Monthly Archives: April 2017

باز او شهباز

30 April, 2017
باز او شهباز

باز(ایګل) د مارغانو هغه ټبردی چې غوښه خوري. د باز ۶۰ نه زيات قسمونه دي او د نړۍ هرګوټ کې موندل کېږي. باښه (باخه) چرغ، ګوربت، شیکرا او ټپوس ټول له یوه کورنۍ دي. د باز سترګې زيړې یا خړې وي او په ښکاریا غوښې ناڅاپه غوټه وهي. شهباز د عربي عقاب، د فارسي شاهین…

Read more »

رجړومه

26 April, 2017
رجړومه

رجړومه جوړه د یارۍ کړه پکې رانجه د مینې واچوه مئینه رجړومه څو نور نومونه هم لري چې رنجومه، رنجونۍ یا لجرومه پکې عام دي. دا په لاس جوړه هغه وړه کسوړه ده چې رانجه به يې پکې ایښودل او د لرګي سلای ورسره په یو تار ګنډل شوې وي. ځینې خلک رجړومه په سرمه…

Read more »

د شهباز ګړې ډبرليک

22 April, 2017
د شهباز ګړې ډبرليک

د دريم ق.م پېړۍ د هند نامتو باچا اشوکا په امر د بودا تعليمات په لويو ستنو او تيږو کنده او د لويو ښارونو د کاروانونو په لارو لګېدلي وو. د هند د لوې وچې په نهو دېرشو ځايونو کی چې د افغانستان ځينې برخې هم ورسره وې، دا ليکنې رابرسېره شوې. د شهباز گړې…

Read more »

مصنوعي خبرونه

18 April, 2017
مصنوعي خبرونه

یوې ملګرې راته په فون کې ټیکسټ را ولېږلو، ” څو ورځې د مخه په عراق کې د کنستون په وخت د نمرود او د ده د میرمنې مړی رابرسېره شول. په مړو ۳۵ میلینو ډالرو ګاڼې پرتې وې. د عبرت نښه.” د خبر سره عکس هم و. ما ورته ولیکل چې دا مصنوعي خبر…

Read more »

میږتون

14 April, 2017
میږتون

د خټو خانک چې پکې یوه بله ګول کاسه جوړه وي، میږتون نومېږي. پخوا چې فرج (یخچال) نه و، د شپې پاتې لاوڼ، غوښه او نور خواړه د بلې ورځې لپاره ساتل ګران کار و، ځکه مېږي به ورته وختل. نو په میږتون کې به يې اوبه واچولې او په منځ کاسه به يې د…

Read more »

پښین

10 April, 2017
پښین

له کوټې ۵۰ کلومیټر شمال کې د کوږک غره په لمنه کې پښین (پشین) د قافلو د دمې ځای و. په ۱۸۷۲ م کې هنری بېلو د یوې ډلې سره مله و او د پښین په اړه وايی چې، “د دې څلورمه برخه زمکه د سیدانو په لاس کې ده. دوی ډېر پخوا دلته میشت…

Read more »

الیګذانډرکننګهم

6 April, 2017
الیګذانډرکننګهم

وایکریتا(وردګ) اراکوزیا، هوسینا (غزنی) فولوشا (پیښور) او داسې نور نومونه د ۱۸۷۱ م “د هند لرغونې جغرافیه” کتاب کې په لومړي ځل خپاره شول. د دې لیکوال الیګزانډرکننګم د شلمې پېړۍ تاریخ لیکونکو ته یوه مهمه سرچینه پریښوده چې تراوسه يې څارې نه لیدل کېږي. الیګزانډر په ۳ جنوري ۱۸۱۴ م کې سکاټ لينډ کې…

Read more »

د پیښور دارالعلوم

2 April, 2017
د پیښور دارالعلوم

خلک يې د اسلامیه کالج په نوم پېژني چې بنیاد يې په ۲۱ مارچ ۱۹۱۲ م د ترنګزو حاجي صیب کیښودو. پښتونخوا په ۱۹۰۱ م د پنجاب نه بېل یوه صوبه (سرحد) شوه. هغه وخت د دې په پیښور کې یو “ایډورډز” کالج و او د لوړو زدکړو لپاره به ځوانان د هند نورو سیمو…

Read more »