د مسيتو ملا پووند

د نولسمې ميلادي پيړۍ په پاې کې انگريزانو د پښتونخوا په قبايلي سيمې کې پخپلو چاونيو جوړولو لاس پورې کړې و. هم هغه وخت په مسيتو(محسودو) کې يو ملا ددوي په مخالفت کې مټې راونغښتې. د ده نوم محي الدين او په اليزو قام کې د شابي خيلود ټبرنه و. د پښتنود نوروملايانو په څيرديني زدکړې نه وې کړې خو دخپلې سيمې د يوملا چې حمزالله يا همزالله وزيرنوميدو، سره يې ناسته ولاړه وه او دده نه يې د دين سبق ياد کړو. ده د تيراه د ملا محمد انورپه لاس بيعت کړوچې د قادريه طريقې يو صوفي و. محي الدين به په بنو ښاراوچاپيره سيمو کې په پښو گرځيدو او خلکو به “سيلاني ملا” بللو. دې په ونه لوړاوتگ يې لکه د پووندو کوو. يوچا ورته وويل چې ته خو پوونده ښکارې او دا نوم ورپورې ونښتو.
په ۱۸۸۷ م کې د بنو د جيل داروغه الله داد د دووطالبانو له خوا ووژل شو او اوازه گډه شوه چې دوي د ملا پوونده له خوا راهڅول شوې و. انگريزانو دده د نيولو امروکړو نوملا غرونو ته ووتلو. دې هغه وخت د دوړو په سيمه کې اوسيدواو د نامتو ملا گلاب دين مريد شو.
تر څوچې گلاب دين ژوندې و ملا پوونده نوم چا نه پيژندلو او د هغه له مړينې وروستو ده ځان له د ” بادشاه طالبان” لقب غوره کړو. څو کاله وروستو دې د مسيتو سيمې ته ورغلو او د مکين سره نږدې په دوتوي کې پاتې شو. ده د انگريز په ضد په غونډو کې خبرې کولې اولوې شميروزيراو مسيت ځوانان ورسره مله و. دملا پوونده په شخصيت کې يوڅه راښکون و چې دواړو قامونو خلک ټول په هيړه ورسره ودريدل. دې ډلو کله کله په انگريز پوځ بريدونه کول چې هغوي له دې سيمې ووځي. په ۱۸۹۴ م کې انگريزانو خپل سياسي استاځې بدل کړواود بلوچستان د سنډيمن ( ژوب) پوځي مشر باروس يې واڼه ته ورواستوو. هغه وخت په يوې حملې کې د وزيرو پينځو کسانو يو انگريزافسرووژلوچې د جوړښت اود کميونيکيشن کارونه يې کول. باروس په قبايلي ملکانو زورراوړو چې هغه پينځه کسان دې جرگې ته راوغواړي چې هر يو کس ته پکې د اوو کالو بند سزا ورکړې شي. مسيت ملکانو دا فشارنشو زغملې اود جرگې د لارې يې هغه کسان انگريزانو ته وسپارل.
کله چې ملا پوونده خبرشونو دا يې د انگريز له خوا د استعمار يوه نښه وگڼله. هغه د ملکانو په ضد د پاڅون غږ وکړو اوقام دهغو ټولو ملکانو کورونه محاصره کړل چې ددې سزا فيصله يې کړې وه. درې ملکان يې د غدارۍ په جرم ووژل اودوه نورله ويرې وتښتيدل. ددې سره سره ملا پوونده خپل وراره عبد الحکيم په لاس باروس ته يو ليک هم ورواستووچې هغه پينځه کسان دې ورخوشې کړي او خبردارې يې ورکړوچې ددوي د سيمې نه دې ووځي. هغه وخت باروس دا گواښ وونه منلو او په ځوابې ليک کې يې ملا پوونده ته ښکنځلې وروليږلې. د ملا پوونده لپاره دا د جنگ اعلان و اوهغه ټول قام د يوې لوې حملې لپاره تيارکړو.
په ۱۸۹۴ م د نومبر په دويمه نيټه د واڼه په چاوڼۍ کې انگريز پوځيان لا ويده وچې د قبايلو يولښکرورباندې ناڅاپه چپاو وکړو. دا حمله دومره چټک وشوه چې انگريزوارخطا شو. د انگريز په اند د قبيالو شميره زرو تنو ته رسيده چې ډولونه يې غږول، چيغې يې وهلې او ډزې يې کولې. د انگريز د پوځ سلوشاو خوا پوځيان چې پکې پيرنگي افسران هم و ووژل شول او دوه سوه يې ټپيان و. ددې حملې نه سمدلاسه وروستومسيت لښکرچټک خپلوغرونوکې پټ شول. جنرال ټرنر او ميجراونيل ورپسې پوځيان وروليږل خو دوي تش لاس بيرته راغلل.”
انگريز پوځ ته نورکومک ورواستول شوچې مشر يې جنرال ويليم لاکهارټ و. دوي وزيرستان ته راغلل اود نومبرترپاې د واڼه چاوڼۍ د انگريز پوځ نه ډکه وه. لاک هارټ ملا پوونده اونورو مشرانو ته د يوې مياشتې وخت ورکړو چې له انگريزدې ليکلې بخښنه وغواړي خو هيڅ ونشول.
په ۱۴ دسمبردا هندي پوځ په سيمه کې خپورشو، په دې هيله چې دوي به د مسيت جنگيالو سره مخ کيږي او ورسره به جنگ وکړي. دوي د واڼې نه کانيگرام ، جنډوله او مکين ته ولاړل او د بنو نه رزمک ته ټوله سيمه يې تر پښو وويستله. د ژمي د پيل سره واورې وريدې او د هند هغه پوځيان چې د تودو سيمو نه ورغلي و ددې موسم عادت نه و. . انگريز پوځي مشر داسې گنله چې يو وارې ددوي پورا لښکرد قبايلو په پنجو کې راگير شو نو بڼې به ترې وباسي. خو دوي هم هغسې په انتظار پاتې شول اوهيڅ حمله ونشوه.
وزيرو او مسيتو هم هغسې چې د قبايلو جنگي دود دې، خپل دښمن يې په تذبذب کې ساتلې و. بل کال د جنوري په ۹ نيټه انگريز پوځ بيرته خپل پخواني پوزيشن ته ولاړو. په ۲۱ جنوري انگريزانو قبايلو ته د روغې وړانديز وکړو او ملا پوينده ته يې دا شرايط وړاندې کړل.
۱. دوي به ټول مال غنيمت او لوټ شوي شيان ورته بيرته ورکوي.
۲. ملا پونده به د وزيرستان يوې سيمې ته نشي ورداخليدې.
۳. ۵۰ ټوپکې، ۲۰۰ تماچې، ۲ تورې، او ۱۲۰۰ روپۍ به انگريز ته د جنگ د تاوان او د خپل جرم لپاره په توگه ورکول کيږي.
د خبرو اترو لپاره يوه جرگه وشوه او قبايلو ددوي ټولې غوښتنې ومنلې خو يوه يې هم پورا نکړه. په ورپسې څو کلونو کې لوې جنگ ونشو اوښاي ملا پوونده د انگريز په چاوڼيووړې حملې کړي وې خو پکې څه لوې تاوان ونشو.
په ۱۹۰۰ م کې ملاپوونده د پوليټيکل ايجنټ سره وليدل او دا حملې بندې شوې. انگريز ورته د پيسو او د مراعاتو وړانديز وکړو خو دې غيرتي ملا په ډاگه دا رد کړل اود خپل قام د انديښنو او ددوي د ښيگړې لپاره ترينه د گام اخستو غوښتنه وکړه. دې په ۱۹۱۳ م کې پخپل مرگ مړشو اوڅواولادونه ترې پاتې شول.
صفيه حليم

Mahsood tribes

2 Responses to د مسيتو ملا پووند

  1. saifkowshir
    19 March, 2015 at 12:07 PM

    مېړني دي چې ياديږي
    ډېره په زړه پورې ليکنه ده،کښکې زمونږ ټولو مشرانو داسې مېړانه لرلی لکه د ملا محی الدين غوندې

  2. zainuddin massoud
    17 August, 2017 at 5:09 AM

    خوندوره ليکنه وه خو د مسيتو غلط دى بکه مسيدو يا مسعود او صحيح دى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *