Monthly Archives: December 2016

شنې

31 December, 2016
شنې

کندهار، چمن او شا و خوا سیمو کی شنې تازه او وچ د ډوډۍ سره خوړل کېږي. دغه غوړه میوه پخپله څه خوند نه لري نو ځکه ترشي یا اچار ترې جوړوي. ځینې ښځې د سر د وینځلو او غوړولو لپاره هم شنې کاروي. دا د پستې یو ځنګلي قسم دی چی په ایران، مصر،…

Read more »

ډارمسټټر

26 December, 2016
ډارمسټټر

د پښتو ولسي سندرو لومړی فرانسوي ژباړن جيمز ډارمسټټر په ۱۸۴۹ م کې یوې یهودي کورنۍ کی وزیږیدو. د ده غریب پلار کتابونه ګنډل او پوښل خو په ټولو اولادونو يې سبق وویلو. جیمز په ښوونځي کی د ساینس مضمون غوره کړو او د ۱۵ کالو په عمر کی د یهوديت نه پړې وشلوو. د…

Read more »

د نوي عصر شوکماري

22 December, 2016
د نوي عصر شوکماري

په ټولنیزو شبکو کې د ځینو خلکو «بلک مېل» کول، «شانتاژ»، د حیثیتي یرغل پر وړاندې د بې دفاع خلکو ګواښل د یوشتمې پېړۍ د لومړیو دوو لسیزو د جرمونو او جنایتونو یو نوی ډګر دی دی چې په ټوله نړۍ کې خپور دی خو د غریبو او خصوصاً مسلمانو هېوادونو ځوان کول، او په…

Read more »

چمن

18 December, 2016
چمن

د لرغونو زمانو راهيسې، د بولدک له دشتو چې به قافله راتېره شوه نو د کوږک غره په ډډه کې بې له يوې چينې سره پړاو وکړو. د وخت په اوږدو کې ورسره کارېز او هټئ جوړې شوې. خلکو به دغه ځای د “پړاو” په نوم ېادوو چې د انسان او څاروو لپاره پکې خواړه…

Read more »

پنجره

14 December, 2016
پنجره

دا دواړه تصویرونه په ۱۹۰۵ م د جون په میاشت کی یو انګريز “ارنسټ تهارنټن” د لته بند نه جلال اباد په لاره واخیستل. په اړه يې لیکي، ” د یوې غونډې په ډبرو کی خښ لرګين ډنډې سره د مچیو د زالې په شکل ځوړنده پنجره مو ولیده. دا د غلو لپاره یو خبردارې…

Read more »

کډوال او مهاجر

9 December, 2016
کډوال او مهاجر

د يويشتمې پېړۍ د پېل جنګونو ۱۵ ميلينه خلک بې کوره کړل او اوس په نړۍ کې ۷۵ ميلينو نه ذیات وګړي پخپل اباي ټاټوبي کی ژوند نه کوي. د دې کډوالو۸۰ في صده غريبو ملکونو کی اوسېږي. د يوژورناليسټ لپاره مهمه ده چې پناه غوښتونکو، کډوالو او معاشي کډووالو کې فرق وکړي. پناه غوښتونکي…

Read more »

د راولپنډۍ تړون

5 December, 2016
د راولپنډۍ تړون

د ۱۹۱۹ م په اوړي کی د افغانستان او برطانوي هند ترمنځ د درېم جنګ نه وروسته، د اګست په ۸ نيټه دواړو غاړو په راولپنډۍ کې روغه وکړه. دغلته د خبرو لپاره د انګريزانو له خوا ۴ کسان وو چی د صوبه سرحد مشر وزیرهیملټن ګرانټ، کمشنر جان میفي ، جنرل نوبری او د…

Read more »

د خوشحال خټک مړينه

1 December, 2016
د خوشحال خټک مړينه

ډنبره (ډمبره) په تيراه کې د اپريدو سيمه ده. په ۱۶۸۹ م کال کې د فروري ۲۰ نيټه، د جمعې ورځ دلته د خټک قام نامتو سردار خوشحال خان مړی وموندل شو. وايي چې خپله توره هم ورسره وه او “سيلۍ” نومي اس جسد ورته نږدې پروت و. تراوسه څرګنده نه ده چې ده ته…

Read more »