ګبر، ګبري او ګبرال

Gabral valley
د سوات د کالام نه د شلو کلومېترو په فاصله د سمندر نه دوه نيم زره مېتره لوړه د ګبرال دره ده چې په سر کې يې د اوبو يو ډنډ د کرکرې په نوم يادېږي. د دې شمال لوري ته چترال، جنوب ته اترور، لوېديځ ته دير او ختيځ ته ماهو ډنډ دی.
د ګبرال اوسېدونکي ګبري په اصل کې ترکلاڼي او د سالارزیود قبېلې يوه څانګه ګڼل کيږي.خو د ځينو توکم پوهانو په اند کله چې په شپاړسمې پېړۍ کې ترکلاڼيو د باجوړ سيمه ونيوله، نو هلته ګبر يا کافران اوسېدل چې د دوی په لاس مسلمانان شول.نور ليکونکي وايي چې کله ترکلاڼيو دا سيمه ونيوله نو د ګبر کافران د باجوړشمال دانګام او نورو درو ته وتښتېدل.
بهاو الدين محمد بن حسن په تاريخ سيستان او بلازري په فتوح البلدان کې وايي چې د اذر بايجان، جوزجان، طبرستان ، سجستان او د خراسان واکمن ګبري وو. دا ګبري د زردشت پېروان و نو ځکه د يعقوب نبي د اولادونو څخه نه و بلکه د پارس اصل اوسېدونکي و.علامه حبيبي د زابل د واکمنو په اړه هم ليکي چې هغوی ګبري و.
خو د ګبر ريښه د ولس په ژبه کې دوه ډول معنی لري. په کندهار کې ” د تکړه، پیاوړي او جنګیالي لپاره (د ګبرزوی) اصطلاح کارول کیږي. ډېر د ګبرزوی دی ګبرجنګ کوي… د ګبرټکی د بلوڅي ژبي تاریخ پوه نصیرخان منګل په (تاریخ بلوچستان) کي د کروندګر یا بزګر په معنی راوړی دی.”
د خوشحال بابا شعر دی:
د هغه اسلام،اسلام نه دی خوشحاله
چي بهتر ورځني ګبر په میثاق وي

ملاجمعه بارکزى وایي
زه جمعه پناه له هسي خلګو غواړم
چي په ژبه مسلمان وي په خوی ګبر
په دې دواړو بېتونو کې ښايي چې ګبر يو بېل قام و او ممکن تر ډېره وخته يې اسلام نه و منلی. ګبر به خپله ژبه ويله چې “ګبري” نومېده. د حافظ رحمت خاني تاريخ وايي چې د يوسف زویو د حملې پر وخت سواتيانو په دوو ژبو خبرې کولې. سلاطین (باچاهانو) به ګبري ژبه ويله او ولس په دري(فارسي) کې خبرې کولې. خو دا خبره د شک وړ ده ځکه فارسي د يوسفزیو ژبه وه او دوی له ځانه سره د کابل نه راوړې وه.
په ۹۹۸ م کې محمود غزنوي چې په هند د حملې تياري کوله، نو د سوات واکمن يو هندو راجا ګيرا نومېدو. د ده د کلا نښې اوس هم د سوات په لاره شته او د غزنوي دورې جومات هم په کې رابرسېره شوی دی.
په ۱۰۵۰ م سلطان جهانګير د سوات او د کونړواکمن و. ورپسې سلطان بهرام، سلطان پکهل او سلطان وېس (اوېس) د سوات باچاهان شول چې واکمني يې شا و خوا يو نيم سل کاله پاتې وه. د سوات په تاريخونو کې دا ټول باچاهان د ” ګبريانو” په نوم يادېږي.
اخوند دروېزه وايي چې دی په خپله ترک و خو مور يې د سلطان بهرام د نسل نه وه. په خپل کتاب تذکره کې ليکي چې زما د مور خپلوان د بلخ د سلاطينو نه و. اخوند دروېزه د خپلې مور شجره د سلطان بهرام نه پېل کوي او په اخر کې يې سلطان سکندر ذوالقرنين ته رسوي.
دا لومړۍ نسب نامه ده چې د سواتي قبيلې د مشر سلطان پکهل او د سلطان بهرام په اړه ليکل شوې وه. سلطان بهرام او سلطان پکهل (فکهل) په خپلو کې وروڼه و. خو د اخوند دروېزه ليکنه ښايي چې د پېچ درې واکمن د بلخ نه ورغلي وو. دا څه وخت و؟ څرګنده نه ده. دا هم نه ده معلومه چې د اسلام د راتلو نه وروسته چې ګبريان مسلمانان نه وو نو کوم دين يې منلو؟ هغه خلک چې ځان ته سواتيان وايي، په خپله هم څو قامونه لري.
ډاکټر لطيف ياد وايي، ” سواتیان پردریو لویو ښاخونو ویشل شوي دي چې ګبري، میتراوي او مامیالي نومیږي. په دوی کې د جهانګیري څانګې خلک (د مانسهرې خانان) دسواتیانو د قبیلې په ټولو ښاخونو او خیلونو کې ځانونه پخوانی او لرغوني سواتیان ګڼي.” که داسې وي نو جهانګيري هم هغه د يوولسمې ميلادي پېړۍ د سلطان جهانګيرد ټبر څانګه ده.
د پينځلسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې يوسفزي چې د کابل نه کډه شول نو سلطان وېس ورته د صوابۍ شا و خوا د اوسېدو ځايونه ورکړل. يوسفزیو چې ځان دلته ټينګ کړو نو د سلطان وېس سره په جنګ شول او هغه د کالام نه بره چترال ته په تېښته اړ کړو. د يوسفزیو د لاسه د سوات اوسېدونکي هزارې او کشمير په غرونو کې هم خپاره شول.
سلطان پکهل د کشمير په لوېديځ کې د “پکهلي” ته لاړو چې اوس په هزاره ضلع کې شامل دی. سلطان وېس په چترال کې خپلواکه پاتې شو او نور سواتيان د دې لوړو درو ته ووختل.
ځينې تاريخ ليکونکي سواتيان د “تاجک” په نوم يادوی او دليل يې دا دی چې هغوی پښتانه نه و او يا دا چې فارسي ژبه يې ويله. خو دا د يوسفزیو هغه پروپاګنډ و چې اوس هم ځان له نورو پښتنو لوړ ګڼي. حقيقت دا دی چې فارسي ژبه يوسفزیو له ځانه سره سوات ته راوړه. سواتيان اوس په پښتو ژبې خبرې کوي او د ګبري ژبې په اړه ډېر معلومات نشته.
اوس وخت کې د ګبريانو بې شمېره څانګې د خېلونو په ډول د اباسين دواړو غاړو کې مېشت دي او په پکتيا او د لغمان په ځينو درو کې هم مېشت دي. اخوا په جنوبي پښتونخوا کې د ځينو کارېزونو په اړه ویل کېږي چې “هغه د پخوانیو (ګبرانو) په طرز جوړسوي دي.”
د ګبر توری په لر او بر پښتونخوا کې د پخوانيو خلکو ژوند ته اشاره کوي او ښایي چې د دې خاورې اصل اوسيدونکي ګبريان وو.
ممکن د خپلو ديني عقايدو، د ژبې او يا د شتمنیو له کبله مغلو او يوسفزیو په ګډه وځپل.

سرچينې
۱ تاجک سواتي و مملکت ګبر، تاريخ کې آينې مې- تاريخ سلاطين دره ( پېچ) کنړ- افغانستان، پاک افغان شمالي علاقه جات پر مشتمل پهلي اسلامي رياست مملکت ګبر (سوات) ۱۱۹۰ – ۱۵۲۰ کې اولين جامع تاريخ ، پروفېسر محمد اختر اېډيشنل سېکرټري (ريټائرډ) اېس- اېم پرنټرز-کراچي مارچ ۲۰۰۲ م
۲ کالام سې کافرستان تک، محمد پروېش شاهين- فکشن هاوس لاهور چاپ، ۱۹۹۳ م
۳- عصمت الله زهير-مضمون- ګبران ،زرتشت،ګرشاسپ اوپښين، د لر و بر ويبپاڼې نه- ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۲ م
۴- ډاکټر لطيف ياد، پښتني قبيلې ،٢١٨ مخ، د پيښور چاپ.
د خپريدو نېټه
۲۲ اکتوبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *