د پيښور يادونه

Rajni 1
د ۱۹۸۹ م يوه غرمه د بي بي سي په کېنټين کې د ډوډۍ خوړلو پر وخت يوه ښکلې ميرمنې راته پر ميز، کيناستو خپل ځان راوپيژندلو. رجني کول د ۱۹۳۰ م د پېښور خبرې په زړه وې او د ښار د کوڅو او د ژوند خبرې يې راته په خوند خوند کولې. ما ورسره د خپل پروګرام لپاره يوه مرکه ريکارډ کړه چې د پښتو سندرې يې هم راته وويلي. يوه پکي داسې وه چې ” موزي چاپيره کړه کلا پکي ايساره. . .
مسته جمعه داره”
بله يې، ياره وفاداره ياره وفاداره. . .
مه راوړه ساړه لاسونه
خوب مې زنګوينه
او ورک دی شي بيلتونه…
دا د پښتو هغه زړې اولسي سندرې وې چې د ښوونځي د تګ پر وخت د خپل ټانکه وال نه اوريدلي وو.
ورپسې کلونو کې به مې رجني کله کله د “بوش هاوس” په لفټ کې ليده او هغې به تل رانه د پېښور پوښتنه کوله. بيا په يوې مسلمستيا کې مې د دې کشميري ميړه “مهندرکول” سره وپيژندل. رجني د پېښور ګورګټرۍ سکول نه لسم وکړو نو هند ووويشل شو او دا د خپلې مور سره ډېلي ته لاړه، هلته يې د کالج سبق سره سره په آل انډيا ريډيو کې د پښتو سندرې هم وئيلي. رجني په فلسفې کې ماسټري وکړه، واده شوه، او په ۱۹۵۴ م کې د مهندر سره يو ځاې واشنګټن ته لاړه چې د امريکا غږ هندي سرويس بن سټيز صداکاره شوه.
رجني په ۱۹۲۸ م کې د پيښور په کريم پوره کې زيږيدلي وه. هغه وخت دا “نيرملا” په نوم ياده شوه. خو په ماشومتوب کې به ډېره ناروغه وه او يو ځلې جوتشي د دې مور ته وويل چې داسې نوم ورته ورکړه چې د “ر” نه پېل کېږي. دا وايي چې ما ځان ته پخپله د رجني نوم غوره کړو. د دې پلار اندرنات کپور نوميدو او نامتو فلمي ستورې راج کپور د دې د پلار د ترور(اما) زوی و.
د رجني پينځه وروڼه خويندې وو، چې يوه خور او دوه ورڼه له دې مشران او يوه ورور ترې کشر و. د رجني پلار د انګريز خلاف و او يو وخت يې د والي د اس مخې ته لاسي بم غورځولو په تور جيل کې بند شو. نور هم په داسې فعاليتونو کې بوخت و چې کله په بندي خانې او کله بهر وو. مور يې ډيره غمژنه وه او د خاله ميړه دهني رام کهنه چې د پوليسو مشر و د دوی ساتنه کوله.
د رجني تره به کندهار ته تلو راتلو او هم هلته مسلمان شوی و. يوه ورځ دا د خپلوانو سره د تره ليدو ته لاړه. هلته د غوښې ډوډۍ يې وخوړه او تره ورله پېسې هم ورکړي. کله چې کور ته راغله او مور ته يې دا خبره وکړه نو هغه له غمه بې هوشه شوه. بيا قسم يې ترې واخيستو چې هيچا ته به حال نه وايي او که داسې يې وکړل نو مور به يې مړه شي.
د ۲۰۱۵ م اګست په مياشت کې کله چې مې رجني سره وليدل نو دا قسم يې مات کړو “ځکه مور مې مړه ده.” د رجني حافظه ډېره ښه ده او زړه په پيښور کې وي. د هغه ځای د کوڅو او د خلکو نومونه يې اوس هم ياد دي استادان، هټۍ وال، ملګرې او د خلکو خبرې يې راته داسې کولې لکه چې پرونۍ خبره وي. دا چې په پېښور کې دا څومره خوندي وه او د ويش پر وخت د خداي خدمتګار رضاکاران به د دوی کوڅو مخې ته ولاړ وو چې څوک د هند د مسلمانانو غچ اخيستو لپاره دوی ته زيان و نه رسوي. وايي چې باچا خان به پخپله راتلو او د دوی حال يې پوښتلو. د رجني لپاره پېښور د يو جنت په شان و او اوس هم د شپې خوب کې هلته ګرځي.
Rajni 7