د پنیالې سازش

king-amanullah in Berlin
د افغانستان د امیرامان الله خان د واک نه ليرې کولو لپاره د انګریز لومړی سازش ۱۹۲۷ م کې په پنیاله کی وشو.
د ډېره اسمعیل خان نه ۵۵ کلومیټر شمال کې پنیاله کلې کې مروت پښتانه پراته دي چې څنګ ته په یوې غونډۍ د شیخ بدین زیارت دی. په ۱۸۶۰ م انګریزانو په دغې غونډې یوه وړه چاوڼې جوړه کړه. هغه وخت د دوی ځايي خدمتیانو به د ماسپښین دوه بجې خپل کارونه ختمول او د شپې تیرولو لپاره ښکته یو کاروان سرای ته تلل. غونډۍ ته په تلونکې سړک پوځي څوکۍ وه او هیڅوک به بې له اجازې چاوڼۍ ته نه شو ورتلې.
د وزیرواو مسیتو په جګړو، انګریزان مجبور شول چې په ۱۹۱۴ م کې “واڼه” کې بله چاوڼۍ جوړه کړي. خو پنیاله بیا هم د انګریز په تصرف کی وه.
د درېم افغان جنګ نه وروسته امیر امان الله خان د خپل ملک د پرمختګ لپاره څو انقلابي ګامونه واخیستل. د ښځو تعلیم او غربي لباس هغه دوه فېصلې وې چې د افغانستان دودیزه ټولنې نه شو زغملې. په ۱۹۲۴ م کی د خوست یو ملا (ګوډ) په باچا د ملحد کیدو تور ولګوو او منګل قام د امان الله خلاف پاڅون وکړو. د بغاوت ختمولو لپاره د پوځ د وراستولو وړاندیز د دفاع وزیر نادرخان رد کړو. هغه د کابینې په غونډه کې احتجاج په توګه وزارت نه استعفا وکړه. نه یواځې دا بلکه مرور، فرانسې ته د تلو لپاره تیار شو. امان الله خان هغه ته د اوړو پوزه جوړه کړه او په فرانسه کې د افغانستان سفیر يې وټاکلو. د سفر نه وړاندې نادر خان په کابل کې انګریزاستاځي “همفرېز” سره ولیدل. په پاریس کې هم نادرخان د برطانيې سفارت ته ډېر تلو راتلو. د ده بل ورورهاشم خان په ماسکو کې د افغان سفارت کلتوري اتاشي و. هغه د روس او افغانستان ترمنځ تبادله شوي، مخفي سرکاري لیکونو مضمون به انګریزانو ته وراستوو. ده په خپل سفارت کې د اسنادو د نقل اخیستو په سر د لومړی سکتر فقيراحمد پنجشېري سره شخړه وکړه. اخرامان الله خان چې خبر شو نو هاشم خان يې له خپلې عهدې ليرې کړو. نادرخان په دې فیصله دومره په قهر و چې د ناروغۍ په بانه پخپله يې هم د سفارت نه استعفا ورکړه.
د هغه بل ورورشاه ولي خان چې د افغان پوځ یو معاون جنرال و، د خپلو وروڼو د ليدو په بانه فرانسې ته لاړو او هم هلته پاتې شو. څلورم ورورشاه محمود د مشرقي ولایتونو والي خو په پیښور کې د انګریز چارواکو سره اړیکې لرلې. ده د افغانستان د نورو ولایتونو د والیانو باور ترلاسه کولو لپاره ورسره لیده کاته کول. د ده رول مهم و ځکه د حکومت دننه حالاتو نه به يې فرانسه کې خپل وروڼه خبرول.
په ۱۹۲۷ م کې د امیرامان الله خان د یورپ د سفرپلان ترتیب شو او هغه د دفاع وزیر ولي محمد خان خپل نایب وټاکلو. دی د امیر حبیب الله خان غلام بچه (د وینځې زوی) و او ځینو وزیرانو پرې اعتراض لرلو.
هغه وخت په پڼیاله چاوڼۍ کې د امیر د لیرې کولو سازش هم تیار شو. د انګریز په خفیه اسنادو کې دا “پنياله پلاټ” نومېدو چې شاه محمود خان پکې مهم رول لوبوو. ځینو افغاني لیکوالو د پنیالې املا کی تیروتنه کړې او دا يې “پټیاله” لیکلې ده.
د سازش په لومړۍ مرحله کې کابل کې د “جديد خيالان” ډلې غړي اود دوی مشرمحمد ولي خان نيول کیده. بیا د امیر په دربار کې د مصاحبانو پلويانو اعلان کاو چې نادرخان دې فرانسې نه بيرته افغانستان ته راشي. سمدلاسه به نادرخان یوې الوتکې کې افغانستان ته راتلو او په کابل کې به د ده باچاهي اعلان کېده. د جلال اباد، خوست او د کندهار واليان هم په دغه سازش کې شامل او د دوی نومونه د برطانوي استاځي سره موجود وو. د لندن نه په ۲۸ فروري يو ټېليګرام (تار) کابل کې برطانوي سفارت ته ورواستول شو چې د دې پلان تفصيل او د نورو مربوطه اسنادو غوښتنه پکې شوې وه.
د دغه بغاوت لپاره د مارچ ۸ نيټه ۱۹۲۸ م ټاکل شوې وه. هغه وخت امان الله خان به په جرمني کې وای. خو د جنوري په ۲۵ نېټه کله چې امان الله خان پاریس ته ورسېدو نو د سازش جزياتو نه خبر و.
د پنیالې سازش افشا کوونکې د افغانستان د دفاع وزير او د امان الله خان دوېم مرستيال، عبدالعزيزخان بارکزی و. دی ډېر دینداره سړی او د خوست د ګوډ ملا خبرې به یې خوښیدې. د ده ورورعبدالحکيم خان د جنوبي ولايتونو والي او عبد العزیز د هغه د لارې د شاه محمود ځینې پټ پیغامونه تر لاسه کړل. ده د خزانې وزیر میرهاشم او امان الله خان ته پتمن نورو کسانو ته د سازش خبر ورکړو. امیر امان الله خان ته یورپ کې اطلاع وشوه نو هغه محمد ولي خان او نورو وزيرانو ته د بغاوت د مخ نیوی لپاره ووېل. شاه محمود هغه وخت د خپل ولايت د سرکاري سفر لپاره تياري کوله چې ولس د نادرخان د باچا کیدو لپاره آماده کړي. خو وزیر ميرهاشم خان هغه د خپلې عهدې نه برطرف کړو او کابل ته يې وروغوښتو. د سازش ځينې نور لوبغاړي يې ونيول او محمد ولي خان په کابل کې انګریز استاځي ته ليکلې خبردارې ورکړو چې سمدلاسه د صوبه سرحد نه دې “ګوډ ملا” وشړي.
امان الله خان چې کله پاریس ته ورسیدو نو نادرخان ته يې هېڅ څرګنده نه کړه چې افغانستان کې څه روان وو. نادرخان ورته ډېر په سپین سترګۍ ګيله وکړه چې د ده چاپېره نااهله خلک تاو دي او که هغوی لیرې شي نو دی به د خپلو وروڼو سره بېرته افغانستان ته ورشي. امان الله خان ورته ډپلوماټیک جواب ورکړو چې دی او وروڼه يې د افغان په توګه هر وخت کولې شي چې خپل وطن ته لاړ شي.
د پنيالې سازش ناکامه شو او د امان الله خان بحري بېړۍ د مارچ په ۱۳ نیټه برطانيې ته ورسیده.
خو برطانوي چارواکو د پنیالې سازش په ناکامه کیدوغور وکړو او د نادر خان د باچا کولو لپاره يې یو بل لوغاړې میدان ته راوستلو. دغه کس د کلکان حبیب الله نومیدو.
نادرخان د افغانستان پر شاهي تخت کیناستو سره د پنیالې سازش افشا کوونکې عبد العزیز خان بارکزی ټول عمر لپاره زندان ته وغورځوو.
صفیه حلیم
سرچینې
۱. نادر چګونه به پادشاهی رسید؟ سید قاسم ریشتیا. ۱۳۷۸ ل. مرکز نشراتی میوند- سبا کتابخانه.
۲. بازنگرى دورۀ امانى و توطئه هاى انگليس. داکتر عبدالرحمن زمانى. زمستان سال ١٣٩١ خورشيدى
٢٠١٣ ميلادى
مؤسسۀ انتشارات مُسکا
مومند خپرندويه ټولنه، جلال آباد، افغانستان. ۳۳۸ مخ

3. Gazetteer of the Dera Ismail Khan District, Arya Press Lahore, 1884, pp 207
د خپریدو نېټه- ۱۸ فروري ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *