Monthly Archives: May 2017

د میراث عملیات

29 May, 2017
د میراث عملیات

د ۱۹۴۷ م اګست په وروستیو کې د ډېلي اسمان په تورو لوګو کې پټ و. دا د هند د ویش د شخړو اور نه و بلکه د برطانوي حکومت د ودانیو شا ته په زرګونو دوسيې (فایلونه) په اور کې سېزل کیده. په بله ورځ د هند لویو ورځپاڼو کې د دې خبر خپورشو…

Read more »

چمنی خان

25 May, 2017
چمنی خان

د خوبه پاسه چمني خانه*** دا ستا ملګري ستا د مرګ تړي بندونه *** د پیښور نه ۴۵ کلومیټر شمال ختیځ کې د “سنډاسر” کلي یو سپین ږیري راته د پوخ سرک نه نیم کلومیټرلیرې څوبوساړې په ګوته کړې. د اګست په ۲۸ نېټه ۱۹۳۵ م دلته یو جومات کې د انګریزانو یو مفرور چمنی…

Read more »

د پيښور سازش

21 May, 2017
د پيښور سازش

د پینځو مقدمو(قضیو) لرۍ په ۱۹۲۱ او ۱۹۲۲ م کې د پیښور یوعدالت فیصله کړل. ملزمان د برطانوي هند حکومت د کمیونسټ کیدو او بغاوت په تور نیولي وو. په ۱۹۱۷ م کې د روس کمیونسټ انقلاب د هند په ځوانانوهم اغېز وکړو. یوه داسې ټولنه چې مالدار او غریب پکې یو شان حق ولري…

Read more »

مشروطه غورځنګ

16 May, 2017
مشروطه غورځنګ

جوهرشاه غوربندي او لعل محمد کابلي ډېر په باور د امیر مخې ته ولاړ وو. په دوی د بغاوت تورلګیدلې او امیر ورته په قهر و. هغوی په زړه ورتیا د ولس ستونزې ورته په ګوته کړې خو امیر نمک حرام وبلل او هغه وخت د دربار یو کس دا دواړه د تماچې په ډزو…

Read more »

سربلند خان اڅکزی

12 May, 2017
سربلند خان اڅکزی

دا تصویر په ۱۸۷۹ م کې یو انګریز جان برک اخستې دی چې د برطانوي پوځ سره افغانستان ته ورغلې و. په دې کې د اڅکزو یو مشر سربلند خان او ۵ نور کسان ښکاري. سربلند خان او دده شا ته ولاړ سپین ږيري د دودیزه جامو د پاسه د وړۍ چپن اغوستې ده چې…

Read more »

د کعبې جنګونه

8 May, 2017
د کعبې جنګونه

په خانه کعبه لومړې جنګ په نومبر ۶۸۳ م کی مسلمانانو ترخپل منځ وشو. په ۶۸۰ م اکتوبرد کربلا له پيښې وروسته په دمشق کې د امیه دوېم خلیفه یزید د واک اعلان وشو. د دې فیصلې خلاف د مدینې خلکو د احتجاج په توګه د امیه ټبر ۱۰۰۰کسان له ښاره وشړل. امیه د بدل…

Read more »

د خټو مولی

4 May, 2017
د خټو مولی

د ایران میرمن شیرین عبادي په ۲۰۰۳ م کې د امن نوبل انعام اخستو په وخت تقریر کې وویل، ” کوروش (سایرس) باچا ۲۵۰۰ کاله پخوا اعلان کړی و چې که خلک يې نه غواړي نو دی به ورباندې باچاهي نه کوي.” بیا په ۲۰۰۶ م کې د امریکې صدر جورج بوش د سایرس یادونه…

Read more »