ…

Read more »

گندهاري ژبه

گندهاري ژبه د افغانستان په ختيځو او د پاکستان په شمال لويديځ کې ويل کيده.  دا د ويدي سانسکرت يوه څانگه او يا يې ورسره نږدې تړون لرلو.  دا ژبه په خروشتي ليکدود، د ښي لاس نه گس لاس ته ليکل کيده.  گندهاري ژبه د پراکريت يا د هندو ارياي ژبې يو ډول و اوددې…

Read more »

سوغاتونه

څوک نه پوهيږي چې زمونږ ټولو په سفري بکسونوکی ايښي شيان به د چا پکاريدل که نه؟  مونږ سره ملوبهرنيانوبه د افغانستان دهرښارکی سوغاتونه اخستل اوهدف يې داسې شې وچې بل چا سره نه وي.  يوې ميرمنې لوې تمبل (چمبه) په لاس کی نيولې و، بلې د ټيم جوړ شوې صندوق اودريم تاو شوې نمده…

Read more »

خپړه

خپړه

په زيارت کى د د دوو ستنو په منځ کى د سپينو جوړ د لاس په پينځوپرانستو گوتو د اسلام د پيغمبر، د هغه د څلورو خلفاو او د لور نومونه په ښاېسته رېحان ليک ليکل شوى و.  زيارت کوونکي کله چى د لوى دروازى نه را دننه شى نو دى نقرۍ لاس ته سرټيټ…

Read more »

د تخيل حق

تاسو فکر وکړئ چې د ژورناليسټ په توگه په يو موضوع موکار وکړو، رپورټ موجوړکړواو خبري اژانس په هغه شپه دا رپورټ خپور کړو خوستاسو نوم يې ياد نه کړو. څه احساس به لرئ ؟ که د رپورټ په سر او پاې کی اژانس د يو بل ژورناليسټ نوم ياد کړي، نو بيا به څه…

Read more »

د هيروډوټس تاريخونه

پښتانه کله چې خپل تاريخ ليکي نود سرچينې په توگه د “هيروډوټس” نوم يادوي. د ۴۸۰ ق-م نه واخلې تر ۴۲۵ ق م. پيښې په يوناني ژبې وليکلې چې لاطيني “انکوايري” تورې يې ورته کارو اود پوښتنوگرويږنو مانا ورکوي. دده نه وروستودا ليکنې په نهوبرخو(کتابونو) کې چاپ او”تاريخونه” ونومول شول. وروستو په پارسي او نوروژبو…

Read more »

حلاله ډوډۍ

” ودروه موټر…هله …هله ” زما په چيغه خالد په برېک پښه ټينگه کړه، ” څه بلا وهلې يې، اوس به مې موټر جنگولې واې” خو ما د هغه خبره نه اوريده، د سکاټ لينډ په دې وړوکي ښاريې کې په يو دکان د” حلال گوشت ” نښه زما تلوسه راپارولې وه. دا د نولس…

Read more »

سوما

سوما

  سومابوټې چې په سوات کی ورته سوميانه واي په حقيقت کی اوس هم شته دی. ځينې خلک ورته د ماهو بوټې وايي او د پيښور د حکيمانو په هټيو کې په وچ شکل پيداکيږي. دسوما نوم د اريايانو د تاريخ سره تړلې دې او هغه لرغونې سندرې چې "ويد" نوميدل د سوم رس د…

Read more »

معلومات

دا ويبپاڼه د هغو خلکو لپاره ده چې د خپلې سيمې د ځايونو، خلکو، تيرو پيښو، دود او د اديباتو په اړه چټک معلومات تر لاسه کول غواړي. ددې په هره برخه کې ليکلې متن د څو سرچينو سره پرتله شوې او که څوک د خپلو ليکنو يا څيړنو لپاره ترې گټه اخستل غواړي نو…

Read more »

د خوات مرتبان

د خوات مرتبان

د مسوجوړ، دا مرتبان په ۱۸۳۶ م کې يو انګريز چارلس ميسن د وردګو د خوات په يوې سټوپا کې وموندلو. دا د دويمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې چا د نذر په توګه هلته ايښې وه چې د کشان سلطنت د څو باچاهانو سکې يې لرلې. هغه وخت “هويشکا” باچا (۱۴۶ م نه تر…

Read more »

زما چاپ شوي کتابونه

زما چاپ شوي کتابونه

لنډې کيسې-  نيمگړې انځور-  د ډيوې په غيږ کې، ښايست- ناول-   زبيښاک-  دنيا-  څيړنه –  د هندوستان پښتانه-  بهوپال-  مالير کوټله-   بهار-  باره بستي. نثر-  ښکلې کتاب تعليمي-  ژورناليزم نړۍ واله ادبيات-  د نړۍ ولسي کيسې-  د سندباد اوو سفرونه ( د ماشومانو لپاره)  وروستې ناول سواستو

Read more »

شړوهي لونگينه

زمونږ يوه ولسي سندره وه چې په دې باړه کې اوبه گډې وډې ځينه شړ وهي لونگينه، شړ وهي لونگينه ځينو سندرغاړو به دا “شړوايي لونگينه ” کړو. يو وخت د شړ وهي پر ځاې سندر غاړي شينواري وويل او ورپسې نورو ، بې له دې چې پوښتنه يې کړې وې، سندره يې واړوله.  د…

Read more »

گندهارا

د اباسين نه ترخيبراو باجوړدغرونوتر منځ سيمه چې په نقشه کې ۱۰۰کلوميټرلويديځ، ختيځ او ۷۰ کلوميټر شمال جنوب کې لکه د يو مثلث ښکاري، لرغونې گندهارا وه.

Read more »

كابل بالاحصار

كابل بالاحصار

د کابل ښارجنوبي برخې په څنډو هغه غونډۍ چې د بالا حصار په نوم ياديږي د لرغونې زمانې راهيسې د څاراودفاع لپاره کاريدلې ده.

Read more »

په پيښور کې د سيټهيانو کورونه

په پيښور کې د سيټهيانو کورونه

د ۱۹۶۴ د ژمي يوه باراني ورځ وه او دپيښور د زاړه ښار په منځ کی جوړ زمونږ د ښوونځي ډيرې جينکۍ نه وې راغلې. په داسی ورځ د تفريح پر وخت به کله کله د نزدې اوسيدونکو جينکو خپلې ملگری له ځانه سره کورونو ته بوتلې. زمونږ ه يو ملگرې د سيټيانو د کورنۍ…

Read more »

ريښتيا وېنا

يوه باچا د شپې خوب وليدو چې ټول غاښونه يې غورځيدلي دي. سهار يې نجومي راوبللو او خوب يې ورته بيان کړو. نجومي ورته وويېل   ” د باچا سلامت ټول خپلوان به دده په ژوند کې مري” باچا په قهر شو او د نجومي د وژلو امر يې وکړو. بيا يې بل نجومي راوبللو او…

Read more »