کنګلي زمانې

کنګلي زمانې

د خپلې سيمې په غرونو او دشتو کې کله هوارکاڼي مو په سترګو شوي دي؟ يو نيم پکي ډېر ښکلي رنګونه لرې چې ښایی زرګونه يا ممکن ميلينونو کاله د اوبو لاندې پراته وي. د اور(اتش فشان) غرونو له کبله زمونږ زمکه کله د اوبو لاندې شوې او کله د لاندې زمکه بهر ويشتل شوې…

Read more »

سکواش او پښتانه

سکواش او پښتانه

ربړین بال (توپ) به وشلېدو نو مور له به مې یوړو. هغې به وګنډلو او بیا به يې ووېل،” دومره په زور بال مه وهه چې وشلېږي.” ما به بیا ډېرسست لاس سره بال د لوبغالي په دېوال وهلو. د کوټې قمر زمان دغه سست لاس، ” ډراپ شاټ” د سکواش په لوبه کې مشهور…

Read more »

آتما رام

آتما رام

دا انځور په ۱۸۴۱ م کې یو انګریز جیمز رېټري په افغانستان کې کښلې دی. یو سپین ږیرې هندو آتما رام د کورپه بره برخه کې ناست بهر ننداره کوي. دی د پیښور اوسیدونکې او د کندوز حاکم مراد بیګ ( وروسته د بخارا امیر) وزیر و. په دې انځور کې آتما رام په غاړه…

Read more »

کنجاړه

کنجاړه

په دودیزه توګه د شړشمو تخم نه غوړ(تيل) د زبېښلو وروسته پاتې مواد، کنجاړه یا “کهلۍ” نومېږي. کله چې د جوميا، بنوله، السي، نمرګل، ذیتون او د بادامو نه د غوړو ایستل پېل شول نو د هغې پاتې شونې هم کنجاړه نومېده، لکه د بادامو کنجاړه یا د ذیتونو کنجاړه. د شلمې پېړۍ په وروستيو…

Read more »

د هډې ملا

د هډې ملا

د ۱۹ میلادي پېړۍ له نیمايي، په افغانستان کې د پېرنګي خلاف مبارزه کې د هډې ملا ډېر شهرت لرلو. د هډې د ملا خپل نوم عبدالقدير، په خټه کاکړاخونزاده د غزني د شلګراو اوسېدونکې و. د ده پلار محمد حسن اخونزاده نومېدو چې ځینې نمسي او کړوسي يې وروسته په مومندو کې مېشت شول.…

Read more »

زند اویستا

زند اویستا

اویستا د ذردشتي دین سپېڅلې صحیفې او ذند د هغې تشریح او تفسیر دی. د زردشت د تعلیماتو ذکر د یونان هېروډوټس نه وړاندې د لیډیا( ترکي) “ژانشس” نومې لیکوال په ۵ ق م پېړۍ کې کړې و. هغه وخت د پارس واکمن بې دینه وو خو د یونان په سیالۍ کې د ذردشت صحیفې…

Read more »

د جمرود جنګ

د جمرود جنګ

دا جنګ په ۱۸۳۷ م د اپریل په میاشت کی تر ۱۲ ورځو روان و. د نولسمې میلادي پېړۍ له پېل سره په پنجاب کې سیکانو د مغلو نه واک واخستو او مهاراجه رنجیت سنګ پرله پسې ملتان، کشمیر او د اباسین ختیځې سیمې ونیولې. تر ۱۸۳۰ م د اټک کلا او د هزارې په…

Read more »

د کوټې شراب

د کوټې شراب

د ۱۸۵۷ م د هند د خپلواکۍ پاڅون نه وروسته په پنجاب کې د انګریز زرګونو پوځیانو لپاره د شرابو اړتیا پېدا شوه. برطانوي انجینیر “پروبي کاټلي” او جنرل “ویلیم اولفرټس” د پیر پنجال په غرونو کې د بیر د کارخانې تابیا وکړه. په ۱۸۶۰ م کې دوی “ایډورډ ډایر” ته دا کار وسپارلو چې…

Read more »

دستر خوان

دستر خوان

د غرمې ډوډۍ په وخت مور به مې په شکور کې پروت دسترخوان او پېسې راکړل او زه به د کوڅې نه بهر نانوایی (تنور) ته په منډه شوم. دسترخوان د ۱ مربع میټر د “سان” ټوټه، چې ورباندې سور رنګ ټاکې او هم هغسې سره حاشیه وه. د نانوایی مخ ته به هر ماشوم…

Read more »

اشرفۍ او مهر

اشرفۍ او مهر

اشرفۍ (اشرپۍ) د سرو زرو هغه سکه چې په ۱۵ میلادي پېړۍ کې د مصر مملوک باچا له خوا ضرب شوه. سلطان “اشرف برسباي” د ۱۴۲۲ م نه تر ۳۸ پورې د اسلامي خلافت په نیمايي واکمن و. د ده په وخت کې د یورپ او عرب ملکونو تر منځ کاروبار وده وکړه. د سمندري…

Read more »

ملکه حلیمه

ملکه حلیمه

بي بی حلیمه او د امیر عبد الرحمن وروستې میرمن وه. امیر د خپل ژوند په وروستیو کې د هغې په اړه وئیل، “اوس په افغانستان یو کس د حکومت جوګه دی اوهغه دا ښځه ده.” د دې نازولې لقب ملکه سلطان، د امیر دوست محمد خان د لور شمس جهان او د میرعتیق الله…

Read more »

بازیره

بازیره

د سوات مینګورې نه ۲۰ کلومیټرجنوب کې اوسنی بریکوټ ۲۵۰۰ کاله پخوا “بازیره” وه. اوس دلته ۲۵ زرو خوا شا خلک مېشت دي. په ۱۹۸۴ م کې څو اطالوي لرغون پوهانود ” بریکوټ غونډۍ” ته پام شو نو یوه سروې يې وکړه. بیا په یو هیکټار زمکې کې کنستون پېل شو چې د پخوانۍ بازیرې…

Read more »

ویکی پیډیا او ناسم معلومات

ویکی پیډیا او ناسم معلومات

په تعلیمي ادارو کې د څېړنې لپاره د ویکي پیډیا په موادو کارولو بندیز دی. سبب يې دا دی چې د دې معلومات یو عام وګړي له خوا هم بدلون موندلې شي. څو ځوانانو راته د “ساراګړۍ” جنګ په ګوته کړو چې څو فلمونه پرې هم جوړ شوي دي. د میړانې په دغه داستان کې…

Read more »

پټکی

پټکی

پتکی، پګړۍ، لونګۍ، دستار، په عربي کې “عمامه” فارسي کې “دولبند” او انګريزي کې “ټربن” نومېږي. د سړو د لباس دا برخه د انساني تمدن په کوم پړاو کې دود شوه، څوک نشي وئیلې. خو دې تر ټولو زړې بيلګې د مصر په اهرامونو کې د انځورونو نه راپاتې دی. یو روایت دی چې د…

Read more »

ډېره اسمعیل اوغازي خان

ډېره اسمعیل اوغازي خان

ډېره” د هند په ځینو ژبو کې د استوګنې ځای ته وایی. بلوڅان يې د کېږدۍ او کلي په مانا کاروي لکه ډېره بګتي(د بګتي خلکو میشتځای). په ۱۵ میلادي پېړۍ کې د مکران له ساحل بلوڅ کو چیانو د اباسین او د سليمان غر ترمنځ پراخې دښتې ته کډه وکړه. دوی د ملتان حاکم…

Read more »

بکياڼه

بکياڼه

چا له داسې ستغه لکه وچه بکیاڼه چا له ډوبه مسته لکه نوي دوک بیاڼه بکياڼه د هند د “نیم” ونې د ټبر نه دي او د پښتنو په ځینو سیمو کې ورته “شنډۍ” هم وایی. په فارسي کې “ازاد درخت” اردو کې “بکاین” او عربي کې “زنزلخت” نومېږي. بکیاڼه په ټولو ګرمو او معتدلو…

Read more »

حبیبیه هال

حبیبیه هال

په دغه عکس کې د افغانستان امیر حبیب الله خان د لاهور د یو کالج استادانو سره ښکاري. په لاهور کۍ د اسلامیه کالج په نوم دوه کالجونه دي. د یو نوم ګورنمنټ اسلامیه کالج په ۱۸۸۸ م کې د “دیانند آیورویدیک” پوهنځي نه انګریزانو د پنجاب لومړی کالج جوړ کړو. د دې د نوم…

Read more »

کامره

کامره

د اټک نه پورې غاړه ختیځ کی درې کلي مير پورحسین، اورتک پور او کسران، په ګډه “کامره” نومېږي. دلته اوس د پاکستان د هواي ځواک یوه چاوڼۍ ده. دا هواره سیمه په جنوب کې لوړه غونډۍ لري او څوکې ته يې لاره ده چې اوس ورباندې پوڼۍ جوړې دي. په دوېم میلادي پیړۍ کی…

Read more »

د ګوډین هټۍ

د ګوډین هټۍ

د پیښور صدرپه ارباب روډ سل کاله پخوا څو د زیړ رنګ هټۍ، چې مخې ته به يې برنډه وه، په یوه لیکه کې جوړې وې. په ټولو د انګریزي ژبې لوحې د دوی کاروبار په ګوته کوو. د کرپا رام وریښمو او طله ټوکر، علیګ کافې، ګلاب رای کتابونه، او د کې- اې ګای…

Read more »

قيرووین

قيرووین

په نړۍ کی تر ټولو پخوانی پوهنتون چی تراوسه کار کوی، د مراکش “جامعته القرووین” دی. د دی بنسټ په ۸۵۹ م کی د “فاس” په ښار کی کیښودل شو چې لګښت يې یوی میرمنې فاطمة الفهرية ورکاو. د فاطمې پلار یو شته من تجار و او د ټیونس نه يې مراکش ته کډه کړې…

Read more »

د میراث عملیات

د میراث عملیات

د ۱۹۴۷ م اګست په وروستیو کې د ډېلي اسمان په تورو لوګو کې پټ و. دا د هند د ویش د شخړو اور نه و بلکه د برطانوي حکومت د ودانیو شا ته په زرګونو دوسيې (فایلونه) په اور کې سېزل کیده. په بله ورځ د هند لویو ورځپاڼو کې د دې خبر خپورشو…

Read more »