Monthly Archives: September 2016

ژورناليزم- کتاب

28 September, 2016
ژورناليزم- کتاب

په ۲۰۱۰ م کې کله چې له بي بي سي اوزګاره شوم نو د خبريال ويبپاڼې لپاره د “خبر” او “راپور” په اړه ساده ټکو کې معلومات وليکل. ما دا سوچ کوو چې اوس ډېر پښتانه د ميډيا سره کار کوي او په هر څه به خبر وي. خو په ورځپاڼو، ريډيوګانو او ټېلويژن مې…

Read more »

فاطمه سلطانه

25 September, 2016
فاطمه سلطانه

په جولاۍ ۱۹۲۱ م کې د نيويارک يوې ورځپانې د يوې افغانې شهزادګۍ په اړه راپور خپور کړو. د شاه شجاع دغه نمسۍ د کراچي نه په بېړۍ کې د خپلو دريو تنکي زامنو آشين، آزيک او اکبر سره لومړی کيليفورنيا ته لاړه او بيا اورګاډي کې نيويارک ته ورسېده چې د ۳۴ کوڅې د…

Read more »

د کونترو سېل

22 September, 2016
د کونترو سېل

د پيښور ښار اسمان په ماځيګر کې د کونترو (کوترو يا کفترو) په جوپو سخت مصروفه وي. هيڅوک خبر نه دي چې دا شوق له کومه ځايه دې ښار ته کډه وکړه. د هند په لويه وچه کې ځينې ښارونه د کونترساتونکو لپاره شهرت لري، لکه لاهور، ډېلي او لکهنئو. يو وخت دا د شته…

Read more »

صوات

18 September, 2016
صوات

تر شلمې ميلادي پېړۍ هم په سرکاري اسنادو او مراسلو کې د سوات نوم په “صوات” ليکل کيدو. د دې خپلواکه رياست سرکاري ژبه پښتو وه او په هرې درې کې ميشت قام معلوم و. د عنوان الدين کاکا خيل په نوم يو شاعر دغه منظوم تاريخ ليکلې دی. د اوسني ياګانو په ځای، د…

Read more »

د خلافت تحريک

14 September, 2016
د خلافت تحريک

د ۱۹۱۹ م نه تر ۱۹۲۲ م د هند ولس د برطانيې په ضد يو پاڅون وکړو چې تحريک خلافت نومېږي. د نولسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د عربانو خاوره نيولو لپاره د يورپي ملکونو تر منځ سيالۍ زور وموندلو. ترکي د ۵۰۰ کالو راهيسې د اسلامي خلافت مرکز و چې ټوله عربي نړۍ…

Read more »

د هرات کلا

10 September, 2016
د هرات  کلا

ښايي لومړيو انسانانو د هريردو په غاړه ژوند په هغې غونډۍ پېل کړه چې اوس ورباندې د هرات کلا جوړه ده. تر اوسه د هرات نه موندل شوي تر ټولو پخواني توکي د ۶ ق م پېړۍ نه راپاتې دي. ګومان کېږي چې هغه وخت دلته د خاورو يوه کلا موجوده وه. خو د هغې…

Read more »

ټماټر

1 September, 2016
ټماټر

په مرکزي او جنوبي امريکه کې ټماټرد نورو ځنګلي ميوو په شان راټوکيدل او خلکو له ويرې نه خوړل چې زهرژن به وي. په لرغوني “ايزټېک” ژبې کې يې دا “تومات” ياني چاغ يا غټ يې بللو. شا و خوا زر کاله کېږي چې د ميکسيکو خلکو د ټماټرو په پخولو لاس پورې کړ. اسپانويان…

Read more »

اوبه

6 September, 2016
اوبه

ما غوښتل چې د افغانستان په يو ښکلي او پاکې چينې او يا د سيند په اوبو کې پښې کيږدم، په لپه کې ترې اوبه وڅښم. خو هلته شپږ مياشتې د يو ښار نه بل ته په سفرونو ستړې شومه او دا ارمان مې پورا نشو. يو وارې په جلال اباد کې د بېسودو د…

Read more »