Monthly Archives: October 2016

زينت محل

30 October, 2016
زينت محل

په ۱۸۳۷ م کې مغل سراج الدين بهادرشاه ظفر د انګريز پينشني باچا شو. دی د ۶۴ کالو و، ۳ نکاح شوې ښځې او بې شمېره مينځې يې لرلې. خو پرتخت يې لا دوه کاله نه و پورا شوي چې د يو نواب، ميرزا قلي خان ۱۹ کلنه لور يې وکړه او زينت محل لقب…

Read more »

جيلګه او د قفقاز اسکندريه

26 October, 2016
جيلګه او د قفقاز اسکندريه

دا د نامتو انګريز انحور ګرجيمز رېټري د لاس جوړ شوې انځور دی. دی د خپل ورور سره هغه کنډک کې مل و چې د لومړۍ جګړې نه وروسته کابل ته لاړو. په انځور کې څو مخه ورکسان د يوې چينې په غاړه ناست دي. په منځ کې “خواجه بادشاه” دی چې ښايي د جيلګې…

Read more »

د کندهار ډبرليک

22 October, 2016
د کندهار ډبرليک

په ۱۹۵۷ م کې د کندهار زوړ ښار کې يو لوی ډبر ليک وموندل شو چې د يوې اندازې تر مخه په ۲۶۰ ق م نه راپاتې و. د موندلو سره دا ډبره وپيژندل شوه چې يوناني او اراميک ژبې پرې کنده وې. دغسې نورې ستنې او ډبرې د هند په لر و بر کې…

Read more »

سرمد

18 October, 2016
سرمد

په ۱۶۶۱ م د ډېلي لال کلا نه د وسله محافظانو په بدرګه يو صوفي درويش د جامع جومات لوري ته يبله پښې او بربنډ روان و. هر ځای خلک د ده ليدو ته راوتل او بيا به هجوم کې به ورګډ شول. د جومات په پوڼيو يو جلاد د توري سره ور وړاندې شو…

Read more »

جيمز پرينسپ

14 October, 2016
جيمز پرينسپ

د نولسمې ميلادي پېړۍ په سرکې د هند په لويه وچه لرغونې کنډوالې د اروپايانوته په زړه پورې وې. هلته موندل شوي توکي د تيرو وختونو د تاريخ کيسې کولې او په تيره بيا لوی شمير سکې چې ناشنا ژبه پرې ليکلې وه. هغه وخت په کلکتې او بنارس کې د برطانوي هند د ضراب…

Read more »

هما

10 October, 2016
هما

د یونس خلیل مشهور شعر دی چې د دنیا په سر دې سیوری د هما وي فقط ستا د زلفو سیوری دې په ما وي… د هما ذکر د پارس په لرغونو کيسو کې شوی دی او دې ته به يې د جنت مارغه وئيل. هلته باچاهانو په هما دومره عقيده وه چې دا به…

Read more »

د مجسمو جامې

6 October, 2016
د مجسمو جامې

د ۱۹۹۲ م اوړې په وتلو و چې د کار لپاره ناروې ته ورواستول شوم. د زمکې په کره شمالي څنډو پروت د ۴ ميلينو خلکو دغه ملک ټول شين دی. دلته په اوړي کې شپه نه وي او ژمي کې ورځ. ترټولو لويه خبره دا ده چې جنګ پکې نه دی شوې. نه ورباندې…

Read more »

د ورېښمو لاره

2 October, 2016
د ورېښمو لاره

انسان چې يو ځای نه بل ته سفر کوي نو د لارې نوم نه، بلکه د سفر پېل او د پای منزلونه يادوي. د جلال اباد -کابل يا د پيښور- تورخم لار او داسې نور. په جرمني ژبې “سيډنسټرابن” (وريښم لار) نوم په لومړي ځل ۱۹ ميلادي پېړۍ کې د جرمني ساينس پوهه او جغرافيه…

Read more »