امیر او فری مېسن

امیر او فری مېسن

د لندن په مرکز کې د “فریمېسن ګرینډ لاج” د میوزیم په یوه المارۍ کې د قران پاک یوه کاپي پرته ده. د دې په دوېمه پاڼه د افغانستان امیر حبیب الله پخپل لاس لیکلي دي چې د قران په زیارت مشرف شوم. ورسره د فروري ۱۹۰۷ م نیټه ثبت ده. په دغه(دوېمه) نېټه په…

Read more »

شهید ګنج جومات

شهید ګنج جومات

د لاهورختیځ کې یومیدان پخوا راهیسې د اسونو منډۍ او څنګ کې يې بازار و. په ۱۷۲۲ م کې دلته د لاهورکوتوال عبد الله خان د سو جومات جوړولو تابیا وکړه. یو مهندس فلک بیګ خان د دریو ګومبدو او ۵ محرابونو جومات سره یوه مدرسه، د میوې باغ او کوهی هم جوړ کړل چې…

Read more »

سمنک يا سمنو

سمنک يا سمنو

د لمريزكال په وروستى شپه (۲۰ مارچ) د افغانستان په ډېروسيمو کې ښځې د سمنو ميله کوي. په يو کور کې ډېرې ښځې راټولې شي، غټ ديګ يې په اورايښي وي چې سمنو پکې پخېږي او هر څوک پخپل وار يې په څمڅۍ لړي. د مارچ د مياشتې پېل سره افغانستان، ايران او د مرکزي…

Read more »

د نړۍ د عجایباتوکتاب

د نړۍ د عجایباتوکتاب

د مارکو پولو دغه کتاب په نړۍ کې لومړۍ یونلیک (سفرنامه) ګڼل کېږي. په ۱۳۰۰ م کې دې کتاب اروپایانوته چین، هند اومرکزي اېشیا ملکونه وروپېژندل. د وېنس(اطالیې) تاجرمارکوپولو، له ۱۲۵۴ نه تر ۱۳۲۴ م ژوندی و. د ده پلار او تره د ورېښم په لاره تجارت کوو. په ۱۲۷۱ م کې دوی ۱۷ کلن…

Read more »

۴۲۰

۴۲۰

“فلانې سړی ډېرچارسوبیس دی” په پښتو کې دا جمله هغه کس لپاره کاروي چې یو چا سره يې درغلي کړې وي. په هند کې انګریزانو په ۱۸۶۰ م کې خپل مدني قانون راوستلو. دوی د هر جرم تعریف او تشریح نه وروسته د دې مادې (دفعه) یو نمبرلرلو چې د هغې تر مخه به قاضي…

Read more »

سایرس یا کوروش

سایرس یا کوروش

شاو خوا دوه نیم زره کاله پخوا د اوسني شیراز ښار نه بهر یوه وړه سیمه فارس نومېده. د دې سیمې باچا کمبوج په ۶ ق م پېړۍ کی د میډز(شمال لوېدیځ) یوناني نژاد واکمن “ایختوویگو” ته باج ورکوو. د میډزشاه خپله لورکمبوج ته ورواده کړه او زوی يې کوروش ونومول شو. یوه شپه ایختوویګو…

Read more »

کاسه

کاسه

په ۱۹۹۴ م کې د برطانيې اوسېدونکې پېټرک وان اولک او د ده مېرمنې د سعودي عرب په جدې کې سوغاتونه اخستل. د اینټیک په یوې هټۍ کې دوی د مسو یوه کاسه ولیده چې ورباندې کنده کاري شوې وه. دوی هغه کاسه په بیه کړه او له ځانه سره يې بزطانيې ته یوړه. څه…

Read more »

یوناني درملنه

یوناني درملنه

په کلی کی چی د ماشوم په خیټه درد شي نو یوه چونډۍ سپیرکۍ ورله ورکړي. په زخم د کورکمن پټۍ تړل او دغسې نورې کورنې ټوټکې، څه موده وړاندې مهذبو انسانانو پرې ملنډې وهلې. خو دغه حکمت ته اوس درناوی کېږي. په هند کی شپږم ق م پېړۍ “سوشروتا” او یونان (ایتن) کی بقراط…

Read more »

د لنډي کوتل اورګاډې

د لنډي کوتل اورګاډې

لنډي کوتل ته په اورګاډی کې زما وروستې سفر په ۱۹۶۸ م کې د خپل سکول له خوا و. دغه ګاډې به د اتوار په سهارد صدرسټېشن نه روانیدو او سفر پکې مفت و. د نوتهیه، سواتو پاټک او باړه ګېټ نه وروسته د پېښورهواي ډګرسره ګاډې ودریدو ځکه د دې پاټلۍ د رن وې…

Read more »

د پنیالې سازش

د پنیالې سازش

د افغانستان د امیرامان الله خان د واک نه ليرې کولو لپاره د انګریز لومړی سازش ۱۹۲۷ م کې په پنیاله کی وشو. د ډېره اسمعیل خان نه ۵۵ کلومیټر شمال کې پنیاله کلې کې مروت پښتانه پراته دي چې څنګ ته په یوې غونډۍ د شیخ بدین زیارت دی. په ۱۸۶۰ م انګریزانو په…

Read more »

بهلول دانا

بهلول دانا

د اتمې میلادي پېړۍ په نیمايي کی د بغداد قاضي واهب بن عمرو وروسته د بهلول دانا په لقب مشهور شو. دی په کوفه کی زیږيدلې او د امام جعفر صادق نه يې ذدکړه کړې وه. د امام جعفر زوی امام موسی الکاظم، عباسي خلفاو څو وارې د خپلو افکارو له کبله زنداني کړو. یو…

Read more »

د بودا مجسمې

د بودا مجسمې

دا عکس په ۱۸۹۶ م کی یو برطانوي الیګذانډر- ای- کېډي له خوا په پیښور کی واخیستل شو. دی د حکومت له خوا سوات ته د ګندهارا تمدن د نښو په کنستون وراستول شوی و. دغه ټولې مجسمې چی د بودا د ژوند سره تړلي دي، د سوات په “لوریان تنګي” کی وموندل شول. کیډي…

Read more »

د کرمې سیند

د کرمې سیند

درې ذره کاله پخوا آریايی مناجاتوکې د “کرومو” سپيڅلې سیند اوس هم خپله لاره نه ده بدله کړې. ددې سرچینه په سپين غرکې ده. د کرمې غرونو یوې خوا ته د خوست او پکتيا ولايتونه او بلې خوا د پاکستان قبايلي سيمه کرم ايجنسي پراته دي. د دې اوبه د جلال اباد نه ۸۰ کلوميټرجنوب…

Read more »

د ټونک پښتانه

د ټونک پښتانه

راجستان ته پښتانه سفر کوي نو یواځې د خواجه معین الدین چشتي ذیارت ته ورځي. لږ کسان د ټونک ریاست نه خبر دي چې د نولسمې میلادي پېړۍ په سر کې پښتنو اباد کړو. ټونک د خپل کتابتون لپاره شهرت لري چې نایابه خطي نسخې پکې ایښي دي. په دې وروستیو کې د نواب امیر…

Read more »

ذهرمهره

ذهرمهره

د اوزې(چېلۍ) په معده کی د طبعي توکو نه یو کاڼې پروت وي چې بیذوا یا بېزو نومېږي. د ۱۲ میلادی پیړۍ اندلس (سپېن) یو نامتو حکیم ابن ظهر په دغه تیږې تجربې وکړې او څرګنده يې کړه چې دا د ذهرو اثر ختموي. په عربي نړۍ کې یو وخت داسې باور و چې ذهرمهره…

Read more »

د اقصی جومات

د اقصی جومات

ډېرخلک د القدس طلاي ګومبد د اقصی جومات ګڼي خو په دغو دوو ځایونو کی توپیردی. د مسلمانانو “القدس”یا”بیت المقدس” او د یهودانو “یروشلم” هغه لرغونې عبادت ځای دی چی طلای ګومبد پرې جوړ دی او ورلاندې د معراج تیږه پرته ده. الاقصی د دې ګومبد په څنګ کې او خلک ورته په عقیدت “حرم…

Read more »

افغانستان ته هجرت

افغانستان ته هجرت

په ۱۴ اګست ۱۹۲۰ م شا و خوا ۷۰۰۰ خلک چې زيات يې پښتانه وو، د لنډي کوتل بازار نه تورخم لورې ته پلي روان وو. آپريدو ورته په لاره د ګوړې د يخ شربت خاورو جامونه ورکول. د هرې ډلې مشر سره شنه جنډه او کله کله د افغانستان زنده باد ناره به يې…

Read more »

سرتور فقیر

سرتور فقیر

سوات ته په لار د چکدرې یوه غونډۍ “چرچل پیکټ” نومېږي. پښتانه ډېر په ویاړمیلمنو (بهرنیانو) ته د دې معلومات ورکوي. خو دوی “سرتورفقیر” (ملا مستان) نه پېژني چې په ۱۸۹۷ م د انګریز خلاف ۲۰ زره لښکر راټول کړو او چرچل له دغه غونډۍ څارولو. د ده نوم سېد الله (سعید الله) او د…

Read more »

عثماني‌ خلافت څنګه نسکور شو؟

عثماني‌ خلافت څنګه نسکور شو؟

عثماني‌ خلافت د نړۍ په تاریخ کې د مسلمانانو د واک او برم یوه تر ټولو اوږده او ځواکمنه دوره وه، چې د ۱۲۹۹ نه ۱۹۲۲ میلادي‌ کلونو پورې، شاوخوا شپږ پېړۍ یې په اسیا، افریقا، منځني ختیځ او ان د اروپا پر ځینو ځمکو یې حکومت وکړ. خو په ۱۸۵۷م کال کې د خلافت…

Read more »

شپوله

شپوله

د خیبردرې مشهوره سټوپا چی چاپېره ترې ټوله سیمه څارل کیدېشي، “شپوله” نومېږي. شپول په پښتو کی ګول یا ګردۍ ته وایی. د لنډی کوتل او علی مسجد ترمنځ شپوله د قافلو د پخوانۍ لار نه ۵۰ فټه لوړه او ۶۰ فټ زمکه کی جوړه ده. ددې جوړښت د کوشاني دورې وروستي کلونه په ګوته…

Read more »

د صحبت خان کیسه

د صحبت خان کیسه

د صحبت خان دومره پګړۍ وه چې د “پلۍ” د جونو جوړ شو رومالونه صحبت خان د سوات د الاډنډ اوسیدونکې و. د ده د تره زوی صدرالدین په ۱۸۵۰ م شا و خوا کلونو کی هندوستان ته لاړو. د ډيلي پرتخت تش په نوم باچا مغل بهادر شاه ظفرکیناستو ځکه ټول واک د انګریز…

Read more »