قېس عبد الرشيد

Kasai ghar
په ۱۶۱۲ م ( ۱۰۲۱ ه) کې د هند يو مورخ خواجه نعمت الله هروي د “مخزن افغاني” د پښتنو تاريخ وليکلو چې مغل واکمن جهانګير پر تخت ناست و.
هروي ليکي چې کله خالد بن وليد مسلمان شو نو هغه بني اسرايل، بني افغان او بني اعمام ته چې د غور د غرونو شا وخوا اباد ووليک ورواستاو. کله چې دا ليک هغوي ته ورسيدو نو دوي خپل استاځي د ډلې په شکل مدينه ته ورواستوو. هغه وخت د بني افغان سردار قېس نومې يو کس ، چې د هغه شجره د ۳۷ پشت نه ملک طالوت او ۴۵ پشت نه حضرت ابراهيم خليل الله ته رسيده.
هروي بيا د قېس د اجداد نومونه ليکلي دي چې عېس- سلول- عتبه – نعيم – مره – جلندر – اسکندر – رمان – عنين – مهلول – شلم – صلاح – قارود – عثم – فهلول – کرم – عمال – حذېفه – منهال – قېس – عيلم – اشموئيل – هارون – قمرود – ابي – صهېب – طلل – لوی – عاميل – تارج – ارزند – مندول – سلم – افغنه – ارميا – سارول ( ملک طالوت) قېس – عتبه – عېص – روئيل ( بن يامين) يهودا – حضرت يعقوب – حضرت اسحاق – حضرت ابراهيم دي.
کله چې قېس د دې استاځو د ډلې سره مدينې ته ورسيدو نو د خالد بن وليد په معرفت د حضرت محمد (ص) خدمت کې حاضر شول. هغه دوي سره ډېره مهرباني وکړه او د ده عبراني نوم يې عبد الرشيد ته واړوو.
د هروي له قوله دا خلک د مکې د فتح پر وخت په اسلامي لښکر کې شامل وو او دوي د خالد بن وليد سره يو ځاې د مکې اويا تنه کفار ووژل. د دې برياليتوب نه وروستو کله چې دوي د پېغمبر ته حاضر شول نو هغه ورته دعا وکړه او وې وئيل چې د اسلام د خدمت لپاره به د دې ډلې هم هغه حېثت وي لکه چې په يوې کشتۍ کې د “بتان” وي. دا هغه لرګی وي چې ټوله کشتۍ پرې ولاړه وي. له دې وروستو بتان په پټان واوختو.
قېس عبد الرشيد چې بېرته غور ته راغلو نو ټول قام يې مسلمان کړو او بيا د ده درې زامن ووشول چې يو يې سربڼ، بل بټن او درېم غرغشت و. قېس عبد الرشيد په ۴۰ هجري کې د ۸۷ کالو په عمر کې مړ شو.
د هروي د تاريخ نه وړاندې په هند کې د پښتنو په اړه درې نور تاريخونه ليکل شوي وو چې، فسانه شاهان – واقعات مشتاقي او تاريخ شېر شاهي نومېږي. په دوي کې يوهم د افغانانو د نسب يا د قېس په اړه څه نه دي ليکلي. يو کتاب چې “تواريخ دولت شېر شاهي” نومېږي او په ۱۵۴۸ م کې ليکل شوی و، د افغانانو د بني اسرايل کيدو خبره کوي خو د قېس زکر يې نه دې کړی.
د اخوند دروېزه کتاب ” تذکره ابرار و اشرار” چې د ۱۵۸۶ م نه وروستو وليکل شو، د سلېمان په غره کې د افغانانو د مېشت خبره کوي. هلته هم ليکلي دي چې د دوي يوه ډله د اسلام پېغمبر خدمت ته ولاړه او هغه ورته خپله عصا ( امسا) ورکړه خو اخوند دروېزه د قېس ذکر نه دی کړی.
په عربي تاريخ کې د خراسان نه د استاځو د راتلو هيڅ زکر نشته. هغه وخت چې د بېلا بېلو قامونو ډلې د حضرت محمد (ص) حضورته د اسلام منلو لپاره ورتلل، په هغوي کې قېس، عبد القېس يا بني قېس نومونه موندل کېږي خو دا ټول عربان وو.
د عربي تاريخ نه وروستو د احاديث کتابونه دي او د اسماء الرجال ( هغه ليکنې چې پکې د تاريخ او د احاديث د بيان کوونکو جاج اخيستل شوی دی) کتابونه دي. په پينځلسمې ميلادي پېړۍ کې ابو الفضل احمد بن علي العسقلاني يوه تذکره وليکله چې “الاصابه في تمييزالصحابه” نوميده. په دې کې د قېس نومې يو صحابي ذکر شوی دی چې اهل بلخ و. د ده د ټبر يو کس ابن زنباع د قېس بن يزيد له روايت وايي چې ” زه د السبع په وادۍ کې د نبي (ص) ته د يو استاځي په توګه ورغلم، په هغه مې ايمان راوړو او د هغه بېعت مې وکړو. هغه زما لپاره يو ليک او خپله امسا راکړل او زه خپل قام ته وروګرځيدم او هغوي ته مې د اسلام بلنه ورکړه. هغوي پرې رضا شول او په يو غر راټول شول چې سلېمان نومېږي.”
د دې روايت ستونزه دا ده چې بلخ د افغانستان په شمال کې او د سلېمان غر په جنوب کې دي. د هروي له خوا ليکل شوی د قېس په شجره ۱۶۰۰ کاله تېر شوي دي چې بايد ۴۸ پشت پکې راغلې وی خو هغه د ۳۶ کسانو نومونه يادوي. به دې نومونو کې د افغنه نه پرته لس نومونه عربي او ۱۸ عبراني دي. جلندر، اسکندر، منهال، قمرود او ارزند چا ته د پښتنو نومونه ښکاري؟
د قېس نور نومونه کسې، کيش او امرال قېس خان و. دی ممکن لومړې افغان ووسي چې مدينې ته ولاړو او مسلمان شو. د کسۍ په غره يو قبر دی چې د خلکو به اند قېس عبدالرشيد پکې خښ دی. د دې نه علاوه نور ټول روايتونه شفاهي دي او د وخت په تيرېدو پکې خلکو د اخوا دېخوا کيسې ورتړلي دي. تاريخ لکه د ساينس نورو څېړنو ته اړتيا لري او په دې کې د وخت د تيرېدو سره سره بدلون راځي.
سرچينه
قېس پټهان- ايک تحقيقي مطالعه، سعود الحسن خان روهيله. ۲۰۰۷ م. افغان ريسرچ سنټر، لاهور
د خپرېدو نېټه
۱۸ جون ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

2 Responses to قېس عبد الرشيد

  1. mukhtar kakar
    6 November, 2017 at 8:07 PM

    salam.sir if u can provide me pashto translation of makhzane afghani or urdu translation ink i will be thankfull to u

    • admin
      7 November, 2017 at 9:29 AM

      Try ” Kitabtoon” Face Book page. There are many books available. We do not have it. Thanks

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *